اقتصاد

د عينکو  د مسو کان پروژې عملي چارې ژر پيلېږي

د بين الوزارتي کمېټې په ناسته کې، د مس عينک کان د استخراج د عملي کار پر پيل ټينګار شوی دی.باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې ويل شوي؛ په دې ناسته کې چې د کانونو او پټروليم وزارت د سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي، د افغانستان بانک د رئيس هدايت الله بدري، د ا طلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ د معين مولوي عتيق الله عزيزي او د مس عينک کان د قراردادي مسئولينو په ګډون ترسره شوه؛ د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د يادې پروژې پر ارزښت خبرې کړي او د مس عينک کان د استخراج د عملي کار پر پيل يې ټينګار کړی دی.په ورته وخت کې، د مس عينک کان قراردادي مسئولينو د پروژې د عملي کار د پيل ژمنه کړې او ويلي يې دي:  (( زموږ شرکت په خپلو ژمنو ولاړ دی او ژر به د يادې پروژې عملي کار پيل کړو.))د مس عينک کان د هيواد په کچه له لويو او مهمو کانونو څخه دی چې د عملي کار په پيل سره به يې زيات شمېر هيوادوالو ته د کار زمينه برابره شي او د هيواد په پرمختګ او ځان بسياينې کې به مهم رول ولوبوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button