مقالې او تبصرې

د غزې او اسرائیلو ترمنځ د جګړې هېښوونکې پایلې

 وړمه ورځ (د ۲۰۲۳ اکتوبر ۷مه په ناببره توګه د حماس جنګیالیو لخوا د اسرائیلو پر پوځي مراکزو ناتاره او پراخ بریدونه پیل شول چې په لږ وخت کې یې لوی تحول راوست.

 وړمه ورځ (د ۲۰۲۳ اکتوبر ۷مه په ناببره توګه د حماس جنګیالیو لخوا د اسرائیلو پر پوځي مراکزو ناتاره او پراخ بریدونه پیل شول چې په لږ وخت کې یې لوی تحول راوست.

برید چې د هوا، ځمکې او کښتیو له لارې پیل شوی و، په کم وخت کې یې لویې سوبې ترلاسه، امنیتي مراکز، وسایط یې ونیول او په سلګونو یهودان یې ووژل؛ دغه راز ډېر یهودانو څنګلورو هیوادونو او آن ترکیې ته پناه یووړه، خو په ګاونډ مصر کې یې هم څو ککرۍ د هغه هیواد د نومیالیو لخوا د مرګ کندې ته ټیل وهل شوې.

دا د اسرائیلو په تاریخ کې لومړی دردوونکی ګوزار وه چې له مظلومو فلسطینیانو یې وخووړ او په لویه وارخطایۍ کې ولوېدل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اسرائیلي لومړي وزیر وویل چې د حماس ډلې لخوا د دغسې یوه لوی برید څخه یې هېڅکله ترمخه اطلاع نه وه ترلاسه کړې او آن داسې یې فرض هم نه بلله چې ګواکې فلسطینیان به یو وخت دومره جرئتمند کېږي، چې پر اسرائیلي وګړو په دغه کچه لوی او پراخ مرګوني بریدونه وکوي.

د برید تلفات شیبه په شیبه لوړېدل او د امریکا ولسمشر ورسره په هماغه شپه د ۶میلیارد ډالرو مرستې اعلان وکړ، چې په تعقیب یې هلته د جنګي الوتکو د لېږلو او نورو پوځي مرستو د اعزام ټټر هم وډباوو.

اسرائیلي قساوتګرو پر غزه باندې خپل پخواني ظلم ته یو ځل بیا دوام ورکړ، عام کورونه یې په نښه او په سلګونو ولسي وګړو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول.

د نړیوالو غبرګونونه متفاوت وو، غربي ټولنه په یو مخیزه توګه د اسرائیلو په څنګ کې ودرېده، ځینې اسلامي هیوادونو لکه افغانستان کویټ او… د فلسطین ننګه وکړه، خو هغو ته چې ډېره تمه وه لکه سعودي، مصر، ترکیه او… په اعراف کې پاتې شول، یواځې د جوړ جاړي لساني دعوت یې مخته یووړ او نور یې نه د دښمن او نه هم د دوست ننګې ته ظاهرا ودانګل.

داجګړه لا هم روانه ده او ښایي نوره هم خونړۍ شي، خو موخې،اهداف او وروستۍ  پایلې به یې څه وي؟

زه چې له تېرو څو کلونو راهیسې د فلسطین مظلومیت او د اسرائیلو ظالمانه وحشتونه څارم راته څرګندېږي، چې په لنډ وخت کې به دا جګړه یوه حل ته ونه رسېږي.

نن چې د فلسطین تربورو عربي هیوادونو په دغه هیواد کې د دفاع یو ځواک احساس کړ، ښایي نور یې د پوزې د ننګین پیزوان په توګه ونه شي زغملی او که علني نه وي، د پردې تر شا یې قوي ملاتړ د ځان دروند مسؤلیت وبولي.

ممکنه ده چې د امریکا لخوا په منځني ختیځ کې د اسرائیلو مخامخ پوځي ملاتړ ته که رام شوي عربي  دولتونه ځواب ورنه کړي، د عربي نړۍ د پراګنده ملتونو توند غبرګونونه له ځانه سره ولري.

له حماس څخه د ایران سیاسي او نور ملاتړ هم کولای شي، عرب په خپل منځ کې سره ووېشي، خو له موساد سره د سپاه پاسداران تړل شوی اړخ ښایي د دوی منځ کې خپل بړېڅي هم پیدا کړي.

که دا سناریو یوځل بیا تکرارېږي نو کېدای شي، په سیمه او نړۍ کې د مسلمانو او غیر مسلمانو پرګنو ترمنځ د فاصلې څرګند خط تېر کړای شي.

دا احتمال هم لرې نه دی چې د نړۍ ځینې لویو استخباراتي شبکو په ډېر مهارت سره جګړه په ختیځ کې د اروپا له پولو منځني ختیځ ته لېږدولې او هلته یې په نامرئي توګه د تطبیق پلان لري؛ څو په دې توګه د ایران او عربي هیوادونو+ترکیې ترمنځ ستونزو ته لمن ووهي.

څو اوونۍ مخکې چې امریکا او هم پیمانانو یې خپله غوسه پر فرانسه باندې سړوله او هلته یې له ځینو افریقایي هیوادونو سره اخته کول غوښتل، ښایي د دې پلان تر تطبیق وروسته یې په  bپلان کې د منځني ختیځ ګډوډي ته په نظر کې وي؛ چې دا به نه یواځې د  عربو د اتحادي قوت په ګټه تمام شي؛ بلکې ورسره به د امریکا او د هغوی د بړیڅو پر وړاندې د عرب نړۍ  عام وتام مخالفت او پارونې  هم له ځانه سره ولري.

داچې د اسرائیلو غوڅ اکثریت اتباع دوهم امریکایي تابعیت هم لري او امریکا یې هم داسې څرګند پوځي حمایت ته رادانګي، نو کیدای شي چې امریکا د ډېرو عربو په زړونو کې خپل  تر لاسه شوی رعب له لاسه ورکړي.

دا سناریوګانې هغه مهال احتمالي دي چې که عربي نړۍ فلسطین خپل خدوخال وبولي او که یې همداسې لکه نن چې غزه بې څوکه او بې کسه پریښې، پرېږدي، ښایي نور د عربو د زوال شیبې پیل او له خپلې سوریې، لبنان او آن ایران څخه د سني او شیعه په نامه مړې شوې سکروټې یې له داخله وزبېښي.

 خالقیار احمدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button