
د فلسطين قضيه د اسلامي نړۍ پر لمن تور داغ..!
لسګونه کلونه وړاندې تر هغه وروسته چې زرګونه يهودان له اروپايي هېوادونو او روسيې څخه فلسطيني سيمو ته د مهاجرينو په نامه راغلل، له خپل پخواني عادت سره سم يې د مسلمانانو په لومړۍ قبله کې يې د جګړې او فساد اورونه بل کړل.
لسګونه کلونه وړاندې تر هغه وروسته چې زرګونه يهودان له اروپايي هېوادونو او روسيې څخه فلسطيني سيمو ته د مهاجرينو په نامه راغلل، له خپل پخواني عادت سره سم يې د مسلمانانو په لومړۍ قبله کې يې د جګړې او فساد اورونه بل کړل.
دغه جګړې دومره پراخې او اوږدې شوې، چې د اسراييلو له يادولو سره د ظلم، وحشت، وژنو او زندان انځورونه او د فلسطين له نامه سره د مظلوميت او مبارزې داستان مخې ته دريږي.
د فلسطين قضيه يوازې د فلسطيني مسلمانانو شخصي موضوع نه ده، بلکې د ټولو مسلمانانو مشترکه قضيه ده او تر اوسه پورې يې همداسې بې برخليکه پاتې کېدل د ټولې اسلامي نړۍ پر لمن داغ دي.
که څه هم په لومړيو کلونو کې ځينې عربي هيوادونو د فلسطينيانو په ملاتړ څو جګړې وکړې، خو له دې امله چې عربان اوس د دنيوي ژوند په خوندونو او اسانتياوو بلد شوي او د جګړې او قربانۍ جذبه يې ختمه شوې، نه يوازې دا چې جګړه يې ونه ګټله، بلکې اسراييلو ترې ځينې نورې سيمې هم لاندې کړې.
د اسلامي نړۍ د حکومتونو د غفلت، له دين څخه لريوالي او په خپلو منځو کې اختلافاتو له امله تر اوسه پورې دغې اوږدې او ويجاړونکې جګړې ته بنسټيز حل نه دي پيدا شوي.
لوديځ هيوادونو، په ځانګړي ډول، امريکا په سياسي او اقتصادي برخو کې د اسراييلو ننګه کوي او ملګري ملتونه هم په دغسې نړيوالو موضوعاتو کې په بشپړه توګه د لوديځ تر اغېز لاندې دي؛ له هغوي څخه خو د داسې ګام د اخيستلو تمه نوره نشي کېداي چې د فلسطيني مسلمانانو حقونه او ازادي پکې خوندي شي.
د فلسطينيانو او نورو مسلمانانو سترګې اسلامي هيوادونو ته دي، چې لاسنيوي يې وکړي او د اسراييلو له تيري او ظلم څخه يې وساتي؛ خو له بده مرغه د اسلامي نړۍ په حاکمانو کې اوس د صلاح الدين ايوبي، معتصم بالله او محمد بن قاسم رحمهم الله تعالي په څېر باغيرته او باتور مشران نشته، چې د فلسطينۍ خويندو د «وا معتصماه» نعرې ته لبيک ووايي او د مسلمانانو راج او شوکت بېرته اعاده کړي.
اسلامي نړۍ مسؤلت لري، چې د فلسطيني مسلمانانو سره څنک په څنګ ودريږي، د ازادۍ په دغه سپېڅلې جګړه کې يې نظامي او مالي مرسته وکړي او په نړيواله کچه د دغې اوږدمهاله قضيې د بنسټيز حل په موخه پراخې سياسي هلې ځلې وکړي.