سرلیکنې

د فلسطين جګړه او د اسلامي نړۍ راتلونکې؟!

د روانې پېړۍ نه، بلکې د بشریت د تاریخ له ټولو ستر شرموونکی قتل عام او نسل وژنه چې نن ورځ د امریکا په مخامخ ملاتړ د بې رحمه صهیونيستي رژيم له خوا پر مظلومو فلسطینيانو د نړیوالو د ضمیر او وجدان تر قضاوت او نظارت لاندې روانه ده، ولې يې پر وړاندې د اسلامي نړۍ اجماع نه رابلل کېږي؟

د روانې پېړۍ نه، بلکې د بشریت د تاریخ له ټولو ستر شرموونکی قتل عام او نسل وژنه چې نن ورځ د امریکا په مخامخ ملاتړ د بې رحمه صهیونيستي رژيم له خوا پر مظلومو فلسطینيانو د نړیوالو د ضمیر او وجدان تر قضاوت او نظارت لاندې روانه ده، ولې يې پر وړاندې د اسلامي نړۍ اجماع نه رابلل کېږي؟

 ټوله نړۍ د دغه ستر وحشت ننداره کوي، کفري نړۍ به پر ځای پرېږدو، ځکه هغوی کفار دي، له مسلمانانو سره تاريخي دښمني لري او له هغوی د همدې تمه کېږي؛ خو افسوس د اسلامي نړۍ پر حال! څوک نه پوهېږي،چې د کومې تمې له مخې یې داسې چوپه خوله دریځ خپل کړی، چې د حق اوعدالت غږ یې په ستوني کې وچ بند دی، دا تیت او پرکه اسلامي نړۍ به تر کومه د صهیونېستانو د وحشتونو او نسل وژنې شاهده وي؟ ښایي د نن ورځې مسلمانان به د پردې ترشا له امریکا څخه بېرېږي او دغه طاغوتي قدرت ته به یې د مخ روڼي په خاطر له فلسطینیانو څخه د دفاع پر ننګه خاشه اچولې وي.

 دا خو څرګند حقیقت دی چې د هر انسان عمر په دنیا کې له اتیا کلونو نه اوږدېږي، که چېرې یوڅوک ټینګ او موحد مسلمان وي؛ نو د دنیا پر دغې لنډه ګذرګاه کې ولې د آخرت داوږده عمرلپاره د غیرت او ایماندارۍ توښه له ځان سره  نه وړي؟  له اتیا کالو وروسته که څوک ژوندی پاتې هم شي د کهولت داسې مرحلې ته به رسېږي چې ټول فعالیتونه به یې صفر او بې اغیزې وي. منظور دا چې پر دنیایي تجملاتو او بې غیرته محافظه کاریو، ولې یو څوک خپله دنیا او آخرت برباد کړي، بیشکه ، چې الله پاک غیرتي دی اوخپل غیرتمن بندګان یې خوښېږي .

ایا عربي نړۍ نشي کولای چې پر فلسطینیانو د اسرائيلي مظالمو د مخنیوي په اړه له خپلې لابیګرۍ کار واخلي او نوره اسلامي نړۍ هم له ځان سره ملګرې او په غوڅ دریځ امریکایان د حق اوعدالت پر پوله نیغ ودروي؟

د حیرانتيا خبره دا ده چې اسلامي نړۍ د فلسطینیانو لپاره د حق غوښتنې په اړه چا دومره بې اتفاقه ساتلې چې تریوه متحد چتر لاندې یو غوڅ دریځ نشي خپلولی او د دې جرئت نه لري چې پر فلسطینیانو د بې رحمه یهودانو د مظالمو د مخنیوي په اړه په یوه اجماع سره سلا او خپل رسا غږ اوچت کړي، ايا امریکا او نړۍ خور صهیونیزم به د مسلمانانو د دغه اتفاقي اقدام په ترڅ کې د زیان اړولو کوم توان ولري؟ طبيعي ده چې نه.

خو معلومېږي چې امریکا هغه سیاسي جادوګرهېواد دی چې نه یوازې پر نوره نړۍ ،بلکې پر ټولو اسلامي هېوادونو یې د (مارګیر) په شان سیاسي (دم) غورځولی، نو ځکه مسلمان هېوادونه په چوپه خوله او د سترګو له کونجو د فلسطین حالات څاري ، لازمه خو دا وه چې د جنګ په پیل کې مسلمانان د غوڅ موقف په خپلولو سره له فلسطین څخه د دفاع په ډګر کې ولاړ وای، يوازې دا نه، بلکې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ  آن تاریخي ملامت او سلامت بايد سنجول شوي وای! خو برعکس امریکا او صهیونیست رژيم میدان د ځان په ګټه خالي ولید، نو پر فلسطینیانو یې حمله وکړه او د بې ګناه مرګونو داسې بازار یې تود کړی، چې چنګیزي مظالم ورته هيڅ دي. اسرائیل د اسلامي نړۍ په جغرافیه کې هغه د سرطان دانه ده چې که ونه ایستل شي د عربي نړۍ پیکر به خامخا له نابودۍ سره مخ شي، اوس هم وخت شته، چې د اسلامي نړۍ هېوادونه د مسلمانانو پر ضد د نړیوال صهیونیزم د دریځ او موضع نیونې په اړه سالم تحلیل وکړي. که د فلسطینیانو ننګه نه کوي، د خپلې راتلونکې ننګه دې وکړي او له دې بايد وډار شي چې که نن پر فلسطین ده، سبا له شک پرته د دوی نوبت هم را رسېږي.

 نو مخکې له دې چې دا مجبوره ورځ پرې را ورسېږي، لازمه ده ، چې د اسرائیلو د مظالمو د مخنیوي په اړه خپل لازم تدابیر ونیسي او د مبارزې ډګر ته ور کښته شي. که څوک له امریکا د مهربانۍ تمه لري، دا یې تېروتنه اوبابیزه احساس دی او که ترې وېرېږي نو له افغانستان څخه یې باید زده کړي ،ځکه امریکا په افغانستان کې له داسې شرمنده ماتې سره مخ شوه چې په ترڅ کې يې د سر او مال بې حسابه زیانونه ولیدل، خو د غچ او انتقام په اړه یې هېڅ له لاسه ونشول، د قدرت دغه مجنونان چې زور وویني بیا لارې ته برابرېږي.

ظلم هم حد او اندازه لري، جنایتکارو صهیونېستانو د خپلو جنايتونو په لړ کې د حوت  میاشتې په نهمه نېټه پر یو شمېر هغو فلسطینیانو چې د مرستو لپاره یوه میدان کې سره را ټول شوي وو، ړانده ګوزارونه وکړل، چې په ترڅ کې یې له سلو زیات کسان شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شول، خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو بنسټ پرې چوپتيا غوره کړه.

پر فلسطینیانو د صهیونیستانو مظالمو د اسلامي نړۍ برم او تاریخ هم له شرم سره مخ کړی، د حیرانتیا خبره خو دا ده کله چې د فلسطین او اسرائیلو د اوسنۍ معرکې تاریخ لیکل کېږي، د اسلامي نړۍ له شرمه ډک دريځ به په کوم تعبير ثبتېږي؟!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button