اقتصاد

د فراه د ګمرک ریاست مسئولین د عوایدو له لوړېدو خبر ورکوي

د دغه ولایت د ګمرک تخنيکي او مسلکي مرستيال رئیس مولوي سردار ولي جاويد باختر خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې د دغه رياست د عوايدو د لوړيدو خبر ورکوي او لامل يې د پخوا په پرتله په چارو کې بشپړه روڼتيا، د کارکونکو پرلپسې کار او چمتوالی ښيي.

په داسې حال کې چې د فراه د ګمرک ریاست مسئولینو په دغه ولایت کې د ګمرکي عوایدو له لوړېدو خبر ورکړی خو ورته مهال د عوایدو د لا لوړېدو لپاره د ابو نصر فراهي بندر د سړک جوړېدو غوښتنه کوي.

د دغه ولایت د ګمرک تخنيکي او مسلکي مرستيال رئیس مولوي سردار ولي جاويد باختر خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې د دغه رياست د عوايدو د لوړيدو خبر ورکوي او لامل يې د پخوا په پرتله په چارو کې بشپړه روڼتيا، د کارکونکو پرلپسې کار او چمتوالی ښيي.

نوموړی همدارنګه ټولو ولسي وګړو ته په ياد ګمرک کې د پوره روڼتيا، د بډې نه اخيستلو، د ظلم او بې نوبتي نه کولو ډاډ ورکوي او وايي، چې په ګمرک رياست کې د څو ځایه محصول پر ځای يوازې يو ځای په عادي ډول محصول اخيستل کېږي.

هغه دغه راز د ګمرکي د عوايدو د لوړيدو په پار د دې ولايت د شيخ ابونصر فراهي بندر د سړک د رغولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي؛ که چیرته دغه سړک ورغول شي نو په عوايدو کې به د پام وړ بدلون رامنځته شي.

سردار ولي جاويد همدارنګه له ټولو ملي سوداګرو او د دوی له استازو څخه چارو ته د لا ښې رسيدنې په موخه د ګمرک رياست اداري څانګو ته د ورتګ پر مهال د نظم او نوبت ساتلو غوښتنه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button