
د فشار او بنديزونو دوام؛ د ناکامو تګلارو تسلسل!
اروپايي ټولنې وړمه ورځ د اسلامي امارت پر درېو تنو لوړرتبه چارواکو:هريو د پوهنې وزير، د عدليې وزير او قاضي القضاة باندې د مېرمنو د زده کړو او کار په وړاندې د خنډونو جوړولو په تور محدوديتونه وضع کړل.اسلامي امارت د اروپايي اتحاديې له لوري د خپلو يو شمېر چارواکو تحريمول د ناکامو تجربو تکرار او بې ګټې کار بللی دی.
اروپايي ټولنې وړمه ورځ د اسلامي امارت پر درېو تنو لوړرتبه چارواکو:هريو د پوهنې وزير، د عدليې وزير او قاضي القضاة باندې د مېرمنو د زده کړو او کار په وړاندې د خنډونو جوړولو په تور محدوديتونه وضع کړل.اسلامي امارت د اروپايي اتحاديې له لوري د خپلو يو شمېر چارواکو تحريمول د ناکامو تجربو تکرار او بې ګټې کار بللی دی. په دې هکله د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: «د اروپايي اتحادېې له لوري د افغانستان د اسلامي امارت ځينې مشران د تحريم لېست ته اچول هېڅ لوري ته ګټه نه لري، د دې پرځای چې د فشار او تحريم له غوراوي څخه استفاده کېږي، بايد له تعامل، ډيالوګ او تفاهم څخه کار واخيستل شي».نوموړي دغه راز ويلي، چې په تېر کې هم د افغانانو په وړاندې د ناکامو تجربو تکرارول او تحميلي سياست پايله نه ده ورکړې او په راتلونکي کې هم د دغه ډول فارمولې د هيچا په ګټه نه دي.رښتيا هم تېرې دوه لسيزې چې افغانستان د امريکا په مشرۍ د لوېدځې نړۍ تر اشغال لاندې و د ازادۍ او استقلال د بېرته اعادې لپاره د کېدونکې سپېڅلې مبارزې د ځپلو لپاره بې ساري نظامي، سياسي او اقتصادي فشارونه وکارول شول؛ خو نه يوازې د استقلال لپاره کېدونکې مبارزه يې پيکه نه کړای شوه، بلکې لا يې پراخه او ځواکمنه کړه.اوس هم بايد نړيواله ټولنه، په ځانګړي ډول لوېديځه نړۍ له تېر څخه عبرت واخلي او د فشار پر ځای دې ډيالوګ، تعامل او سياسي حل ته مخه وکړي.