روغتیا

د عامې روغتيا وزارت د کولرا ناروغۍ اړوند د روغتيا نړيوال سازمان راپور رد کړ

د عامې روغتيا وزارت د کولرا د مثبتو پېښو او د مړو شويو کسانو د شمېر په اړه د روغتيا نړيوال سازمان وروستی راپور رد کړ. دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په افغانستان کې د کولرا هېڅ کومه مثبته پېښه نه شته.

د عامې روغتيا وزارت د کولرا د مثبتو پېښو او د مړو شويو کسانو د شمېر په اړه د روغتيا نړيوال سازمان وروستی راپور رد کړ. دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په افغانستان کې د کولرا هېڅ کومه مثبته پېښه نه شته. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وزارت به د کولرا د مثبتو پېښو د ثبتېدو په صورت کې له رسنيو سره معلومات شريک کړي. د روغتيا نړيوال سازمان د تيرې چهارشنبه په ورځ يوه راپور کې په افغانستان کې د ۱۴۰۲ کال د مرغومې له مياشتې څخه د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي تر ۶مې نېټې پورې د وبا يا کولرا ناروغۍ د ۴۶ زره ۷۵۸ پېښو د ثبت خبر ورکړ. دغه سازمان همداراز ويلي و، چې په دې موده کې په افغانستان کې د يادې ناروغۍ له امله ۲۵ تنه مړه شوي هم دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button