سیاست او دولت

د فلسطين قضيه او د اسلامي نړۍ کمزوری دريځ!

د حق او باطل تر منځ مبارزه له ډېرې پخوا زمانې راهيسي پيل شوې. که څه هم دغې مبارزه کې حق بريالی او باطل بايلونکی دی، خو دغه بريا هم له حق لوري څخه بې شمېره قربانۍ، بې کورۍ او ډول-ډول ستونزې زغمل غواړي. د فلسطيني مسلمانانو او اشغالګرو اسرائيلو ترمنځ جګړه اوسنۍ نه ده، بلکې دغه جګړه مدينې منورې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرته وروسته پيل شوې، خو د تاريخ په اوږدو کې په بېلا بېلو بڼو او شکلونو راښکاره شوې ده.

د حق او باطل تر منځ مبارزه له ډېرې پخوا زمانې راهيسي پيل شوې. که څه هم دغې مبارزه کې حق بريالی او باطل بايلونکی دی، خو دغه بريا هم له حق لوري څخه بې شمېره قربانۍ، بې کورۍ او ډول-ډول ستونزې زغمل غواړي. د فلسطيني مسلمانانو او اشغالګرو اسرائيلو ترمنځ جګړه اوسنۍ نه ده، بلکې دغه جګړه مدينې منورې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرته وروسته پيل شوې، خو د تاريخ په اوږدو کې په بېلا بېلو بڼو او شکلونو راښکاره شوې ده.

په ۱۹۴۸م کال کې يهودانو د لوېديځ په ملاتړ په فلسطين کې د مسلمانانو ځينې سيمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې، په کرار کرار يې د خپل حاکميت ساحه پراخوله او په پای کې يې د سوريې او لبنان ځينې سيمې هم لاندې کړې. فلسطيني مسلمانان د اسرائيلي اشغالګرو په وړاندې د آزادۍ او خپلواکۍ د مبارزې اوږد تاريخ او داستان لري او ورځ تر بلې دغه مقاومت ځواکمنېږي.

د دغې جګړې وروستۍ او له ټولو سخته يې د۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشت کې پيل شوې ده، پر دغې ورځ د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام پر اسرائیلي اهدافو د ځمکې، هوا او بحر له لارې پراخ بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې زرګونو اسرائیليانو ته مرګ ژوبله واوښته او سلګونه نور يې ژوندي ونيول شول، چې دا د اسرائيلو او فلسطین د جګړې په تاريخ کې صهيونيستي اشغالګرو ته له ټولو ټکان ورکوونکی بريد و،چې په غبرګون کې يې صهيونيستي پوځ پر غزې تړانګې پراخ هوايي بريدونه پيل کړل او څه موده وروسته يې ځمکنی يرغل هم وکړ. د صهيونيستي اشغالګرو په حملو او ړندو بمباريو کې  لسګونو زرو ملکي فلسطينيانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې ډېرې يې ښځې او ماشومان دي، ميليونونه نور يې بې کوره شول، د غزې ټول وګړي اوس له سختې لوږې رنځ وړي، ګڼ شمېر ماشومان له لوږې مړه شوي او د بشري حقونو ځينو ادارو خبرداری ورکړی، کوم ماشومان چې د اسرائيلي ځواکونو له بريدونو روغ پاتې دي، هغوی د لوږې ښکار دي.

د فلسطين د قضيې په هکله ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول اسلامي هيوادونو خپل مسئوليت نه دی اداء کړی، نړيواله ټولنه او د بشري حقونو په نامه جوړ شوي سازمانونه د صهيونيستي رژيم له لوري فلسطيني ملت سره کېدونکې ناخوالې او ټولوژنه ويني؛ خو په وړاندې يې هېڅ هم نه کوي.

په دې برخه کې د اسلامي هيوادونو پڅ او کمزوری دريځ هم خورا ځوروونکی دی، د فلسطين قضيه يوازې فلسطيني ملت پورې اړه نه لري، بلکې د ټول اسلامي امت قضيه ده، فلسطيني ملت لسګونه کلونه کېږي، چې د ټول اسلامي امت د عزت ساتنې او ګټو لپاره په لومړۍ کرښه کې په يوازې ځان جګړه کوي او په ګاونډ کې يې د اوږدو لښکرو او پرمختللو تجهيزاتو لرونکي اسلامي هيوادونه يوازې ننداره کوي.

د فلسطين د آزادي غوښتونکو مجاهدينو بې سارې قربانۍ او په يمن، لبنان، سوريه او نورو هيوادونو کې د ځينو ډلو له لوري د فلسطيني ملت په ملاتړ او د صهيونيستي رژيم او د هغوی د لوېديځو ملګرو د اهدافو په نښه کول د ستاينې وړ دي او پکار ده، چې اسلامي نړۍ د حکومتونو او ملتونو په سطحه د فلسطين قضيه خپله وبولي او په دې هکله لازم او کوټلي ګامونه پورته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button