سرلیکنې

د فلسطين راتلونکی حکومت او د حماس ونډه!

د تېر ۲۰۲۳ م کال له اکتوبر مياشتې راهيسې د اسرائیلو او فلسطيني مقاومت کوونکو ډلو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. که څه هم د فلسطيني ملت او اسرائيلي اشغالګرو تر منځ جګړه اوسنۍ نه ده، خو دا ځل د فلسطينيانو پر تلفاتو سربېره اسرائیلي اشغالګرو ته هم د سر او مال درانه زيانونه اوښتي او نړيوال حیثيت ته يې هم دروند زيان اوښتی دی.

خو بالعکس دغې جګړه کې حماس اسلامي غورځنګ په نظامي برخه کې ډېرې برياوې لري، د بېلګې په ډول له شپږو مياشتو زيات د صهيونيستي رژيم پر وړاندې کلکه مبارزه، چې لا هم روانه ده او خپلو اهدافو ته د صهیونيستي رژيم نه پرېښودل.

پر نظامي برخې سربېره په سياسي ډګر کې هم حماس او نورې مقاومت کوونکې فلسطيني ډلې ډېرې لاسته راوړنې لري، د فلسطين د آزادۍ پيکه قضيه يو ځل بيا د نړۍ له ټولو ګرمه موضوع وګرځېده، په نړيواله سطحه د فلسطين د قضيې ملاتړ يې خپل کړ او د اسرائیلو اصلي څېره يې نړيوالو ته څرګنده کړه.

دغو سترو برياوو ته په کتو داسې ښکاري چې په راتلونکي فلسطيني حکومت کې به د حماس نفوذ او ونډه له نورو ډېره او ځواکمنه وي، ځکه په نظامي او سياسي برخو کې يې خپله وړتيا وښودله.

دغې مهمې نقطې ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان، ترکيې ته د حماس د مشر اسماعيل هنيه د رسمي سفر پر مهال هم اشاره وکړه، چې راتلونکي فلسطيني حکومت کې به حماس مهم رول ولري؛ خو یو څه چې ډېر مهم دي هغه د اسرائیلو پر وړاندې د ټولو فلسطیني مقاومتي ډلو ترمنځ یووالی دی، د فلسطیني ډلو یو والی او اتحاد کولی شي، چې په ډېر نږدې وخت کې صهیونیستي ريژیم ته بشپړه ماته ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button