روغتیا

د عامې روغتيا وزارت: وزير اکبر خان روغتون کې تېر کال ۴۹۵۵۳ وړيا جراحي عملياتونه شوي

د عامې روغتيا وزارت وايي: تېر ۱۴۰۲ کال کې د عامې روغتيا وزارت په وزير اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې ۴۹ زره او ۵۵۳ وړيا جراحي عملياتونه ترسره شوي.

ياد وزارت زياته کړې؛ په يادو جراحي عملياتونو کې ۱۰ زره او ۸۰۳ستر او ۳۸ زره او ۷۵۰ کوچني جراحي عملياتونه شامل وو، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کاميابه توګه او په وړيا ډول ترسره شوي دي.

 په ياد روغتون کې همداراز ۲۲۳ زره او ۴۸۱ ناروغانو ته په وړيا توګه سراپا  (OPD) ۱۰۵ زره او ۵۷۰ ناروغانو ته اُرتوپيدي او ۱۴ زره او ۵۳۹ تنو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button