دینی لیکنې

د علي رضي الله عنه صفات

له ابو صالح نه روايت دی چې معاويه بن ابو سفيان، ضرار بن ضمره ته وويل:

د علي صفات راته بيان کړه!

 هغه ورته وويل: که دې بښلی وای ښه وه! معاويه ټينګار وکړ چې خامخا يې راته بيان کړه.

ضرار بن ضمره وويل چې دغسې ده، نو قسم په الله چې علي د لوړ هدف او قوي عزم خاوند و،خبرې يې ځانګړې وې او فيصلې يې د عدل په اساس کولې، علم او پوهه ورنه خورېده، غږيدا يې په حکمت وه، له دنيا تښتېده، په شپه او تياره کې به يې له الله ﷻ سره راز و نياز کاوه، قسم په الله، ژړا يې ډېره وه، تفکر يې زيات و، خپل ځان ته به يې خطاب کاو، د ځان لپاره يې ځيږه جامه او سپور خواړه خوښول، قسم په الله، لکه زموږ عادي وګړی، چې څه به مو ورنه وغوښتل راکول يې او چې دعوت به مو کړ دعوت يې مانه، له ډېر نژدېوالي او ډېر شناخت سره سرہ موږ د هغه په حضور کې د هغه د هيبت تر تاثير لاندې وو او خبرې مو نشوای ورسره پيلولای،

 که به يې وموسکل تا به ويل پيلې ملغلرې ښکاره شوې، ديندارو خلکو ته يې درناوی درلود او له مسکينانو سره يې مينه لرله، قوي ورته په باطل کې د مرستې طمع نه لرله، ضعيف يې له عدله نا اميده نه و، د الله ﷻ  په وړاندې شاهدي وايم چې يو وخت مې وليد، شپه پخه وه، ستوري په ځلا وو، علي په محراب کې ولاړ و، خپله ږيره يې نيولې وه، د زخمي چيچل شوي انسان غوندې څنګ په څنګ کېده او د غمجن غوندې يې ژړل، اورېدل مې او داسې يې ويل: «اې دنيا! اې دنيا! په ما دې تعرض کړی او که زما لپاره راغلې يې؟ ډېره لرې ده، ما نه شې تېر ايستلای، ورځه چېرته بل څوک تېر باسه، ما درته دری طلاقونه درکړي دي، رجعت په کې نشته، ستا عمر لنډ دی، زندګي دې له سپکاوي ډکه او خطر دې لوی دی، افسوس چې څوری کم دی، سفر دراز دی او لاره
وحشتناکه.

ضرار وايي د معاويه اوښکې وريدلې، تردې چې په ږيره يې روانې شوې، هڅه يې وکړه چې په لستوڼي يې کابو کړي،خو ونه توانېد، ناست خلک په ژړا کې ډوب شول…

بيا معاويه وويل: الله ﷻ دې په ابو الحسن رحم وکړي، قسم په الله چې دغسې شخصيت و.. ای ضرار! ته څومره ورباندې غمجن يې؟ ضرار وويل: لکه هغه مور چې بچی يې په غېږه کې ووژل شي او هېڅکله له غمه ارام نه شي موندلای…

( ۱ ) ﺃﺧﺮﺟﻪ ﺃﺑﻮ ﻧﻌﻴﻢ ﻓﻲ ﺣﻠﻴﺔ اﻷﻭﻟﻴﺎء ۱/۱۲۶

صفةالصفوة لابن الجوزي

رضي الله تعالی عنهم

مولوي عبرالرقیب رقیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button