د فساد په وړاندې رښتينې مبارزه او اقتصادي پراختيا!
د الله تعالی پر ځمکه د الله تعالی پر بنده ګانو حاکميت، د هغوی د چارو سمبالښت او د هغوی اقتصادي، تعليمي، روغتيايي او ورته نورو ستونزو ته حللارې پيدا کول که څه هم ستره مرتبه او د انسانيت خدمت ګڼل کېږي، خو له بل لوري دغه حاکميت او د چارو سمبالښت مسئوليت هم بلل شوی او په سمه توګه سرته رسول يې له اهليت او امانت پرته ناشونی کار دی.

د حکومت په هر بست کې کار کوونکی بايد د همدغو دوو صفتونو درلودونکی وي او د ټاکلو پرمهال يې هم همدغه دواړه صفتونه په پام کې ونيول شي. اهليت په دې مانا چې مسئول بايد په ټوله معنا د ورسپارل شوې دندې پر سرته رسولو ځواکمن وي او د خپلې دندې په ټولو برخو کې پوهه ولري او امانت دا مانا چې مسئول بايد د ملت له حقونو او شتمنيو سره خيانت ونه کړي او له فساد، درغلۍ او بل هر ډول جرم څخه ځان وساتي.
هغه ملتونه په ډېر لږ وخت کې د پرمختګ، خوشحالۍ او ښه ژوند لوړو پوړونو ته رسېږي، چې د چارو واګي يې د په کار پوهو او امانتدارو چارواکو په لاس کې وي.
فساد او ظلم د يو هيواد او ملت د هوسا او مترقي ژوند په وړاندې له ټولو ستر خنډونه دي، خو له کومې ورځې چې اسلامي امارت د افغان ملت د چارو واګي په لاس کې اخيستي، د فساد په وړاندې يې رښتينې او مؤثره مبارزه کړې، چې په نتيجه کې يې پراخ اصلاحات او اقتصادي پراختيا رامنځته شوې ده.
څو ورځې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې د خلکو ملاتړ ، د فساد مخنيوی او په هيواد کې دننه پانګونې ته د سوداګرو هڅونه ددې لامل شوې، چې افغانستان په کم وخت کې اقتصادي وده وکړي.
د اسلامي امارت له لوري د فساد په وړاندې رښتينې مبارزه ډېر مثبت ګام دی او ان شاءالله تعالی
ډېره ښه اغېزه به ولري، دغه او دې ته ورته نور داسې کارونه چې ملت او حکومت سره نږدې کوي او پر حکومت د ملت باور زياتوي، بايد لا ډېر شي.