سرلیکنې

د غزې جګړه؛ عربي نړۍ ته د تاریخ ستر پیغور!

امریکا او ځينې نور لوېديځ هيوادونه په ښکاره ډول د صهيونيستي رژيم نظامي او ډيپلوماټيک ملاتړ او پلوي کوي؛ خو اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول عربي هيوادونه بیا د فلسطینیانو په برحقه داعیه کې په شفاهي ، فزیکي او ډيپلوماټيکه بڼه چوپه خوله دي او د فلسطینیانو په ننګه او ملاتړ یې غوږونه کاڼه اچولي او يوازې غږ یې هم له خولې نه وځي.لازمه خو دا وه چې اسلامي نړۍ هم بايد د امریکا په شان، چې له اسرائیلو ملاتړکوي ، د فلسطینیانو په خوا پورې ولاړه وای او په غیرت سره یې د هغوی اوښکې ورپاکې او خپل ملاتړ یې ترې څرګند کړی وای.

که چېرې له کوم چا سره په ذهن کې دا دلیل موجود وي چې لومړی خو فلسطینیانو پر نیواکګرو اسرائیلو بريد کړی ، ځواب دا دی چې په حقوقي لحاظ فلسطینیان مجبور وو او دا یې مسلم حق و، چې پر اسرائیلو حمله وکړي، ځکه لسيزې کېږي چې اسرائیلو د ټولو نړيوالو معيارونو خلاف په زور، جبر او اکراه ، له کوم موجه دلیل پرته د فلسطین جغرافیه اشغال کړې او د دوی پر ارزښتونو داسې ملنډې وهي لکه فلسطینیان چې هېڅ راز  انساني حقوق نه لري، فلسطيني ملت اړ شو چې خپل لاسونه د صهيونيستي اشغالګرو او امریکایانو تېرې تورې ته د سپر په توګه ونیسي او له خپل حق او جغرافیې دفاع وکړي ، ترڅو به دوی د اسرائیلو له لاسه د ځان او خپل ولس د داسې مظلومیت او اهانت شاهدان اوسي لکه همدا اوس یې چې نړیوال مشاهده کوي.

 د نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو د نه پاملرنې له امله د صهيونيستي رژيم او مظلومو فلسطينيانو تر منځ روانه شخړه له لسګونو کلونو ناحل پاتې ده. همدا اوس هم چې پر فلسطینیانو د اسرائیلو له لوري له ټولو سخت وحشت روان دی، د نړۍ د هېوادونو مشران د دې پرځای چې پرېکنده عمل وکړي، د خبرو اترو او منځګړيتوب سلا مشوره ورکوي، خو کوم دي هغه غوږونه چې د منځګړيتوب دا برحق غږ واوري او یا دغه ظلم ته چې د نړیوالو ضمیر او وجدان یې په ټیټو سترګو د عدالت پر پوله نېغ درولي، د پای ټکی کېږدي، ټوله نړۍ ویني چې امریکا د اسرائیلو په خوا پورې داسې کلکه ولاړه ده ،چې د هېچا خبره نه اوري او اسرائیل هم د پردې ترشا پر هغه څه عمل کوي چې امریکا یې فرمایش ورکوي او په ظاهره نړیوالو ته په لفاظیو کې وایي چې دوی او امریکایان په هغه څه ښه پوهېږي، چې نړیوال پرې نه پوهېږي.

د امریکا له سیاست څخه په پیروۍ نن ټوله کفري نړۍ د مظلومو فلسطینیانو پر ضد په یوه خوله راپاڅېدلې ،نوځکه یې د امریکا او اسرائیلو بشري ضد اوانساني ضد کړنو ته د دغو مظلومانو پر ضد متزلزل دریځ خپل کړی، مانا دا چې که اسرائیلو په فلسطین کې بشري حقونه او انساني کرامت په هرڅومره لوړه کچه ترپښو لاندې کړی، دوی د آواز د پورته کولو حق نه لري، له ټولوعجیبه لا داچې بیا د بل هېواد لکه د افغانستان پر ضد د بشري حقونو د دغو مدعیانو رمباړې دومره لوړې وي چې ټوله نړۍ یې په یوه آواز، اوري. اسرائیل باید دا حقیقت درک کړي چې امریکا به تل د دوی په خوا پورې نه وي ولاړه ، داسې وخت به راشي چې د مرستو په قطار کې به د شهیدو شویو فلسطینیانو وینې غورځنګ جوړوي او له ظالمانو به خپل غچ اخلي ، خیر که نن اسلامي نړۍ دا جرئت له لاسه ورکړی، چې د فلسطینیانو کومک ته ورودانګي ، دغه ټکي ته هم باید اشاره وشي چې د آمریکا اوسنۍ ملګرتیا د اسرائیلو په ګټه نه، بلکې داسې به یې په زیان تمامېږي چې د دوی د نابودۍ سبب به کېږي، ځکه د الله جل جلا جلاله له ذات پرته نور هرڅه ابتداء اوانتها لري او هېڅکله د ظالم څراغ ترسبا پورې نه بلېږي .

 اسرائیل د منځني ختیځ په جغرافیه کې پروت هغه بدغونی قوم دی چې د خپل موجودیت په تاریخ کې درې ځلې قتل عام شوي، خو اوس یې یوځل بیا د هغی امریکا پر مټو چې نن یې ټوله نړۍ تر خپل سیاسي ، اقتصادي اونظامي نفوذ لاندې راوستې ده، داسې زور او قدرت موندلی چې نه تور ګوري نه سپین، په تکرار سره وایو چې د تاریخ د جبر په حکم به داسې وخت راشي چې د نړۍ په سیاست کې به بدلون راځي ، قدرتونه به بدلېږي د ځینو هېوادونو زور به کمېږي او د ځینو به زیاتېږي ، خو د تېرو، وختونو د مظالمو یادونه به د یوه ترخه یادګار په توګه د هرچا په ذهن کې موج وهي او د انتقام جذبې به راپورته کېږي. دا حتمي ده چې  اسرائیل به د دوی د ذاتي او فطري بدغونۍ له امله يو ځل بيا د تېر په څېر له سخت او ناوړه برخليک سره مخ کېږي؛ خو دغې جګړه کې د اسلامي هيوادونو او په ځانګړي ډول د عربي نړۍ کمزوری دريځ به د دوی لپاره د تاريخ له ټولو ستر پیغور پاتې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button