مرکې

د غزني د لرغونو ابداتو په اړه د شریعت ځانګړې مرکه

غزني، د اسلامي تمدن پلازمېنه

غزني، د اسلامي تمدن پلازمېنه

د داغستانۍ خاورې یو نوموتی شاعر رسول حمزه توف په خپل کتاب(زما داغستان) کې لیکي چې که یو څوک ستا معرفت غواړي، نو اړ دی چې ستا په تذکره او پاسپورټ اکتفا وکړي؛ خو کله چې د ملتونو او هېوادونو د شناخت خبره شي نو بیا یې شاعران، ادیبان، فیلسوفان، عالمان او نور نخبه وګړي راپېژني.

غزني هم د افغانستان د شناخت او پېژندګلوۍ په برخه کې مهم رول لوبوي. دغه ولایت په خپله غېږه کې د ابوریحان البیروني، حکیم سنایي، سلطان محمود غزنوي او… ساتلي چې موږ یې د افغانستان پېژندنې لپاره کافي ګڼو. د لرغوني غزني د لاسپړنې او ښې پوهې په پار مو ددې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حمیدالله نثار غږولی.

پوښتنه: غزني راته په دوو، دریو او یا که یوه پراګراف کې راوپېژنئ؟

نثار: د شریعت ټولو لوستونکو ته السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته. غزني، غزنه، غزنین په لغوي لحاظ د خزانې مانا لري. غزنی د افغانستان د تر ټولو زړو او بومي افغانانو استوګنځای دی. غزنی یعنې د اولیاوو، مړستون او ښار او غزنی یعنې د اسلامي تمدن پلازمېنه.

پوښتنه: غزني په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي تمدن پلازمېنه ونومول شوه. دغه مهال د غزني د ابدو د بیارغونې لپاره څومره بودجه راغله، څومره ولګېدې او که نا، دا هر څه تر شعاره محدود وو؟

نثار: په ۲۰۱۳ کې غزني د اسلامي تمدن پلازمېنه نومول یوه مناسبه کړنه وه. دغه مهال د غزني د لرغونو ځایونو بیارغونې او په ټوله کې د غزني د رغونې او پراختیا په موخه درې میلیارده ډالر ځانګړي شوي وو، خو زیاتره یې حیف و میل شول ‎او   پراخه فساد پکې وشو. هغه رغونې چې شوي هم بې کیفیته او ان اوسمهال له نړېدو سره مخ دي.

پوښتنه: ایا د هغه وخت کوم سند شته چې د هغه مهال د فساد کچه وښيي؟

نثار: دغه پروژه په ډېره لوړه کچه وه. که ووایم، د غزني د اطلاعاتو او کولتور ریاست خو پکې هېڅ برخه نه درلوده. حتی د اطلاعاتو او کولتور وزارت پکې یوازې د غړیتوب تر سطحې برخه درلوده. ددې پروژې د تطبیق پر مهال په لوړه کچه غبن شوی.

پوښتنه: دمګړۍ مو غزنې کې څومره لرغونې سیمې او ابدې ثبت کړي؟

نثار: غزنې کې اوسمهال د اطلاعاتو او کولتور ریاست د تاریخي ابداتو په مدیریت کې ۵۲ ابدې ثبت دي او همداشان ۱۰ لرغونې سیمې خوندي دي. باید یاده شي چې غزني یوازې همدومره تاریخي ابدې نه لري؛ بلکې موږ د نورو سیمو او تاریخي اثارو کشف تر لاس لاندې لرو.

پوښتنه: همدې پوښتنه کې پوښتنه لرم. موږ چې وګرځېدو نو زیاتره تاریخي ابدې او زیارتونه مو د غزني په مرکز کې ولیدل. په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې ددغسې سیمو څرک شته، څه مو ترلاسه کړي؟

نثار: هو، د غزني لرغوني او تاریخي ابدې یوازې تر مرکز محدودې نه دي؛ بلکې په ولسوالیو کې هم شته. څو نمونې یې: جغتو کې ګنبد بیګم، ده یک کې د سلطان شهاب غوري زیارت او همداشان نورې ګڼې تاریخي ابدې شته، خو زیاتره یې مرکز کې دي.

پوښتنه: درې یا پینځه لوی کارونه را په ګوته کړئ چې د اسلامي امارت په راتګ سره شوي دي؟

نثار: د آلوګل په نوم دودیزه کلنۍ مشاعره په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ثبت وه، خو نه وه نمانځل شوې. دغه مشاعره مو د لومړي ځل لپاره دود کړه. د ځوانانو انسجام او لاسنیوي ته کار شوی، رسنیو سره همغږي زیاته شوې، د تاریخي ابداتو په ساتنه او بیارغونه کې کوټلي ګامونه پورته شوي. یوازې تېرکال مو شپږ هغه تاریخي ابدې ورغولې چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ وې.

پوښتنه: د سلطان محمود غزنوي مقبره تر نورو شاهانه او باعظمته ده. مانا د پاچایانو مقبرې باید همداسې وي، ولې یې تر نورو ډېره ځمکه احاطه کړې ده؟

نثار: د سلطان محمود غزنوي دربار هم اوسني زیارت شاوخوا و او د غزنوي (رح) فیروزه باغ همدغه ځای ته ویل کیږي. مانا دی په خپل ځای کې دفن شوی او زیارت شاهانه ډول سره رغول شوی. سبک او جوړښت یې همغه پخوانی دی.

پوښتنه: سرتاسري امنیت د افغانستان ور د بهرنیو سلانیانو پر مخ پرانیست. اوسمهال دې ولایت ته د بهرنیو سیلانیو راتګ څنګه دی؟

نثار: د اسلامي امارت په راتګ سره ټول هېواد ته او په ځانګړي ډول غزني ته د بهرنیو سلانیانو په راتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په تېر ۱۴۰۲ کال کې غزني ته شاوخوا ۳۰۰ بهرني سیلانیان راغلي وو او دا د تېر کال او وړم کال په پرتله څو چنده لوړوالی ښیي. دا ارقام وخت په وخت لوړیږي. د ۱۴۰۳ کال په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۳۰ تنو له غزني لیدنه کړې او تمه ده د هوا په ګرمېدو او ښه کېدو سره دا ارقام لا لوړ شي.

پوښتنه:  سیلانیانو ته څه په نظر کې لرئ او بهرني سیلانیان غږوئ، څه وایي؟

نثار: بهرني سیلانیان له موږ سره ګوري. د دوی هغه مفکوره بدلیږي چې وړاندې یې له ځانه سره لري. دوی ځمکني واقعیتونه له نږدې ګوري او یو ښه پیغام له ځانه سره لېږدوي. د دوی هغه فکر بشپړ بدلون مومي چې له وړاندې یې د معرضو رسنیو په واسطه خپل کړی و. دوی له نږدې د اسلامي امارت کړه وړه ویني او ولس سره یې چلند له نږدې ویني.

سیلانیانو ته پوره کار کوو، اسانتیاوې به برابروو، معیاري هوټلونه او د منظم ټرانسپورټ په رامنځته کوونې سره بهرني سیلانیان به لا ښه جلب کړو.

پوښتنه: نادولتي رسنیو سره تماس کې یئ، کومې ژمنې یې درکړي؟

نثار: هو، نادولتي بنسټونو سره مو اړیکې شته او دلته عملا کار کوي. د بېلګې په ډول د اغاخان فرهنګي بنسټ له خوا د باباجي جومات بیارغونه (چې غزني کې د مسلمانانو لومړی مسجد بلل کیږي) همکاري کوي. له نورو نادولتي بنسټونو او موسسو سره هم کار کوو. د ځوانانو برخه کې او نورو… دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ په ښوونیز مرکز کې هم راسره نادولتي بنسټونه همکار دي.

پوښتنه: د غزني بالاحصار د نړېدو په حال کې دی. څه ترلاس لاندې لرئ؟

نثار: د غزني بالاحصار درې زره کلنه مخینه لري. اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مو یې خبره شریکه کړې، له نورو نادولتي بنسټونو سره په تماس کې یو. زموږ ساتونکي وخت ناوخت ترې لیدنه کوي. خو بالاحصار په لوړه کچه توجو غواړي، که نه خدای مه کړه د نړېدو امکان یې شته.

پوښتنه: څومره ډاډه یې چې خپلسرې کېندني دې نه کیږي؟

نثار: د اسلامي امارت په راتګ سره د لرغونو سیمو په ساتنه او خوندیتوب کې د پام وړ کار شوی. خو دا به کافي نه وي. غزني کې صفردولس قطعه نشته، چې وزارت نه مو یې غوښتنه کړې ده. باید قطعه راکول شي چې لا ښه مطمین شو.

پوښتنه: وړاندې مو ما ته وویل چې غزني کې د اهل هنودو هېوادوالو درې درمسالونه شته. ایا دوی اوس هم خپل مذهبي مراسم ترسره کوي؟

نثار: هو. زاړه ښار کې دوی درې معبدونه لري چې په ازاده توګه خپل مراسم پر مخ بیایي. په ټوله کې دوی شاوخوا شپږ درمسالونه لري. دوی په ازاده توګه د خپلو عباداتو او ځانګړو مراسمو په لمانځلو کې ازاد دي.

پوښتنه: له اسلامي امارت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مو لویې غوښتنې کومې دي؟

نثار: غزنی هراړخیزې پاملرنې ته اړتیالري. د لرغونو اثارو د خوندیتوب په برخه کې د وزارت جدي اړتیا ده. د رسنیو په برخه کې، د بودجې او نورو برنامو برخه کې غزني ولایت هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.

خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button