سرلیکنې

د صهيونيستي رژيم کړنې او منځني ختيځ کې د کړکېچ پراختيا!

له هغه وروسته چې د تېر ۲۰۲۳ ميلادي کال د اکتوبر مياشتې له اوومې نېټې راهيسې د فلسطیني مقاومت کوونکو او اسرائیلی اشغالګرو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، هممهاله ورسره په منځني ختيځ کې کړکيچ هم د پراختيا په حال کې دی.

له هغه وروسته چې د تېر ۲۰۲۳ ميلادي کال د اکتوبر مياشتې له اوومې نېټې راهيسې د فلسطیني مقاومت کوونکو او اسرائیلی اشغالګرو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، هممهاله ورسره په منځني ختيځ کې کړکيچ هم د پراختيا په حال کې دی.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ايران پر قونسلګرۍ او د سپاه پاسداران ځواکونو پر یوه مرکز د اسرائیلو د بريد په ځواب کې تېره اوونۍ ايراني ځواکونو پر اسرائيلي اهدافو پراخ بريدونه وکړل، اسرائیلو د غچ اخیستو ګواښ وکړ او پرون سهار یې ايران، عراق او سوریه کې ځينې اهداف په نښه کړل.

که څه هم د فلسطيني ولس او اسرائیلو ترمنځ جګړه اوسنۍ نه ده، بلکې لسيزې مخينه لري؛ خو دا ځل جګړه ډېره پرېکنده او خونړۍ ده او اسرائیلي اشغالګرو ته هم د سر او مال درانه زيانونه اوښتې دي.

دغه راز د یادې جګړې يوه بله ځانګړنه دا ده، چې يوازې د فلسطين او صهيونيستي اشغالګرو تر منځ نه ده محدوده ، بلکې لبنان، سوريې، يمن، عراق، ایران او ځينو نورو سيمو ته هم غځېدلې او لا هم د پراخېدو په حال کې ده او د کړکېچ د پراختيا مسئوليت د صهيونيستي رژيم پر غاړه دی.

اشغالګرو اسرائیلي ځواکونو دا ځل دومره وحشتونه وکړل، چې د امريکا په مشرۍ لوېديځ يې هم له ټولو هڅو سره سره په توجيه او پټولو کې پاتې راغلی.

 غزه کې لسګونه زره کسان شهیدان شوي، زرګونه ټپيان شوي، په سلګونو زره بې کوره شوي او له سختې لوږې سره لاس او ګريوان دي او د دغه ګڼ مېشتي ښار له ۷۰ سلنې ډېره ابادي له منځه تللې.

د اسرائیلي اشغالګرو د وحشتونو پر وړاندې که څه هم د اسلامي نړۍ د هيوادونو دريځ ډېر پيکه او بې رنګه دی؛ خو د يمن، لبنان، سوريې او عراق ځينې ډلې يې پر وړاندې درېدلي او د فلسطیني ملت ملاتړ مخ پر ډېرېدو دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button