روغتیاګزارش

د عامي وزارت : نړيوال روغتيا يي سازمانونه دې د شکرې ناورغۍ په مخنيوي کې همکاري وکړي

د څېړنو  او  معلوماتو  له مخې دا مهال نږدې د نړۍ د هر  هيواد ګڼ شمېر خلک د شکر  يا ډايابيټ په ناروغي اخته دي.

د څېړنو  او  معلوماتو  له مخې دا مهال نږدې د نړۍ د هر  هيواد ګڼ شمېر خلک د شکر  يا ډايابيټ په ناروغي اخته دي. افغانستان هم د نړۍ د هغو  هېوادونو  په کتار کې راځي ،چې ډېر وګړي يې د شکر  يا ډايابيټ له ناروغۍ رنځېږي، دعامې روغتيا وزرات له لورې دشکر ناروغي د مخنيوي او عامه پوهاو ي په خاطر لمانځغونډه جوړه کړې وه.دغه غونډه چې پرون د عامې روغتيا وزرات په دغونډه په تالار  کې جوړ شوي و، دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال مولوي حبيب الله اخونزاده  حامد، د عامې روغتيا وزرات د ساري ناروغيو دکنترول مسؤل ډاکټر محمد سميع کريمي، د اکمال تخصص رئيس حيدر عمر، د وزير اکبر خان  روغتو متخصص ډاکټر حسيب الله محمدي او درسنيو استازو ګډون کړی و.دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال مولوي حبيب الله اخونزاده  حامد و ويل: د عامې روغتيا وزارت په ټول هيوا د کې د شکرې ناروغۍ روغتيايي مراکز او روغتيايي پرسونل او متخصص ډاکټران شتون لري.د عامې روغتيا وزارت مرستيال  زياته کړه، د روغتيا نړوال سازمان د مالوماتو له مخې په ۲۰۱۸ ميلادي کال  کې ۸ اعشاريه ۴ سلنه افغانان د شکرې په ناروغۍ اخته وو، او په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې ۱۷۴۹۹کسان اخته شويدي او له۱۰۰۰ نه زياتو کسانو د شکرې د ناروغۍ له کبله خپل ژوند د لاسه ورکړی دي.  ښاغلي حامد وايي، د شکرې ناروغۍ نښۍ په ورځو او اوونيو کې ښکاره کېږي، ژر  ژر تږي کېدل، د تشو بولو  زياتېدل،د ستړيا احساس، وزن کمېدل، د زخمونو  ژر  نه رغېدل او دنظر کمېدل ښايي، چې دغه کس دې په شکر  ناروغۍ د اخته کېدو  امکان ولري، نوموړی شخص  بايد يو روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړي.اخونزاده حامد، په ټولو بهرنيو روغتيا يي سازمانو باندې غږ وکړ چې د شکرې ناروغۍ د مخنيوي په اړه د  عامې روغتيا وزارت سره همکاري وکړي.همداډول د اکمال تخصص رئيس حيدر عمر وايي، شکر يوه داسې ناروغي ده، چې ټولو ناروغيو ته زمينه برابروي، په  نړۍ کې شاوخوا ۶ سنله خلک د شکر په ناروغۍ اخته دي او په افغانستان  کې هر هغه کس چې عمر يې د ۴۵  کاله څخه  لوړ وي، لازم يې بو لم چې يو ځل روغتون ته ولاړ شي او خپل شکر يو ځل وګورئ.همداشان د وزير محمد اکبرخان روغتون ډاکټر حسيب الله محمدي و ويل: هغو ځوانانو  ته، چې عمر  يې له ۴۰  کلونو څخه کم وي او  د شکر ناروغي ولري، د انسولينو تطبيق اړين دی او زياته يې کړه ،که چيرته انسولين ونه کړي د مرګ خطر سره به مخ شي. دي وايي پکار  ده ،چې په دې برخه کې د عامې روغتيا وزارت تر  ټولو  ډېره همکاري وکړي.محمدي وايي، روغتونونو  ته د شکر  درې ډوله ناروعان د درملنې لپاره راځئ: «ځوانان او ماشومان چې عمرونه يې تر ۴۰ کاله کم وي دوهم يې هغه ناروغان دي چې عمرونه يې د۴۰ کالو پورته دي او ځيني ميندې د اميدوارۍ په موده کې د شکرې د لوړېدو  سره مخ کېږي او روغتونو ته مراجعه کوي».ښاغلي محمدي د شکرې ناروغۍ د کنټرول لپاره مناسب خوراک، د وزن کموالي، فزيکي فعاليت او  ورزش  غوره درملنه ياده کړه.

       سميع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button