سرلیکنې

د غرب له سیاسي او اقتصادي ادارو د نېکۍ هیله بې ځایه ده!

د افغانستان بانک سرپرست او د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير د ملګرو ملتونو اړوند مسؤلینو سره په جلا جلا کتنو کې د افغانستان پر بانکي سیستم د بندیزونو لرې کولو او په زراعتي برخه کې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې پرمرستو ټینګار کړی.

د افغانستان بانک سرپرست او د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير د ملګرو ملتونو اړوند مسؤلینو سره په جلا جلا کتنو کې د افغانستان پر بانکي سیستم د بندیزونو لرې کولو او په زراعتي برخه کې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې پرمرستو ټینګار کړی. البته زموږ د یادو ادارو دغه غوښتنې ترکومه چې د دوی مسؤلیت ګڼل کېږي، پر ځای او معقولې ښکاري، خو بل لورته بیا تردې لا ډېره زیاته مهمه داده چې د افغانستان ټول حکومت او رعیت باید په ژوره توګه دا حقیقت درک او بیا یې د زړه تل ته ورسوي چې د غربي نړۍ سیاسي او اقتصادي ادارې او ټولنې به هېڅکله نه داسې کوم ګام واخلي چې زموږ هېواد پرمختګ او بسیاینې ته رسوي او نه به آن په بشري مرستو کې داسې کوم پروګرام تطبیق کړي چې زموږ تولید او پیداوار ورسره زیات شي. پردې مفهوم باید زموږ د فرد، فرد یقین او باور پوخ او آن زموږ د ایمان برخه وګرځي چې نه یوازې غرب بلکې زموږ ګاونډیان او د چم او سیمې هېوادونه هم موږ پر خپلو پښو درېدلی نه شي لیدای. زموږ اصلي موخه داده چې له مختلفو نړیوالو ادارو سره زموږ د ځینو مشرانو او مسؤلینو لیدنې کتنې او له هغوی نه څه غوښتنې کول باید د دې باعث نه شي چې زموږ سر کاري اړونده ادارې او عوامي حلقې په رښتیا سره له اغیارو د څه خیر او ښېګڼې تمه زړه ته واچوي او د هغوی مرستو ته منتظر پاتې شي. بلکې  اوس د ټول افغان ولس، مشرانو او کشرانو ته دا لازمه ده چې يوازې په خپل هوډ، همت او خپلو مټو د خپل هېواد ابادولو، د پردیو له احتیاجه ځان خلاصول، خپل پت، عزت او خپلواکي ساتلو او له نورو سره د یوه سیال په توګه ژوند کولو اراده وکړي. په دې لړ کې زموږ مکلفیت دا هم دی، چې خپل عام ولس ته دغه مفهوم په ژوره او مفصله توګه ورسوو او د هغوی زړونه او ذهنونه پر دې قانع کړو چې که په ژوره توګه فکر وکړو، نوآن د نړیوالې ټولنې په همدغو موجوده بشري مرستو کې هم کوم خیر نشته. خیر لا څه چې پرته له شکه زښته ډېر زیانونه هم ترې پیدا کیږي. بناءً ډېره هڅه په کار ده چې له پردیو څخه د خیر او نېکۍ ټولې هیلې راغوڅې او خپلې  ارادې سره پر خپلو موجوده ممکنو وسایلو، خپلو عقلونو او خپلو مټو متمرکزې او خپل کار او زیارته ښه په مېړانو ملا وتړو. ښایي په دې توګه موږ او ځورېدلی او بې وزله ملت له موجوده بې وسۍ، خوارۍ، کمزورۍ او بدرنګۍ وژغورل شي او په سوکالۍ او خوشالۍ له خپل نغري راتاو او له خپل هېواده خوند واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button