دینی لیکنې

د عمري عدل او سیرت لنډه ننداره

له ځان سره يې فکر کاوه:

ـ دا ټول زما له لاسه، په ولس کې کرکه خپره شوه، خپل خپلوان مو سره بېل شول آن تر حبشې ورسېدل، بايد ختم يې کړم.

توره يې په پوښ ومنډله، روان شو، په لاره کې یو مسلمان په مخه ورغی، له حرکاتو يې پوه شو، ويې پوښت:

ـ چېرته یا عمر؟

ـ ځم، چې محمد ختم کړم!

سړي فکر وکړ، چې دی باید ناوخته کړم، تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته احوال ورکړم، ورته ويې ويل:

ـ چې داسې ده نو لومړی يې له خپل کوره را پیل کړه، خپلې خور دې دين پرېيښی!

منډه يې واخیسته، له دروازې سره پښه نیولی شو، د خور او اوښي غږ يې راته چې یو بل څوک ورته قرآن لولي، دروازه يې په زوره ور پورې وهله، هغوی خپل استاد او د قرآن پاڼې پټې کړې، ده بې له پوښتنې په خپل اوښي د سوکانو ګزارونه پيل کړل، خور يې د خلاصون هڅه وکړه، زورورې څپيړې يې له ځمکې وویشته، سړی حیران شو، په يوه ښځينه يې لاس پورته کړ! د خپلې خور مخ يې په څپیړه وواهه!

له جګړې يې لاس واخیست، په سوچ کې کېناست، حیران و، چې هغه څه ، چې خور يې د ده د وهلو وړ وبلله، زړه يې نرم شو، خپل اوښي او خور ته يې مخ کړ:

ـ هغه تاسې چې لوستل، ماته يې هم راواوروئ!

هغوی زړه نا زړه قرآن ورته پیل کړ، سړی ورو  ورو نرمېده، ويې ويل:

ـ محمد چېرې دی؟ زه ورځم!

د ده د خور او اوښي پټ شوي استاد رامنډه کړل:

ـ مبارک، ستا په حق کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دوعا قبوله شوه.

دی په سوچ کې شو، وړاندې هم ورته چا د مکې په یوه کوڅه کې ويلي وو، چې ستا په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا کړې، چې په ابوجهل او عمر کې یو را مسلمان کړې!

                 د غره بېخ ته له نورو ګوښه دا د ارقم ابن ارقم رضی الله عنه کور و، چې د اسلام لومړنۍ مدرسه وه، اصحاب کرام رضی الله عنهم اجمعین په خپل استاد راټول وو، له دروازې يې غږ واورېد، یوه یې تر چوله ور وکتل، په ډار يې وويل:

ـ عمر دی، توره هم ورسره ده!

حضرت حمزه رضی الله عنه وفرمايل:

ـ را پرې يې ږدئ، که يې په نيت کې بدي وه، په خپله توره به يې ووژنم!

دروازه يې ور خلاصه کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ګرېوان ونیو:

ـ ای د خطاب زویه! هغه وخت نه دی راغلی چې حق درک کړې!

ده وویل:

ـ اشهد ان لا اله الا الله او اشهد ان محمدا رسول الله

دغه ګوښه او، غلې مدرسه د تکبیر زورورو نارو پر سر واخیسته، نور د دې مدرسې پټ فعالیت په ډاګه شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم غریب خلک کورونو ته ولېږل چې جنجال ورته جوړ نه شي.

څلوېښت تنه په دوو صفونو کې د اسلام له لومړنۍ مدرسې را ووتل، د یوه صف په سر کې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه، د بل صف په سر کې حضرت حمزه رضی الله عنه، رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په منځ کې روان و، لا اله الا الله او د تکبیر ملکوتي غږونو ته د مکې معظمې کوڅو خندل، دا لومړی ځل و، چې په دومره جوش او پوره ازادۍ د کلمې غږ پورته کېږي.

خلافت: عیینه په جاهلیت کې پر کم عقلۍ مشهور و، خو پر دې سربېره په خپله قبیله کې ډېر منلی و، ځکه خو له ایمان وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دی هم په هغه لیست کې شامل کړی و، چې «مؤلفه القلوب » بلل کېږي او د غنایمو په وخت کې به دوی ته ډېر شی ور کول کېدل، چې اسلام پرې لا غښتلی شي.

د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه په وخت کې يې د یوې شاړې دښتې د غوښتلو وړاندیز وشو او ويې ویل چې که د خلیفه له خوا د دې ځمکې قباله ورکړل شي دی يې د ابادولو ټټر وهي، حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه هم فکر وکړ، چې دا ځمکه د کوم معلوم شخص نه ده، چې دی يې ابادوي ور به يې کړو، په شاهدانو کې يې د حضرت عمرفاروق رضی الله عنه نوم هم ور ولیک، پر نورو شاهدانو سربېره يې ورته وفرمايل:

ـ ورشه! چې عمر هم خپله امضا پرې وکړي!

سړی قباله په لاس د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه کور ته ورغی، ويې ولیدل چې هغه مبارک د خپل کور په کاګل کولو لګیا دی، ده کیسه ورته بیان کړه، هغه وفرمایل:

ـ قباله کومه ده؟

ـ دا ده.

ـ راکړه!

سړي هغه ټوټه ورکړه، چې قباله پرې لیکل شوې وه، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خپل کور په کاګل کې تر خټو لاندې کړه، عیینه ته يې وویل:

ـ ځه! له ما سره دې هیڅ نشته!

سړی حیران شو، ګټلې ځمکه يې له ګوتو ووته، د خلیفه دربار ته ورسېد:

ـ یا خلیفه! ته خلیفه يې که عمر؟

حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه له پوهېدو وروسته ورته وویل:

ـ چې هغه ونه منله، نو زموږ نه ده خوښه!

په دې وخت کې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه هم نبوي جومات ته ور ورسېد، حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته يې مخ کړ:

ـ دا ځمکه ستا ده؟

ـ خو د شورا له غړو سره مې مشوره وکړه!

هغوی ته يې مخ کړ:

ـ دا ځمکه ستاسې د پلار ده؟

هغو وویل:

ـ نه!

ـ نو بیا مو ولې دې سړي ته ورکړې ؟ دا د ټولو مسلمانانو ګډه ځمکه ده او تاسې غوښتل یو تن ته يې د ټولو مسلمانانو له خوښې پرته ورکړئ!

عیینه ته يې مخ کړ:

– ای عیینه! د مسلمانانو په ضعف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاته هديې درکولې، اوس اسلام قوي شوی،هغه د «مؤلفه القلوب » وختونه لاړل، په والله که دې مجبور کړم، حلال به دې کړم!

                 سړی په غوسه و، نور يې زغم ځواب ورکړی و، آن نبوي جومات ته هم ولاړ نه شوای، نېغ د اميرالمؤمنین کور ته ور روان شو، چې دروازې ته ورنږدې شو، د امیرالمؤمنین د مېرمنې غږ يې واورېد چې پر هغه غوسه ده، سړی ګنګس شو، بېرته تر خپلې دعوې تېر شو، د خپل کور په خوا روان شو، په دې وخت کې امیرالمؤمنین له کوره راووت، پوه شو، چې سړی زموږ له کوره بېرته ګرځېدلی، پسې غږ يې کړل:

ـ څه دې ویل؟

ـ هیڅ، زما مسئله حل شوه.

امیرالمؤمنین سړی راټينګ کړ، هغه وویل:

– یا امیرالمؤمنین! ما غوښتل په خپله ښځه عریضه وکړم، هغه له ماسره کور کې ډېر جنجالونه کوي، خو چې ستاسې په کور کې مې ستاسې د مېرمنې غږ واورېد، نو ما وویل چې پر اميرالمؤمنین خپله ښځه غږ لوړوي، نو زه څوک يم!

ـ ګوره! ښځه زموږ کالي رامینځي، کور پاکوي، پخلی راته کوي، د دې ټولو په بدل کې موږ دې ته د خپل غږ د اوچتولو حق ور نه کړو!؟

                 په نبوي جومات کې يې خلک را ټول کړل، خلک حیران و، چې په دې ناڅاپي وخت کې امیرالمؤمنین موږ ته څه وايي.

منبر ته وخوت، له حمد او درود وروسته يې وویل:

– اې خلکو! که تاسې زه لیدلی وای، که په هغه وخت کې راسره وای، نو زه په یوه موټي خورما شپون وم، ما په يوه موټي خورما د بنو مخزوم پسونه څرول!

له منبره ښکته شو.

عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه زړه وکړ، ورته يې وفرمايل:

ـ ای اميرالمؤمنينه! دا مو څه وویل، دا ټول خلک مو د دې يوې خبرې لپاره را وغوښتل!

– له ځان سره ناست وم، ما ویل چې ته اوس اميرالمؤمنين يې، نفس مې تکبر وکړ، ومې غوښتل چې نفس ته خپل حیثیت ور وښيم، چې غرور رانه ونه شي.

                 د قاهرې بازار کې به سړي له عامو خلکو داسې پوښتنې کولې، چې شکونه يې ور اچول، مصر کې اسلام نوی په پښو درېدلی و، د مصر والي پلازمېنې مدينې ته لیک ولېږه، امر ورته راغی، چې سړی لاس تړلی را ولېږه.

                 اسیديغ ته يې مخ کړ:

ـ تا پلانۍ، پلانۍ او پلانۍ پوښتنې کولې؟

ـ هو یا امیرالمؤمنين، اوس يې ځواب راکوئ؟

ـ هو.

غږ يې کړل:

ـ جلاده!

سړی دربار ته حاضر شو، امر يې ورته وکړ:

ـ بويې ځه او ويې وهه!

بله ورځ ورته وویل شول:

ـ یا اميرالمؤمنين! اسیدیغ جوړ شوی!

ـ را يې ولئ!

سړی له اسیدیغ سره حاضر شو، ورته ويې فرمايل:

ـ جوړ شوې!

ـ هو!

جلاد ته يې مخ کړ:

ـ بو يې ځه او ويې وهه!

درې ځلې دا ډول تکرار شول، بله ورځ سړی حاضر شو، هماغه فکر يې له سره تښتېدلی و، څو کاله وروسته چې کله د حضرت علي کرم الله وجهه په وخت کې فتنې سر را پورته کړ، له ده څخه پوښتنې هم د فتنه ګرو په خولو کې وي، چا په ده زېری وکړ، چې ستا خو اوس نوبت دی، رارسېږه، اسیدیغ ملا ته لاس ونيو:

ـ ماته یوه سړي داسې درس راکړی، چې بیا به په ژوند د فتنې په کارو کې ګوتې ونه وهم!

                 په بازار کې يې په نورو مالونو کې هم سترګې ورغړولې څو اوښان تر نورو ډېر چاغ ورته ښکاره شول، پوښتنه يې وکړه:

ـ دا د چا دي؟

ـ دا ستا د زوی دي، ای امیر المؤمنینه!

خپل زوی ته يې غږ کړل، را ويې وغوښت:

ـ دا اوښان د امیرالمؤمنين دي؟

ـ نه، ای اميرالمؤمنينه! دا مې خپل دي، وامې خیستل، په څړ ځای کې مې وڅرول، ومې ساتل اوس يې خرڅوم!

– یا عبدالله! ستا اوښان تر نورو چاغ دي، خلکو به ويل چې دا د امیرالمؤمنين د زوی اوښان دي، ښو وښو  اوبو ته يې ور پرېږدئ!

ده وويل:

ـ دا تجارت خو ټول کوي!

ـ ستا اوښان تر نورو ځکه چاغ شوي چې خلکو ستا د اوښانو لحاظ ستا په خاطر او ستا لحاظ يې زما په خاطر کړی، یا عبدالله! خرڅ يې کړه، خپلې پیسې دې ترې در واخله، ګټه ټوله بیت المال ته وسپاره، چې د ټولو مسلمانانو  حق دی!

                 د سهار په خړه کې لمانځه ته روان شو، په محراب کې ولاړ امام د مقتدي تر ګوزار لاندې راغی، امام راپریوت، سړي منډه واخیسته، خلکو راګیر کړ، خپله توره يې خيټې ته برابره کړه، پرې څملوست تر ملا يې ووته، ده وپوښتل:

ـ چا ووهلم؟

ـ ابولؤلؤ؛ ای امیرالمؤمنینه!

شکر يې ویوست، چې د کوم مسلمان له لاسه شهید نه شو، زوی ته يې مخ کړ:

– له ام المؤمنین حضرت عایشې رضی الله عنها نه اجازه واخله، چې امیرالمؤمنین نه؛ عمر ستا په حجره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه تر څنګ ځای غواړي.

دادمحمد ناوک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button