سرلیکنې

د غزې جګړه او منځني ختيځ کې د کړکېچ پراختيا!

د تېر ۲۰۲۳ ميلادي کال له اکتوبر مياشتې راهيسې د فلسطین د مقاومت کوونکي غورځنګ حماس او اسرائیلي اشغالګرو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د تېر ۲۰۲۳ ميلادي کال له اکتوبر مياشتې راهيسې د فلسطین د مقاومت کوونکي غورځنګ حماس او اسرائیلي اشغالګرو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.که څه هم د فلسطيني ملت او اسرائیلو ترمنځ جګړه اوسنۍ نه ده، بلکې څو لسيزې مخينه لري؛ خو دا ځل جګړه ډېره پرېکنده او خونړۍ ده او اسرائیلي اشغالګرو ته هم درانه زيانونه لري.

دا ځل د جګړې يوه بله ځانګړنه دا ده، چې يوازې د فلسطين او صهيونيستي اشغالګرو تر منځ نه ده محدوده ، بلکې لبنان، سوريې، يمن او ځينو نورو سيمو ته هم غځېدلې او لا هم د غځېدو په حال کې ده.

اشغالګرو اسرائیلي ځواکونو دا ځل دومره وحشتونه وکړل، چې د امريکا په مشرۍ لوېديځ يې هم له ټولو هڅو سره سره په توجيه او پټولو کې پاتې راغلی.

 غزه کې لسګونه زره خلک وژل شوي، څو چنده نور ټپيان شوي، په سلګونو زره بې کوره شوي او له سختې لوږې سره لاس او ګريوان دي او د دغه ګڼ مېشتي ښار له ۷۰ سلنې ډېرې وداني له منځه تللي.

د اسرائیلي اشغالګرو د وحشتونو په وړاندې که څه هم د اسلامي نړۍ د هيوادونو دريځ ډېر پيکه او بې رنګه دی؛ خو د يمن، لبنان او سوريې ځينې ډلې يې په وړاندې درېدلي او د فلسطیني ملت ملاتړ مخ په ډېرېدو دی.

اسرائیلو وړمه ورځ د سوریې پلازمینه دمشق کې د ايران پر کونسلګرۍ د ټولو منل شويو نړيوالو معيارونو خلاف بريد کړی، چې په پايله کې يې د ايراني ډيپلوماټانو په ګډون څو تنه وژل شوي دي.

دې بريد په سيمه او نړۍ کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي او ايران ګواښ کړی، چې په مناسب وخت او ځای کې به دغه بريد ته غاښ ماتوونکی ځواب ووايي.

له دغه وضعيت څخه ښکاري چې سيمه کې کړکېچ مخ په زیاتېدو دی، چې دا به نه يوازې د اسلامي هيوادونو په زيان وي، بلکې اسرائیل او امريکا به يې هم له زيانونو خوندي پاتې نه شي.

د سياسي چارو شنونکي په دې اند دي، چې د سختو ظلمونو له امله پر اسرائيلي اشغالګرو نړيوال فشارونه مخ په زیاتېدو دي او اوس امريکا هم نشي کولی، چې نور د اسرائیلو پر وحشتونو پرده واچوي او همدا لامل و، چې د ملګرو ملتونوغونډه کې يې غزه کې د سملاسي اوربند د ټینګېدو پرېکړه لیک ویټو نه شو کړای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button