اقتصاد

د غور- هرات لويې لارې د دويم لاين د رغولو چارې پيل شوې

د غور سيمه ييز مسوولين په دغه ولايت کې د غور – هرات  لويې لارې د دويم لاين د رغولو خبر ورکوي.د غور د والي وياند شيخ عبدالودود حماس وايي چې د غور – هرات لويې لارې د دويم لاين سړک د رغولو چارې د ۳۵۰ کيلو مترو په اوږوالي د پښتون کوټ ولسوالۍ د زمان آباد له کلي څخه پيل شوې.حماس همدارنګه وويل چې د ياد سړک په رغولو سره به په ياده برخه کې د غور او هرات د خلکو ستونزې حل شي.دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د غور – هرات د لويې لارې د دوهم  لاين د رغولو چارې د خلکو او سوداګرو په شخصي لګښت د هرات د شهرک ولسوالۍ د دره تخت له کلي څخه پيل شوې وې او اوس هم دوام لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button