ټولنه او کلتور

د غور جام منار به د نړيوال ګرځندوی ستره جاذبه وي

اټکل دی چې راروان ۱۴۰۳ل کال به د جام منار د نړيوال ګرځندوی ستره او پراخه جاذبه وي. د دې وړاندوينې لپاره استدلال دا دی، چې يو خو په افغانستان کې سراسري امنيت ټينګ دی، دوهم د جام منار په اړه نړيوالې رسنې وخت ناوخت رپوټونه ورکوي، درېيم دا چې د جام منار د نړۍ دوهم هسک لرغونی منار دی چې ليدو ته يې ډېرو نړيوالو لرغونپوهانو او ګرځندويان انتظار ویسته او دغه راز د ګرځندوی لپاره اوس په افغانستان کې ښه فرصتونه رامنځته شوي دي. دې ته په کتو سره ښايي د جام منارليدو ته د نړيوال ګرځندوی جاذبه ډېره پراخه شي او د نړۍ ګڼ سيلانيان او ګرځندويان به د جام له منار څخه ليدنه وکړي.

په غور ولايت کې د جام منار په اړه ډېر څه ليکل شوي او همدا راز پرې ليکل کېږي. په ځانګړې توګه په هندي رسنيو کې د جام منار وخت ناوخت معرفي کېږي. جام منار د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په یوه لرې سیمه کې د هري سیند (هريرود) پر څنډه د غرونو په ښکلې نرۍ دره کې هسک ولاړ دی.

 په اصل کې د (منار) کلمه عربي ده چې [منارة] ورته وايي او دا د (څراغ) معنی ورکوي او همدارنګه د جومات څنګ ته جوړ شوي (برج) ته هم ويل کېږي چې (مؤذن) له هغه څخه مؤمنان د جماعت لمونځ ته (وربولي.)

 په هر حال، جام منار ۶۲ متره (۲۱۳ فټه) لوړ په ۱۱۹۰ کال کې جوړ شوی دی.

 د جام منار د څه ناڅه 60 نورو منارونو او برجونو په ډله کې ګڼل کېږي، چې د 11مې او 13مې ميلادي پیړیو ترمنځ په منځنۍ آسیا، هند، ایران او افغانستان کې جوړ شوي دي.

 جام منار د نړيوالو ميراثونو د لرغون پېژندنې برخې يا يونيسکو له خوا په 2002 کې په بریالیتوب سره د افغانستان د لومړي نړیوال میراث په توګه ثبت او ونومول شو.

 خو له بده مرغه دا منار د یونیسکو ادارې له خوا له خطر سره د مخ نړیوال میراث په لیست کې هم لیکل شوی دی.

 په ۲۰۱۴م کال کې بي بي سي راپور ورکړ چې جام منار د نړېدو له خطر سره مخامخ دی.

 جام منار د غوري واکمن يا سلطان له خوا جوړ شوی، د جام منار د نړۍ دوهم لوړ منار دی چې په بشپړه توګه له پخو خښتو جوړ شوی دی. د دغه منار لوړه غاړه په شنو کاشي ګانو ، پېچلې معمارۍ او په ځانګړي مهارت سره سينګار شوې ده.

 دغه راز په مينار کې لويه ډبره اېښودل شوې، چې پرې په عربي ژبه څه توري ليکل شوي دي او ځيني نومونه هم په کې شته.

دغه منار له سره تر پایه، په مستطيل بڼه ولاړ دی، څلور ګوټيزه جوړښت يې په زړه پورې دی ، ولونه، ستوري او نورشکلونه پرې په ښکلې او زړه وړونکې معمارۍ هنر په ډېر مهارت جوړ شوي دي.

د جام منار په ۱۹۷۰م لسيزه کې په نړيواله کچه هغه وخت مشهور شو، چې د افغانستان مرکزي ولايت غور ته د ګوتو په شمېر بهرنيان ورتلل. د دوی لپاره د جام منار يوه زړه راښکونکې ننداره وه.

 د هرېرود پر کيڼې غاړې، د پخو خښتو دا څلی په لوړوالي کې د نړۍ دوهم دنګ منار دی، خو له ټولو لوړ د ډېلي قطب منار دی چې هغه هم د غور د واکمنو ځای ناستو د جام منار د بدل په توګه د اوسني هند په پلازمېنه ډهلي کې جوړ کړی دی.

د جام منار خبر په لومړي ځل په ۱۸۸۶ م کې د يو انګرېز ټامس هولډيخ له خوا په نړيواله کچه خپور شو، دغه انګرېز د افغانستان او ايران تر منځ د سرحدونو ټاکلو لپاره ګومارل شوی و. خو تر ۷۰ کالو بيا هم د دغه منار په اړه لږ خلک خبر وو. په ۱۹۵۷ م کې فرانسوي لرغون پوهانو آندرې ماريچ، او ګاسټن وايټ د دې په اړه معلومات وليکل. په ۱۹۷۰ م کې ورنر هربرګ د دې چاپېره محدوده سروې وکړه او برتانوي لرغون پوه رالف پنډر ولسن د ۱۹۷۰ م په لسيزه کې دا ځای مطالعه کړ.

د شهرک په ولسوالۍ کې دا ګول منار د جام نومې سيمې کې په يو څلور ګوټيزه دوکانچه يا پليټ فارم کې له مځکې نه ۶۲ مېتره لوړ دی او د يوې اندازې له مخې دوولس زره پخې خښتې په کې کارول شوې دي. په دې کې دوه د لرګي ګېلرۍ او په سر کې يې د رڼا لپاره ځای جوړ دی.

د دې څلي د ښکلا لپاره رنګين کاشي (ټايلونه) او له خښتو ډيزاين او ورباندې کوفي او نسخ خط کې قراني آيتونه نقاشي شوي دي. د منار په سر کې د شهادت کليمه ليکل شوې ده، ورلاندې په دوو ليکو کې د سوره صف ۱۳ ايت ليکل شوی دی. په څلورمې ليکې کې د غياث الدين محمد بن سام نوم او د هغه القاب او په پنځمې ليکې کې په فيروزيي ټايلونو د غياث الدين محمد نوم او القاب په غټو او لويو تورو ليکل شوي دي.

د هګۍ په شکل اتو اړخونو کې دننه په نسخ خط کې د دغه مينار د مهندس يا انجنير نوم نقش دی چې نيمه برخه يې علي ابن . . . .لوستل کېږي. پر جام منار يوه بله کښل شوې ليکنه له ګچو نه جوړه ده چې ابوالفتح لوستل کېدای شي.

ورپسې بله ليکه د جالۍ اوبدلي ښکاري او د سوره مريم ايتونه دي. د منار شمال لوري ته کوفي خط کې نېټه ۵۹۰ هـ يا ۵۷۰ هـ لوستل کېږي.

ډاکټر رالف پنډرولسن باور لري چې دا څلی د غياث الدين غوري د ورور معيز الدين سام ( شهاب الدين) له خوا هغه وخت جوړ شو، چې په ۱۱۹۲ م کې يې د هند يو راجه پرتهوي چوهان ته ماتې ورکړه. پر منار هغه د وياړ لپاره د خپل ورور نوم نقش کړ.

د جام منار چاپېره په کيندنو کې د يوې ماڼۍ، کلا، د ګچو د يوې بټۍ (تنور) د يوې هديرې او د فيروز کوه د وران شوي ښار کنډوالې موندل شوې دي. داسې ښکارېده چې دا څلی د فيروز کوه له جامع جومات سره تړلی و، چې ابو عبید الجوزجاني د ليکنو تر مخه په سيلاب کې لاهو شو. دلته نورو پلټنو کې څرګنده شوه چې له منار سره نږدې د يوې لويې ودانۍ انګړ و ،چې په خښتو يې د اوبو نه پاتې شګې نښتې وې.

د خښتو په بټۍ کې ممکن د دغه څلي لپاره خښتي پخېدې او داسې ښکاري چې دا د فيروز کوه د پلازمينې يوه مرکزي نښه وه.

د غور واکمن له يوولسمې ميلادي پېړۍ راهيسې د افغانستان نه علاوه د ايران ختيځ او د هند لوېديځې سيمې په واک کې لرلې او له غزنويانو سره يې څو جنګونه هم وشول. دوی ترکي او فارسي ژبې نشوې ويلې او له نورو قومونو سره د اړيکو لپاره به يې ژباړونکي ځان سره وړل. د غياث الدين له مړېنې وروسته په غوريانو کې نور داسې واکمن پېدا نشول چې خپل سلطنت يې ژغورلی وای او د خوارزم (مرکزي آسيا) نه ورباندې حملې کېدې. په ۱۲۱۲ م کې چنګيز خان د بلخ او هرات په شان پر غور هم بريد وکړ.

د جام منار تر ډېرې مودې پر خپل ځای ولاړ و، ځکه غور د يرغلګرو له پامه وغورځېد، خو د زلزلو او د اوبو د نم له کبله دا څلی په رژېدو شو او ان چې شلمې پېړۍ کې يوې ډډې ته کوږ شو.

په ۲۰۰۲ م کې دا د افغانستان هغه لومړۍ تاريخي نښه وه چې يونيسکو ژغورلې سيمه اعلان کړه. اوس د جام منار د ړنګېدونکو تاريخي ودانيو په فهرست کې شامل دی.

” د غوريانو يو بل مهم منار په چغچران کې د “بېدان” نومي کلي کې دی. پر دغه څلي څه نومونه هم کښل شوي دي. د جام په سيمې کې په کشکک کلي کې يوه ډېره لويه ډبره ده چې پرې پرعربي ژبه څه توري ليکل شوي دي او ځيني نومونه هم په کې شته.

ښایي پښتانه کله چې د جنګ نه راوګرځېدل او خپل تاريخ ته يې پام شو، نو د جام منار تش عکسونه او هغه معلومات به پاتې وي چې د بهر نه راتلونکو راټول کړي دي.

ښايي د جام منار د ليدلو لپاره دا ځل ډېر بهرني لرغونپوهان، څېړونکي او ګرځندويان راشي او په دې توګه به د نوي کال په راتګ او د هوا په ښې کېدو سره دغه منار د ګرځندوی لويه او د بل هر وخت په پرتله ستره جاذبه وي.

شهبازخان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button