ټولنه او کلتور

د غور او بادغيس اوسېدونکي:د سېلابونو له امله ويجاړې شوې لارې دې ورغول شي

د هيواد په بېلابېلو سيمو کې د شويو اورښتونو له امله راوتليو سېلابونو د هستوګنې ګڼ‌ کورونه نړولي او د عامو سړکونو او لويولارو په ګډون يې بنسټيزو زېرمو ته هم سخت زيانونه رسولي دي.د غور او بادغيس ولايتونو يوشمېر اوسېدونکي او موټرچلوونکي د وروستيو سېلابونو له امله د دغو دوو ولايتونو د سړکونو او مواصلاتي لارو له خرابېدو شکايت کوي او د بيا پرانيستلو او رغولو غوښتنه يې کوي.

د هيواد په بېلابېلو سيمو کې د شويو اورښتونو له امله راوتليو سېلابونو د هستوګنې ګڼ‌ کورونه نړولي او د عامو سړکونو او لويولارو په ګډون يې بنسټيزو زېرمو ته هم سخت زيانونه رسولي دي.د غور او بادغيس ولايتونو يوشمېر اوسېدونکي او موټرچلوونکي د وروستيو سېلابونو له امله د دغو دوو ولايتونو د سړکونو او مواصلاتي لارو له خرابېدو شکايت کوي او د بيا پرانيستلو او رغولو غوښتنه يې کوي.دوی له حکومت او خصوصي سکتوره غوښتنه کوي ، چې د وروستيو سېلابونو له امله د زيانمنو شويو سړکونو او مواصلاتي لارو د بيارغونې لپاره جدي اقدام وکړي.د غور- هرات لويې لارې موټرچلوونکي محمدهاشم وويل:  (( موږ چې له هراته غور ته راتلو، ۱۷ساعته، ۱۸ساعته او ۱۹ساعته لاره وه ، چې دلته به راتلو، خو اوس چې سېلاب لاره خرابه کړې، له ۲۵ تر ۳۰ ساعتونو اوږده شوې.))د غور يوشمېر نور اوسېدونکي وايي: که څه هم دوی د سړکونو د بيا پرانيستلو او ترميم لپاره له خپلو امکاناتو کار اخيستی؛ خو په وينا يې، دغه سړکونه سخت خراب شوي او دوی نه‌شي کولای چې مواصلاتي لارې بېرته پرانيزي او خپل ناروغان د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته ولېږدوي.د غور يو بل اوسېدونکی رحيم‌الدين وايي:  (( هېڅ لاره نه‌لرو، څو ورځې کېږي ، چې هڅه مو پيل کړې ، چې دولتيار ولسوالۍ ته لاره وکړو، څو کومه قحطۍ کې چې ايسار يو، ترې  وژغورل شو. اسپرف کلي ته د موټرو هېڅ لاره نشته.))په همدې حال کې د غور او بادغېس ولايتونو چارواکي وايي: که څه هم د ولسواليو د موصلاتي لارو د بيا پرانيستلو او د عامو لارو د بيارغونې هڅې روانې دي، خو زياتوي چې سېلابونو لويې او زياتره مواصلاتي لارې سختې زيانمنې کړي او سيمه‌ييزې ادارې يې د جوړولو توان نه لري.د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس عبدالحى زعيم وايي:  (( د هرات-غور لويه لاره تراوسه بنده ده، د بيدان درې او جام مسير څخه تېرېږي او فيروزکوه سره د ځينو ولسواليو لارې هم تړلې دي. ډېرې لارې او لويې لارې ويجاړې شوي ،چې د محلي ادارې له وسه وتلې.))د بادغېس د والي وياند احمدجان حنظله هم وايي: (( د ولسواليو او ولايت ترمنځ لارې اسفالت نه‌دي او وروستيو سېلابونو هم خرابې کړي. خلک په ستونزه کې دي. د ټولګټو چارو د رياست چې څه ماشينونه دي، ټول د لارو پر جوړولو لګيا دي.))سېلابونو نه يوازې د غور او بادغيس لويې لارې او سړکونه ويجاړ کړي؛ بلکې د بغلان، سرپل، فارياب او نورو ولايتونو لويې لارې او سړکونه يې هم زيانمن کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button