
د عامې روغتيا وزير: د ناروغيو د له منځه وړلو لپاره ګډې مبارزې ته اړتياده
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د ايران په پلازمېنه تهران کې د G5 په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وينا وکړه. په دې غونډه کې، چې د ايران د ولسمشر مرستيالې انيسه خزعلي او د روغتيا وزير تر څنګ د G5 د غړو هېوادونو وزيرانو او مرستيالانو ګډون کړي وو.د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست په ياده غونډه کې د روغتيا په برخه کې د همکاريو د ودې په ځانګړي ډول د هغه ساري ناروغيو د کنټرول په اړه خبرې وکړې، چې په اسانۍ سره د يوه هېواد څخه بل هېواد ته انتقالېږي.نوموړي همدارنګه د روغتيايي پوهاوي او تجربو په شريکولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې ناروغۍ سرحد نه پېژني بايد د دې ډول پديدو سره په ګډه مبارزه وکړو.د عامې روغتيا وزارت سرپرست زياته کړه، چې اسلامي امارت امکاناتو ته په کتو سره سپينو ساحو يا هغه ساحو کې، چې روغتيايي خدمات کلونه وړاندې په کې په نشت حساب يا محدود ول اوس زمينه برابره کړې، چې په همدې ساحاتو کې هېوادوالو ته روغتيايي خدمتونه ورسوي او دا چې ځينې سيمې لا هم کار ته اړتيا لري، نو په دې برخه کې همغږۍ او مرستې ته اړتيا ده.سرچينې همدارنګه وويل چې افغانستان د کرونا واکسين د تطبيق په برخه کې مخکښ هېواد دی او د روټين واکسين د کوريج او د پوليو واکسين د تطبيق په برخه کې زياتې لاسته راوړنې لري. د عامې روغتيا وزارت سرپرست زياته کړه، چې ځينې مغرضې کړۍ ځينې وخت په ټولنه کې د ذهنيتونو د مغشوشولو په موخه افواهات خپروي چې ګواکې ښځينه روغتيايي کارکونکې له کارونو څخه منع شوي، حال دا چې ټولې ښځينه کارکونکې د اسلامي او شرعي احکامو په رڼا کې خپلو هېوادوالو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي، تر څو د ښځينه ناروغانو، ميندو او ماشومانو روغتيا تأمين کړي.عباد همدارنګه له همکارو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي، تر څو افغانستان د نړيوالې روغتيايي اسامبلۍ او ختيځې مديترانه يې حوزوي سازمان يا EMRO کې د استازيتوب، چې د روغتيا وزارت حق ترلاسه کړي.