اعلاميې

‏د عالیقدر امیرالمومنین شیخ القرآن و الحدیث هبت الله آخندزاده، حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندې ټاکنې وشوې:

22 / 100

‏۱. د افغانستان بانک مخکنی سرپرست ملا هدایت الله بدري، دکانونو او پټرولیم وزارت دسرپرست په توګه.

‏۲. د افغاني سرې میاشتي مخکنی مرستیال ملا نورالدین ترابي، د پېښو په وړاندي دمبارزې ملي ادارې دسرپرست په توګه.

‏‏۳. د کانونو او پټرولیم وزارت مخکنی سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه.

‏۴. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکنی سرپرست مولوي مطیع الحق خالص، د چاپیریال ساتني ادارې د سرپرست په توګه.

‏‏۵. د افغانستان بانک مخکنی لومړی مرستیال نور احمد اغا، د افغانستان بانک د سرپرست په توګه.

‏۶. د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو مخکنی معین مولوي قدرت الله جمال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین په توګه.

‏‏۷. د استخباراتو عمومي ریاست، د اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست مخکنی رئیس مولوي احمد الله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین په توګه.

‏۸. د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مخکنی سرپرست حافظ عزیز الرحمن، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه.

‏‏۹. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ګرځندوی، مالي او اداري مخکنی معین ملا سعدالدین، د چاپيریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شول.

‏له الله جل جلاله څخه ټولو ته په ورسپارل شوو دندو کې له شریعت سره سم د خدمت توفیق غواړو.

‏ذبیح الله مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button