
د فلسطين قضيه او د اسلامي نړۍ مسئوليت؟
د تېرې اوونۍ په پيل کې د فلسطين حماس اسلامي غورځنګ د اسرائیلو د پرله پسې وحشتونو په وړاندې په ډېر مهارت خورا چټک بريد وکړ، ګڼ شمېر اسرائیلي پوځیان يې ووژل او ګڼ نور يې ژوندي ونيول.
د تېرې اوونۍ په پيل کې د فلسطين حماس اسلامي غورځنګ د اسرائیلو د پرله پسې وحشتونو په وړاندې په ډېر مهارت خورا چټک بريد وکړ، ګڼ شمېر اسرائیلي پوځیان يې ووژل او ګڼ نور يې ژوندي ونيول.
که څه هم له بريده وروسته اسرائیلي الوتکې تر نن ورځې پر غزه سخته بمباري کوي او نږدې اووه زره فلسطينيانو ته يې مرګژوبله اړولې، چې غوڅ اکثريت يې د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ګناه ملکي وګړي دي؛ خو د سياسي او پوځي چارو نړيوال کارپوهان په دې نظر دي، چې د حماس له لوري د طوفان الاقصی په نامه پوځي عملياتو اسرائیلو ته د تاريخ له ټولو ستر ځاني، اقتصادي او سياسي زيانونه واړول.
د حماس د بريالي بريد له پيل کېدو وروسته اسرائیلو د خپل بايللي حيثيت او روحيې د بېرته راستنېدو په موخه غزه کې د بې ګناه ملکي فلسطینیانو پر عاموژنه لاس پورې کړ، چې تر اوسه پورې روانه ده.
امريکا، بريتانيا، فرانسې او نورو لوېديځو هيوادونو د ټولو بشري قوانينو پر ضد له اسرائیلو ملاتړ اعلان کړ او امريکا خو سيمې ته د اسرائیلو د عملي ملاتړ په موخه ستره پوځي بيړۍ هم ولېږله.
خو د تېر په شان يو ځل بيا د دې جګړې په هکله د اسلامي نړۍ غبرګون ډېر پيکه، تت او وروسته و، هغوی نه يوازې په عملي ډول له لسيزو ځورېدلي فلسطيني ملت سره مرستې ته وړاندې نشول، بلکې په اقتصادي او سياسي ملاتړ کې يې هم د تمې خلاف ډېر سست دريځ ونيو.
فلسطين د اسلامي نړۍ يو ه خورا ارزښتناکه، لرغونې او تاریخي برخه ده او د فلسطين او اقصی قضيه يوازې د فلسطيني ملت موضوع نه ده، بلکې د ټول اسلامي امت موضوع ده.
د اسلامي نړۍ مسئوليت دی، چې په دې برخه کې بې تفاوته پاتې نشي، بلکې يو دريځ ونيسي، خپلمنځي اختلافات يوې خوا ته کړي او د يوې سترې غونډې په رابللو سره عملاً او په ښکاره له فلسطین سره نظامي، سياسي او اقتصادي مرسته وکړي.
اسلامي هيوادونو ته شرم په کار دی، چې امريکا له دومره لرې واټن څخه د اسرائیلو ملاتړ ته رادانګې او دوی له فلسطین سره څنګ په څنګ پراته دي، خو بيا هم د مسلمانو فلسطيني وروڼو غږ نه اوري.
دغه راز اسلامي هيوادونه بايد ملګرو ملتونو کې د فلسطين قضيه راپورته کړي او د يو داسې فلسطيني دولت جوړېدل تضمين کړي، چې د فلسطيني ملت ديني، سياسي او اقتصادي لومړيتوبونه او ارزښتونه په کې په پام کې نیول شوي وي. د عامو مسلمانانو هم مسئوليت دی، چې په ټول توان د اسرائیلو د ظلمونو په وړاندې خپل غږ پورته کړي او له مظلومو فلسطيني مسلمانانو سره اوږه په اوږه ودرېږي.