
د غرب پر وړاندې اصلي ستونزه اسلام دی !
دا چې افغانستان کې د وارسا او ناټو له ماتېدو وروسته د هغوی داخلي اجیران هم په شرمو وشرمېدل، وتښتېدل او د هېواد واک اصلي وارثانو او د ملت رښتینو بچیانو ته په لاس ورغی، دا پېښه د لوېدیځ سیاسي واکمنو کړیو ته ځکه د منلو او زغملو نه وه چې انتهايي زیات ځاني او مالي مصادف یې عبث لاړل.
دا چې افغانستان کې د وارسا او ناټو له ماتېدو وروسته د هغوی داخلي اجیران هم په شرمو وشرمېدل، وتښتېدل او د هېواد واک اصلي وارثانو او د ملت رښتینو بچیانو ته په لاس ورغی، دا پېښه د لوېدیځ سیاسي واکمنو کړیو ته ځکه د منلو او زغملو نه وه چې انتهايي زیات ځاني او مالي مصادف یې عبث لاړل. همدا وجه ده چې د هغوی ګردو زړونه له غوسې او حسده ډک دي او پرته له دې چې د افغانانو پر خلاف د بدۍ خولې خلاصې کړي، نورهېڅ نه دي ورپاتې، دوی شپه ورځ لګیا دي، خپل ټول تبلیغاتي ماشین یې په کار اچولی، دروغجن پروپاګند، بې اساسه تورونه، منفي خبرونه، د خلکو ترمنځ اختلاف، بې باوري او شیطانت ایجادول یې ورځنۍ بوختیا ګرځولې او غواړي چې په همدې توګه فقط د خپلو خولو پوکیو سره د اسلام سپېڅلي دین او الهي لارښوونو ډېوه مړه او بالآخره د نړۍ ولسونه د خپل ځان په شان د طاغوت پیروي ته ور وبولي، خو حقیقت دا دی لکه څرنګه چې څښتن تعالی وعده کړې هغوی به خپل مالونه د الهي دین په ختمولو او د خدای جل جلاله له لارې د انسانانو په ایسارولو کې مصرفوي،خو هېڅکله به مطلوبه نتیجه ترلاسه نه کړای شي او اخر پای به پرخپلو لګښتونو او هلو ځلو سخت خپه او پښېمان وي. همدارنګه دوی غواړي چې د خپلې خولې په پوکي سره د الهي دین رڼا تته او مړه کاندي، خو پاک خدای به یې دا ډول ارمان نه پوره کوي، ځکه ښکاره ده چې دا مهال د اسلام سپېڅلي دین عمر که له حضرت آدم علیه السلام نه یې راونیسو زرګونو کلونو او که له حضرت محمد(ص) نه یې وګڼو هم پنځلسمې پېړۍ ته رسېدلی، خو دغه دین د معاندو کفارو له هر اړخیز مخالفت سره سره لاهم د زیاتېدو او خپرېدو په حال کې دی، چې د بېلګې په ډول افغان ولس بیا د ننه خپل هېواد کې د اسلام او مسلمانانو د ختمولو او بې لارې کولو په هدف د نړۍ د خورا سترو زبرځواکونو د بې درکه ډېر زور او وسایلو د استعمال شاهد دي، خو له دې سره سره ډېر د شکر ځای دی چې لاهم زموږ مېړنی ولس د نورو ملتونو په نسبت خپلو ارزښتونو او عقایدو ته لا ډېر ژمن او ملتزم دي. په دې اساس ویلی شو چې که د نړۍ بې دینو او مغرضو کړیو د ناروا او شیطاني پروپاګند په مقابل کې د هغوی د نظامي یرغل په شان چلند خپل کړو، صبر وکړو، اعراض وکړو او هېڅ ارزښت ور نه کړو، هیله ده په دې ډګر کې به هم بالآخره موږ بریالي او هغوی ماتېږي، بیا به دلته هېڅوک هم د هغوی خبرې نه اوري او نه به کوم ارزښت ورکوي، البته په دې ډګر کې د کامیابۍ لپاره له ټولو مهمه وسيله داده چې موږ خپل اعمال سم کړو، په ځان کې الله تعالی نه د رښتینې وېرې احساس پیدا کړو او د هغه د مخلوق خدمت او ورسره ښېګڼه لوی عبادت او غوره ثواب وګڼو او له رښتینو سره مله و اوسو، یقیناً همدا زموږ د بري یوازېنۍ لاره ده.