سرلیکنې

د فلسطين قضيه او د‌ اسلامي نړۍ خواشينوونکې چوپتيا..!

د يهودانو او مسلمانانو ترمنځ جګړه اوسنۍ نه ده، بلکې اوږده مخينه لري، دغه جګړه مدينې منورې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرت وروسته پيل شوې، خو د تاريخ په اوږدو کې په بېلا بېلو بڼو او شکلونو راښکاره شوې ده.

د يهودانو او مسلمانانو ترمنځ جګړه اوسنۍ نه ده، بلکې اوږده مخينه لري، دغه جګړه مدينې منورې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرت وروسته پيل شوې، خو د تاريخ په اوږدو کې په بېلا بېلو بڼو او شکلونو راښکاره شوې ده.

په ۱۹۴۸م کې يهودانو د لوېديځ په ملاتړ په فلسطين کې د مسلمانانو ځينې سيمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې، په کرار کرار يې د خپل حاکميت ساحه پراخوله او په پای کې يې د سوريې او لبنان ځينې سيمې هم لاندې کړې. فلسطيني مسلمانان د اسرائيلي اشغالګرو په وړاندې د آزادۍ او خپلواکۍ د مبارزې اوږد تاريخ او داستان لري او ورځ تر بلې دغه مقاومت ځواکمنېږي.

د دغې جګړې وروستۍ او له ټولو سخته يې د۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتې په اوومه نېټه پيل شوې ده، پر دغې ورځ د صهيونيستي اشغال په وړاندې د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام پر اسرائیلي اهدافو د ځمکې، هوا او بحر له لارې پراخ بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې زرګونو اسرائیليانو ته مرګ ژوبله واوښته او سلګونه نور يې ژوندي ونيول شول، چې دا د اسرائيلو او فلسطین د جګړې په تاريخ کې صهيونيستي اشغالګرو ته له ټولو ټکان ورکوونکی بريد و، چې په غبرګون کې يې صهيونيستي پوځ  پرغزې تړانګې پراخ هوايي بريدونه پيل کړل او څه موده وروسته يې ځمکنی يرغل هم وکړ. په دغې جګړه کې صهيونيستي اشغالګرو د خپل عادت له مخې ملکي وګړي په نښه کړي، په ړندو بمباريو کې يې لسګونو زرو ملکي فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اړولې، چې ډېرې يې ښځې او ماشومان دي او ميليونونه نور يې له کورونو شړلي.

په غزه کې اوس بحراني حالت او فاجعه ده، د غزې ټول وګړي اوس له سختې لوږې رنځ وړي، ګڼ شمېر ماشومان له لوږې مړه شوي او د بشري حقونو ځينو ادارو خبرداری ورکړی، چې کوم ماشومان د اسرائيلي ځواکونو له وحشي بريدونو روغ پاتې دي، هغوی د سختې لوږې او وبايي ناروغیو ښکار دي.

فلسطيني ملت د اشغالګرو د بريدونو په وړاندې په خورا مېړانه مبارزه کړې، نه ماتېدونکی دريځ لري اولا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. تېره ورځ د حماس اسلامي غورځنګ د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه خبريالانو سره په خبرو کې يو ځل بيا ټينګار کړی چې د ټول فلسطين تر خپلواکۍ به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه راز د فلسطين د قضيې په تړاو د اسلامي نړۍ د مشرانو پر دريځ نيوکې کړي او په خبره يې: تاريخ به وليکي چې د يونيم ميليارد مسلمانانو په شتون کې د غزې مسلمانانو د سختې لوږې او تندې په حالت کې په يوازې ځان له صهيونيستي اشغالګرو سره مبارزه کوله.

رښتيا هم د فلسطين د قضيې په هکله ملګروملتونو، نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول اسلامي هيوادونو خپل مسئوليت نه دی ادا کړی، نړيواله ټولنه او د بشري حقونو په نامه جوړ شوي سازمانونه د صهيونيستي رژيم له لوري فلسطيني ملت سره کېدونکې ناخوالې او ټولوژنه ويني؛ خو په وړاندې يې هېڅ هم نه کوي.

په دې برخه کې د اسلامي هيوادونو پڅ او کمزوری دريځ ډېر ځوروونکی دی، د فلسطين قضيه يوازې فلسطيني ملت پورې اړه نه لري، بلکې د ټول اسلامي امت قضيه ده، فلسطيني ملت لسګونه کلونه کېږي، چې د ټول اسلامي امت د عزت ساتنې او ګټو لپاره په لومړۍ کرښه کې په يوازې ځان جګړه کوي او په ګاونډ کې يې د اوږدو لښکرو او پرمختللو تجهيزاتو لرونکي اسلامي هيوادونه يوازې ننداره کوي.

د فلسطين د آزادي غوښتونکو مجاهدينو بې سارې قربانۍ او په يمن، لبنان، سوريه او نورو هيوادونو کې د ځينو ډلو له لوري د فلسطيني ملت په ملاتړ او د صهيونيستي رژيم او د هغوی د لوېديځو ملګرو د اهدافو په نښه کول د ستاينې وړ دي او پکار ده، چې اسلامي نړۍ د حکومتونو او ملتونو په سطحه د فلسطين قضيه خپله وبولي، د فلسطين له قضيې څخه نه يوازې سياسي ملاتړ وکړي، بلکې په نظامي او اقتصادي برخو کې د فلسطيني ملت ملاتړ ته د خپل مسئولیت په توګه وګوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button