مقالې او تبصرې

د علم مقصد انساني ژوند اسانه کول دي

یو غلط فکر چې زموږ په ذهن کې روزلی فکر کوو څه چې په کتاب کې دي هغه علم دی او له کتاب بهر نور څه ته د علم په سترګه نه ګورو د همدې لپاره د نورو ټولنو د ژوند د تجاربو پېښې راته علم ښکاري په داسې حال کې چې علم لکه ونې او بوټي د ودې او حاصل لپاره خپل خپل اقلیم لري، یعنې ټولنیز، فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او نورو شرایطو ته اړتیا لري.

یو غلط فکر چې زموږ په ذهن کې روزلی فکر کوو څه چې په کتاب کې دي هغه علم دی او له کتاب بهر نور څه ته د علم په سترګه نه ګورو د همدې لپاره د نورو ټولنو د ژوند د تجاربو پېښې راته علم ښکاري په داسې حال کې چې علم لکه ونې او بوټي د ودې او حاصل لپاره خپل خپل اقلیم لري، یعنې ټولنیز، فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او نورو شرایطو ته اړتیا لري. مثلاً په غربي هېوادونو کې له ښځو څخه د بازار موندنې په برخه کې استفاده له قانوني، فرهنګي، سیاسي او نورو شاخصونو له نظره یوه اقتصاد ته ګټور تمامېدلای شي په داسې حال کې چې زموږ په ټولنه کې د ګټې پر ځای تاوان اړونکی کار دی، نو یو غربي خپل تجارب په دې برخه کې لیکي خپلې ټولنې لپاره یې کېدای شي د استفادې وړ وي، خو که موږ یې په خپله ټولنه کې عملي کوو نه یوازې دا چې اقتصاد به مو زیانمن کړي بلکې شخصيت به مو هم راوځپي. دا یې یو وړوکی مثال و، چې هره برخه وګورې که هغه ساینسي ده او که ټولنیزه د یوې ټولنې تر بلې توپیر کوي. کېدای شي په ساینسي برخه کې به یې توپیرونه کم وي، خو بې توپیره پاتې کېدای نه شي، موږ چې له علم څخه استفاده کولای نه شو ،عمده دلیل یې د علم په موخه نه پوهېدل دي، ډېر خلک به مو لیدلي وي چې په پوهنتون یا بل تعلیمي ځای کې تکړه وي او ډېرې تیوریانې به یې زده وي خو په عمل کې به ډېره کمه استفاده له خپلو معلوماتو کولای شي ځکه چې یوازې یې حفظ کړي او خپلې تجربې یې په کې ورګډې کړې نه دي. په داسې حال کې چې د علم ډېری برخې انساني تجربې دي‌ دا تجربې لیکل شوي او علم شوي دي. موږ باید هغه څه ته د علم په سترګه وګورو چې پوهېږو له نورو سره د ژوند په کولو او اسانولو کې مرسته کوي، په دې سره به د علم په جوهر پوه
شو.

 مثلاً زه بايد هڅه وکړم چې خپل د ژوند هغه تجربې چې ما په ډېرې سختۍ ترلاسه کړي او اوس راسره په ژوند کې مرسته کوي ولیکم په دې سره به حداقل له یو بل انسان سره دا مرسته وکړم چې زما په شان له سردرګمۍ سره مخ نه شي او ژوند یې یو څه آسانه شي د سرور کائنات حضرت محمد صلی الله عليه وسلم حدیث شریف دی:

قال رسول الله صلي الله علیه واله وسلم.     مَنْ نَفَّسَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا، نَفَّسَ اللهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ يَسَّرَ عَلَى مُعْسِرٍ، يَسَّرَ اللهُ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ

(مسلم (ج۲۰۷۴)

پیامبر صلی الله علیه واله وسلم فرمایلي دي: که هر چا له یوه مؤمن څخه د دنیا له تنګسیا او غمونو یوه تنګسیا یا غم لرې کړ، خدای پاک به یې د قیامت له تنګسیا او غمونو یوه تنګسیا یا غم لرې کړي او څوک چې له بې وسه قرضدار سره آساني وکړي، خدای پاک په دنیا او اخرت کې ورسره آساني کوي‌.

نو په دې لحاظ زموږ د دنیا او آخرت ګټه ده.

موږ که دا ولیکو چې څنګه مو ښوونځی لوستی؟ کومو ننګونو سره یې مخ کړي یو؟ څنګه پرې بریالي شوي یو؟  څنګه مو دنده پیدا کړې؟ په کوم وخت کې کومو روحي او رواني فشارونو سره مخ شوي یو؟ کومې غلطيانې مو کړي او څنګه پرې بریالي شوي یو؟ همداسې د ژوند کولو او نورو ټولو هغو برخو چې ځان راته پکې بریالي ښکاري په اړه پوښتنو ته ځوابونه خپل د تجاربو په رڼا کې ولیکو نو په دې برخه کې به مو حداقل تر خپلې وسې خپل علم لیکلی وي، هغه مسایل خو باید ولیکو چې فکر کوو که په هماغه وخت کې پرې پوهېدو نو ژوند به مو ښه و، که حداقل نه یې لیکو باید له هغو خلکو سره یې شریک کړو چې غواړي ویې لیکي ستا یوه وړه مشوره به کېدای شي د چا په ژوند کې نوې ساه پوه کړي ژوند به یې ور بدل کړي، له ژوند به خوند واخلي. که له ځان سره فکر وکړو، په کومې برخه کې معلوماتو ته اړتيا لرو په همغې برخه کې مو تجربې څومره دي، که معلوماتو ته لکه د یوې ودانۍ د پوړونو فکر وکړو او خپل موقعيت پکې تشخيص کړو، چې په کوم پوړ کې یې یو د همغه پوړه پورې چې څه تجارب لرو له نورو سره شريک کړو، موږ هم هره ورځ نوې تجربې ترلاسه کوو، خو هغه نه لیکو چې په دې سره زموږ تجربه یوازې تجربه پاتې کېږي او د علم تر پوړه نه رسېږي، ډېر داسې موثر اشخاص به مو لیدلي وي، چې په یو ډګر کې بریالي وي، خو خبره یې یوازې تر خپل ځان پورې پاتې شي، د هغه له تګ وروسته یې تګلاره حتی خپلو ډېرو نږدې خپلوانو ته معلومه نه وي، ولې ځکه چې له نورو سره یې شریکه کړې نه ده، موږ چې هره ورځ ژوند کوو له نویو نویو شیانو سره مخ کېږو، همدا علم دی، موږ باید خپلې تجربې علم وګڼو، زه ډېرو داسې معلوماتو ته اړتيا لرم، چې پوهېږم که پرې پوهېدم نو په ټولنه کې به لا نور اغېزناک وم، موږ باید خپل ذهن داسې اموخته کړو، چې هر هغه فکر، عمل يا فعاليت چې مو د سکون او آرام لامل ګرځي له نورو سره شريک کړو، څو نور خلک هم زموږ غوندې آرام شي، که فکر وکړو له یو چا لار ورکه وي او موږ پر ځان دا زحمت واخلو چې ورویې ښیو څه به ورپېښ شي له موږ به څومره خوښ شي، موږ باید ډېر جزیي موضوعاتو ته فکر وکړو، مثلاً له ځان سره پر دې سوچ وکړو، که انسانانو ته دا یا هغه ځانګړنه چې زه یې لرم، ورمعلومه وه، څه به شوي و، که په يوې اداره کې کار کوو، باید د دې پر ځای چې د نورو په ژوند او فعاليتونو تمرکز وکړو خپله پر دې فکر وکړو چې زه مې خپله دغه ځانګړنه څنګه تر نورو رسولای شم، تاسو باور وکړئ، چې یو ځل د لیکلو په ارزښت پوه شو، نو بیا به تر ډېره دا خپله وجيبه ګڼو چې یو څه باید ولیکو. زموږ په هېواد کې فقر بیخي ډېر دی، موږ باید په دې هکله بیخي ډېرې خبرې وکړو، کومې لارې چارې چې رامعلومې دي چې تر نورو يې ورسوو که یو کس هم زموږ د لارښوونو له امله تر یوه داسې ځای ورسېږي چې حداقل خپل د کورنۍ نفقه برابره کړای شي څومره به ښه وي، موږ ټولو په ژوند کې ډېرې سختې او کړاوونه لیدلي ځان په فکر کې راولئ، که یو چا درته په همغه وخت کې یوه د عاید لاره درښودلې وه څومره به ښه و، څومره به ورته خوشحاله شوي وئ، څومره به مو کورنۍ هغه چا ته دعا کړې وه، چې له تاسو سره یې په دې لاره کې مرسته کړې؟

لیکوال: مسلم داودزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button