ټولنه او کلتور

د عدليې په وزارت کې د جومات نوې ودانۍ  پرانستل  شوه

د افغانستان د عدليې وزارت د مرکزي دفتر په انګړ کې د جومات د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې بشپړې او پړون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د افغانستان د عدليې وزارت د مرکزي دفتر په انګړ کې د جومات د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې بشپړې او پړون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د ياد وزارت سرپرست شيخ عبدالحکیم شرعي په دغو مراسمو کې وويل چې د جومات دغه ودانۍ پر ټولو عصري امکاناتو سمباله ده او د لمونځ کوونکو لپاره پکې ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.

نوموړي د عدليې وزارت له ټولو کارکونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د جومات د معنوي ښکلا په موخه دې پر وخت لمانځه ته حاضر شي. په ورته وخت کې د دغه وزارت مسلکي مرستيال شیخ عبدالکریم حيدر جوماتونه د مسلمانانو د راټولېدنې او د يو بل په ستونزو د خبرېدو مهم مرکزونه وبلل او د مسلمانانو د يووالي په برخه کې
دغه سپيڅلي ځايونه  د پام وړ وبلل.

د يادونې وړ ده، چې د عدليې وزارت وياند برکت اللّٰه رسولي رسنیو ته وویل چې دغه جومات په ۶۵۰ متره مربع ځمکه کې په دوو طبقو کې جوړ شوی، په يوه وخت کې ۱۵۰۰لمونځ کوونکو د ځاېدو وړتيا لري او چارې يې د يو نيم کال په موده کې بشپړې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button