
د غزې له قیامته د واکمنو ترذلته !
نه پوهېږو دابه خوب که ویښه، که رښتیا د دنیاپای اودانساني ژوندانه وروستۍ انجام وي، خو معلومېږي داسې چې داسلام ړومبۍ قبلې خواته په غزه کې خو واقعاً قیامت راغلی!
نه پوهېږو دابه خوب که ویښه، که رښتیا د دنیاپای اودانساني ژوندانه وروستۍ انجام وي، خو معلومېږي داسې چې داسلام ړومبۍ قبلې خواته په غزه کې خو واقعاً قیامت راغلی!
هلته خوکه له یوې خوا دوحشي صهیونیږم زور زیاتې او بدماشي له انتهایی حده وراوښتې ، بل لورته د مظلومو مسلمانانو پر بده ورځ د چاپېره ولسونو بې غوري، بې پروايي ،بې احساسې اوبې ننګي هم آن دتعجب له پولو تېره ده، هغه ولسونه چې له هرپلوه غزه والو سره یوتن او یووجود ګنل ګېږي ، یو یې دین اوعقیده ، یوه یې خټه اونسب، یوه ژبه او اقلیم ،یوه یې بڼه ،کلتور، جامه اوایکي یويې ارزښتونه اوتاریخ!
خو های افسوی له ګردو همدومره مشترکاتو سره سره یې د یادو مظلومانو پرمخ خپلې دروازې تړلې او نندارې کوي چې دوی په څومره یوه تنګه وړه سیمه کې د صهیونیستي قصابانو په لاس دبټ د نینو په شان ترکېږي ،وژل کېږي اودخپلو کورو ترچتو لاندې هدیرې ورته جوړېږي.
پرته له شکه دغزې خواوشا، آن لیرې اونږدې ټول عیاش او ډاران واکمنان قطعاً داسې مسخ شوي اوله انساني احساس اوعواطفو بې برخې شوي چې ان لاانسان ورته ویل هم کاملاً غلط دي. البته په دې لړ کې هېڅکله دانه ښايي چې مطلقاً دانساني خواخوږۍ اوبشري حقونو پراساس له اغیارو څه ګیله وشي ځکه هغوی خو درټلي شیطان مریدان اوڅښتن تعالی یې پر زړونو ټاپه وروهلې، خو داګیلې په هرصورت ګرد اسلامي امت ته متوجه دي،ځکه دا امت چې ځان مسلمان اودا یکي یو خدای بندګان بولي ،هماغه خدای(ج) يې ترمنځ دورورګلوۍ اړیکه ثابته کړې او دهراړخیزو خپل منځي حقونو ،خواخوږۍ اوپالنې سپارښتنه يې ورته کړې ده.
خوبیا هم ډېر افسوس چې څرنګه يې دخپل خالق اومالک یادې سپارښتنې شاته غورځولې اولايې هیڅ په کیسه کې هم نه دي. په دې کې څه شک نشته چې فلسطین کې له اته ميلیونه صهیونیستانو د ړومبۍ قبلې ژغورنه اصلاًدټولو دوه میلیارده مسلمانانو فریضه اومسؤلیت دی خو تعجب دادی چې که اسلامي احساسات مړه وي نو دور څېرمه امیرانو هغه عربي ملت پالنه څه شوه چې ډېرو نورو قومونو سره يې جنګونه اومرګونه پرې کول؟ په هر صورت بیا هم دځمکې پرمخ لروبرکې هرمسلمان فرد اقصی، غزې او اسلامي امت پورې اړوند هره قضیه کې تر خپلې خپلې وسې ذمه واري او مکلفیت لري. مثلاً له فلسطینه لیرې مسلمان ولسونه پردې ملکف دي چې خپل نظامونه بدل او پرځای يې صالح اومخلص قیادتونه راولي اوصالح قیادت بیا دا مسؤلیت لري چې نوروته غږ ورسوي، ويې هڅوي، ویښ يې کړي او وحدت ته يې راوبولي. همدغه راز زموږ افغانانو حاکمان هم یوازې په دې نه خلاصېږي چې څوبیانونه ورکړي او دظالمانو غندنه وکړي، بلکې ذمه واري یې دا ده چې د مختلفو اسلامي هېوادو له وزیرانو، سفیرانو، استازو یا لږترلږه … دیني علماؤ ، سیاستوالو اوټولنیزو مخورو شخصیتونو سره بحثونه اومشورې وکړي ،کاراوخوځښت ته يې وهڅوي او داسلامي اخوت اویووالي احساس يې را وپاروي، ځکه په اختلاف او ځان ځاني کې به ټول ذلیل او درپه دره خوکه وحدت اواخوت راژوندی شي،ټول به ښاغلي اوسرلوړي وي .
دټول اسلامی امت دیووالي په هيله