
د غويي میاشتې د اوومې له او اتمې تاريخي پېښو بايد درس واخلو
سږ کال د غويي میاشتې د اوومې د کودتا غندنه او د غويي اتمه،چې د مجاهدينو د برياليتوب له ورځې سره سمون لري په داسې شرايطو کې لمانځل کېږي؛چې په ټول هيواد کې اسلامي امارت واکمن شوی دی.دغه خونړۍ کودتا د خلق او پرچم ګوندونو د ګډ نظامي کمېسيون د مشرحفيظ الله امين له خوا ترسره شوه ،چې د سردار محمد داود جمهوري نظام يې نسکور کړاو دی د خپلې کورنۍ له ۱۸ غړو سره د مخامخ جګړې پر مهال شهيد کړای شو.د دغې کودتا په ترسره کولو او واک ته د پورتنيو دواړو ګوندونو رسېدلو افغانان هک پک کړل.د ډېرو کورنيو مشرانو ويل، خدای دې خير پېښوي؛ځکه د افغانانو د کلتور،دود او ديني ارزښتونو خلاف حکومت واک ترلاسه کړی و.ورځې،اوونۍ او مياشتې تېرېدې، وروورو د پوهنتونونو استادان او محصلين او د ښوونځيو ښوونکي په دې تور نيول کېدل،چې په بېلا بېلو ګوندونو کې يې غړيتوب لاره.په دې ډول په لسهاوو زره ځوانان په لنډه موده کې ونيول شول او د پلچرخي زندان او همدارنګه د ولايتونو زندانونو ته ولېږدول شول.د دغو وطنپالو ژوند په زندانونو کې په کړاوونو ،ربړونو،خطرونو او ويرې سره تېرېده .څو نورې مياشتې،چې د نوي حکومت تېرې شوې د زندانيانو په اعدامولو او وژلو يې پيل وکړ او وروسته له څو مياشتو د څوارلس زرو اعدام شويو کسانو لست د پلچرخي زندان مخې ته ځوړند شو.د بنديانو پايوازان،چې د خپلو بنديانو ليدلو ته ورتلل د خپلو کورنيو د غړو له اعدام څخه خبرشول.له بل پلوه د خلق او پرچم ګوندونو د مشرانو ترمنځ د واک پر سر حزبي شخړه او زورآزمايي پيل شوه ، اوکار تر هغه ځايه ورسېد،چې د پرچم د ګوند مشر ببرک کارمل له واک څخه لرې او روسيې ته ولاړ، هلته يې بيا هم د افغانانو په منځ کې پر ګوندي فعاليت پيل وکړ.نور محمد ترکی د خلق ګوند مشر او جمهور رئيس په واک کې پاتې شو.د هيواد په سويلي ، ختيځو او لويديځو ولايتونو کې د نوي حکومت پر ضد پاڅونونه ترسره شول؛خو په ډېر بېرحمانه شکل وځپل شول او په لسهاوو زره کسان شهيدان شول.د افغانستان اوضاع مخ په خړپړ ېدو شوه .د هرې ورځې په تېرېدو سره د حکومت د مخالفې سياسي څېرې له خپلو کورنيو سره له کابل او نورو ولايتونو څخه وتل پيل او ګاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران ته مهاجر شول او په ډېرو سختو او ستونزمنو شرايطو کې يې د جلا وطنۍ ژوند غوره کړ. ډېر يې بېرته افغانستان ته د نوي حکومت پرضد د جګړې لپاره راغلل او دغې لړۍ د مجاهدينو تر برياليتوب پورې دوام وکړ.ورو ورو په پاکستان کې د افغانانو۸ جهادي تنظيمونه جوړ شول او د يوه کال په موده کې يې د جګړې په ډګر کې ډېر پرمختګونه وکړل. ډېرې سيمې يې له حکومت څخه ونيولې او په نړيوال ډګر کې يې د اسلامي اوسوله دوستو هيوادونو ملاتړ ترلاسه کړ.پخواني شوروي اتحاد هم د نور محمد ترکي حکومت سره خپلو اقتصادي او پوځي مرستو ته زور ورکړ.د افغانستان اوضاع د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په بحراني کېدو وه او هره ورځ د جګړې له ډګرڅخه د مړيو او ټپيانو د راوړلو بهير دوام درلود.په همداسې شرايطو کې نور محمد ترکی د کوبا غونډې ته وبلل شو او له هغه ځايه مسکو ته ولاړ .د تاريخي اسنادو پر بنسټ هلته يې د پخواني شوروي اتحاد له مشر سره وکتل.پلان جوړ شو،چې ترکی به خپل مرستيال او د غويي د کودتا مشر حفيظ الله امين له دندې لرې کوي او پرځای به يې ببرک کارمل او دهغه پرچم ګوند ته په حکومت کې ځای ورکوي؛خو حفيظ الله امين مخکې له مخکې له دې پلان څخه خبر وو هماغه و،چې د جمهور رئيس ترکي او امين ترمنځ په ارګ کې جګړه پيل او نور محمد ترکی وژل کېږي.حفيظ الله امين خپل نوی حکومت اعلاموي.بل لوري ته د افغانستان د ولس او د حفيظ الله امين حکومت ترمنځ واټن ډېرېږي او ورسره د مجاهدينو مقاومت هم پراخېږي.په لنډه موده کې مجاهدينو د خلکو په ملاتړ ډېرې سيمې تر خپل کنترول لاندې راوستلې او ورو ورو د حفيظ الله امين واکمني کمزورې کېده.په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد سفير څو ځله له حفيظ الله امين څخه وغوښتل،چې له واک څخه استعفا وکړي؛ځکه د افغانستان اوضاع مخ په ترينګلتيا وه،خو امين دغو خبرو ته ارزښت ورنه کړ او خپل حکومت ته يې دوام ورکړ.بل لورته د نور محمد ترکي د ګوندد پلويانو او ببرک کارمل د پلويانو او همداسې د پخواني شوروي اتحاد د مشاورينو تر منځ پټه ناسته وشوه ،چې حفيظ الله امين له واک څخه لرې کړي .د تاريخي اسنادو له مخې:ٌد جمهوري رياست په آشپزخانه کې د پخواني شوروي اتحاد د استخباراتي سازمان((KGB)) نفوذ کړی واو آشپز ته يې دنده سپارلې وه،چې په ټاکلي وخت امين مسموم کړي.کله،چې آشپزحفيظ الله امين ته ډوډۍ وروړي په هغه کې زهر ګډ شوي وي ،نو امين د ډوډۍ په خوړلو مسمومېږي او د خپلو اعصابوکنترول له لاسه ورکوي.څو شېبې وروسته د شورويانو د خاصو عملياتو او پټې قطعې او امين ترمنځ جګړه پېښېږي،څرنګه،چې امين پر خپلو اعصابو کنترول له لاسه ورکړی و په جګړه کې وژل کېږي. د شپې له خوا د ببرک کارمل په مشرۍ نوی حکومت اعلانېږي او پرچميان د کودتا ګټونکي پېژندل کېږي.په همداسې شرايطو کې د پخواني شوروي اتحاد هوايي،ځمکني او غرني ځواکونه له يولکو څخه د ډېرو سرتېرو او افسرانو په ملتيا،چې په درنو او سپکو وسلو سمبال وو افغانستان ته راننوتل او زموږ هيواد يې اشغال کړ.په دې عمل سره د افغانستان اکثريت خلک او مجاهدين ډېر خپه کېږي او د جګړې د سختېدو او پراخېډو احساس ورته پيدا کېږي.افغانستان ته د پخونې شوروي اتحاد د سرو لښکرو په راتللو سره افغانانو پر لاريونونو او مظاهرو لاس پورې کړ،چې د ببرک کارمل د حکومت او د شورويانو د سر تېرو له خوا په وينو کې لمبول کېږي ،چې ښه بېلګه يې د کب د ۳یمې ملي پاڅون دی.له ۸ کلونو حکومت وروسته ببرک کارمل له واک څخه لرې کېږي او ډاکتر نجيب ((احمدزی)) د افغانستان د جمهور رئيس په توګه واک ترلاسه کوي.مخکې له دې نجيب د افغانستان د استخباراتو((خاد)) د رئيس په توګه دنده تر سره کوله.د پخواني شوروي اتحاد له ځواکونو او له په اصطلاح دموکراتيک حکومت سره په جګړو کې له يو نيم ميليونو ډېر کسان شهيدان او په سلهاوو زره نور معلول شول او کابو ۸ ميليونو کسان ګاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران ته مهاجر شول،خو له بده مرغه،چې له دوی څخه په بېلابېلو ډولونو ګټه پورته شوه.په ۱۳۶۷لمريز کال کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه ديوه پروتوکول له مخې له افغانستان څخه ووتل او له هغه وروسته د نجيب حکومت په يوازيتوب سره د مجاهدينو په وړاندې جګړه پرمخ بوتلله.نجيب د ترکي،کارمل او امين د حکومتونو په پرتله له یو څه پوهې او تجربې برخمن و، خو سره له دې یې د خپل ګوند په منځ کې غښتلي مخالفان يې هم لرل،چې وروسته د هغوی له خوا لرې او څنډې ته کړای شو.په دغو کلونو کې،چې په پخواني شوروي اتحاد کې د ګورباچوف په مشرۍ اساسي بدلون راغلی و د ډاکتر نجيب پر حکومت مرستې ودرېدلې.نجيب ۳ کاله له مجاهدينو سره ډېرې سختې او خونړې جګړې وکړي،خو کوم برياليتوب يې تر لاسه نه کړ.هماغه و،چې د ملي پخلاينې او ائتلافي دولت طرحه يې، چې مجاهدين او د وطن ګوند استازي هم په کې ګډون ولري مطرح کړه.له دغې طرحې سره پخواني شوروي اتحاد، د وطن ګوند د ببرک کارمل د ډلې پلويانواو د مجاهدينو راډيکالو تنظيمونو مخالفت وکړ،نوځکه ډاکتر نجيب له واک څخه تېر شو او دهغه حکومت واک مجاهدينو ته وسپاره.نجيب هوايی ډګرته حرکت وکړ او غوښتل يې چې هند ته لاړ شي،خو په هوايي ډګرکې هغو وسله والو،چې د نجيب له مخالفينو څخه و مخنيوی يې وکړ. هماغه و،چې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ ته بوتلل شو.هغو مجاهدين،چې مشري يې د وخت د د دفاع وزير احمد شاه مسعود او د جمعيت اسلامي مشر برهان الدين رباني کوله د شمال له لوري پرته له جګړې کابل ته ننوتل او په بېلابېلو پوځي قطعاتو او ملکي ځايونو کې ځای پر ځای شول او همداسې د جنرال دوستم قوتونه هم په بېلابېلو ځايونو کې له مخکې ميشت شوي وو.حضرت صبغت الله مجددي د دوو مياشتو لپاره د موقت جمهور رئيس په توګه د مجاهدينو د مشرانو په غونډه کې،چې په پاکستان کې جوړه شوې وه ټاکل شوی و.د مجاهدينو د برياليتوب په وياړ په زرهاوو وسله والو مجاهدينو د خوشحاليو او ولولو په فضا کې هوايي ډزې کولې او خپل تاوده احساسات يې څرګندول.حضرت صبغت الله مجددي په داسې شرايطو کې خپل کار پيل کړ،چې په ځينو ځايونو کې د مجاهدينو د تنظيمونو تر منځ جګړه پيل شوې وه او د توپونو غږونه اورېدل کېدل.په لنډه موده کې په بې ساري توګه ارزاني شوه او د ډالر بيه ۱۸ افغانيو ته راټيټه شوه او ورسره د کلونو کلونو تړل شوې لارې خلاصې شوې په سلهاوو زره ټنه غلې او دانې کابل ته راوړل شوې.په دې کار سره د کابل ښار ځورېدلو،کړېدلو او غمجنو خلکو د خوشحالۍ سا واېستله.په خواشينۍ سره،چې د تنظيمونو مشرانو حضرت صبغت الله مجددي له دوو مياشتو ډېر په واک کې پرې نه ښود.کله،چې د وسله والو ډلو له خوا فشار پرې ډېر شو د وينو تويولو د مخنيوي په خاطر یې له واک څخه لاس واخيست او هماغه و،چې د جمعيت اسلامي مشر برهان الدين رباني جمهور رئيس او احمد شاه مسعود يې دفاغ وزير وټاکل شو.دغو دواړو مشرانو واک په خپل انحصار کې راوست.په کابل کې د مجاهدينو د تنظيمونو ترمنځ ډېرې خونړۍ خپل منځي جګړې پيل شوې، قومي او ژبني اختلافات خپل لوړ پوړ ته ورسېدل، د پنځو کلونو په موده کې د کابل ښار،کورونه،ښوونځي،پوهنتونونه،فابريکې او نور تاسيسات وران شول.لوږه او بيکاري خپل لوړ پوړ ته ورسېده.په لسهاوو زره ښاريان ووژل شول د کابل ډېر خلک مهاجر شول او همداسې له پاکستان او ايران څخه افغانستان ته د راستنېدونکو بهير ودرېد او نوي مهاجرين پرې ور زيات شول. په دې کار سره د افغانستان د مجاهدينو اعتبار د افغانانو په منځ کې له منځه ولاړ او پنځه کلن حکومت يې هم نسکور شو.اوس،چې په هيواد کې
د اسلامي امارت طالب مجاهدين وروسته له ۲۰ کلونوسرښندنو او قربانيوپر ټول هيواد واکمن شوي او د امريکا په مشرۍ اشغال ته د پای ټکی اېښودل شوی دی.پرته له توپيره ټول افغانان دنده لري،چې د خپل هيواد په اقتصادي پرمختګ ، خلکو ته په خدمت کولو او د پرديو هيوادونو د دسيسو په شنډولو کې خپله اسلامي،ملي او وجداني دنده ترسره کړي.ټولو هغو هيوادونو،چې له جګړو وروسته تر دغه شعار لاندې يون پيل کړی برياليتوب،نېکمرغۍ او سر لوړۍ ته رسېدلي دي،نو اړينه ده،چې د غويي د اوومې او اتمې له تاريخي پېښو درس واخلو.
نوري