سیاست

د عربي متحده اماراتو لوړپوړي پلاوي د بهرنیو چارو او امربالمعروف له وزیرانو او د هېواد له یو شمېر نومیالیو عالمانو سره وکتل.

په دې کتنه کې امیرخان متغی ویلي، چې اسلامي امارت او عربي متحده امارات تاریخي اړیکې لري او مونږ په راتلونکي کې هم  ښو اړیکو ته ژمن یوو. بهرنیو چارو وزیروایي؛ افغانستان د پخوا پر پرتله امن دی، د واک جزیرې له منځه تللي، د نشه‌یي توکو کښت صفر ته راټیټ شوی او ۹ میلیون افغان ماشومان زده‌کړې کوي. زمونږ پالیسي متوازنه ده او مونږ نه غواړو، چې افغانستان د قدرتونو تر منځ د جګړې پر ډګر بدل شيحبتور الدرعي د افغان لوري له څرګندونو خوښي څرګنده کړه او وایي، چې مونږ د افغانستان مثبت انځور ترلاسه کړ او ومو لیدل، چې د نړيوالو رسنيو د تبلیغاتو برعکس دلته ژوند په عادي ډول روان دى.هغه څرګنده کړې، مونږ د پوهنې په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو یوو او زمونږ ښوونځي او پوهنتونونه ستاسې مرستې ته چمتو دي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button