سرلیکنې

د غزې جګړه؛ د صهیونيستانو لپاره د سياسي ماتې لامل!

لسګونه کلونه کېږي، چې صهيونيستي رژيم د فلسطيني ملت په وړاندې ډول- ډول ظلمونه کوي او وروستی ځل يې د اکتوبر له ۷مې وروسته د پراخو هوايي او ځمکنیو بريدونو په ترڅ کې  نږدې ۴۰ زره بې ګناه ملکيان، چې لويه برخه يې ښځې او ماشومان وو، په شهادت ورسول، لسګونه زره نور يې ټپيان او د غزې ټول اوسېدونکي يې له خپلو سيمو وتلو ته اړ کړل.

د فلسطيني ملت پر سترو ځاني او مالي زيانونو سربېره صهیونیستي رژیم ته هم پراخ زيانونه واوښتل، په ډېپلوماټیک ډګر کې هم اسرائیل تر سخت نړيوال فشار لاندې او ورځ تر بلې له انزوا سره مخ کېدونکي دي. اسرائیل په یو داسې دولت بدل شوی چې کړنې یې د ډېرو نړیوالو بشري سازمانونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له خوا پرله پسې غندل شوي. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا د یوه نوي پرېکړه لیک تصویبول، چې د فلسطین د څارونکي حیثیت بدلوي، د اسرائیلو د سیاستونو په وړاندې یو انقلابي ګام دی. ډېر سیمه يیز سازمانونه هم په غزه کې د اسرائیلو له خوا د جنګي جنایتونو او نسل وژنې عملونه غندي.

اسرائیل، چې مشروعیت یې د نړیوال قانون په ډګر او په دېپلوماتیکه توګه د نړیوال سیاست په ډګر کې له قانوني پلوه له لاسه ورکړی دی، د نړیوال بشریت په وجدان کې هم خپل مشروعیت په بشپړه توګه له لاسه ورکړی دی. په داسې حال کې چې په غزه کې د نسل وژنې له امله په اروپا، امریکا او د نړۍ په ګڼوهیوادونو کې د اسرائیلو پرضد مظاهرې روانې دي، د اسرائیلو ملاتړو شرکتونو هم لاس ترې اخيستی. د مظاهرو دا څپه ډېره د پام وړ ده او په تېرو دوو لسیزو کې بې مخينې ګڼل کېږي.

د پایلې په توګه داسې ښکاري چې اسرائیل د مشروعیت په ژور بحران کې قرار لري. دا بحران له حقوقي پلوه د نړیوالې ډېپلوماسۍ  او د نړیوال بشري وجدان په اړخونو کې تجربه کېږي. د اسرائیلو لپاره دا خورا ستونزمنه ده چې دا مشروعیت بېرته ترلاسه کړي ،ځکه چې په غزه کې د هغې نسل وژنې پالیسي به هېڅکله د انسانیت له حافظې څخه حذف او پاکه نه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button