ګزارش

محمدهادي احمدیار:د افغانستان د صنايعو او توليداتو نندارتون په ننګرهار کې پرانيستل کېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه او هاند کوي،چې د افغانستان د فابريکو او شرکتونو توليدات په کورنيو او بهرنيو نندارتونونو کې وړاندې شي.د دغه وزارت او د خصوصي سکتور په زيار تر اوسه ډېر سوداګريز نندارتونونه پرانيستل شوي،چې يويې د امام ابوحنيفه((رح)) نندارتون و.اوس د دوو نورو نندارتونونو لپاره چمتووالی نيول شوی،چې يو نندارتون په قطر کې او دويم يې په ننګرهار کې پرانيستل کېږي.په دې اړه د هيواد ورځپاڼې خبريال يو راپورتاژ چمتو کړی،چې خپرېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه او هاند کوي،چې د افغانستان د فابريکو او شرکتونو توليدات په کورنيو او بهرنيو نندارتونونو کې وړاندې شي.د دغه وزارت او د خصوصي سکتور په زيار تر اوسه ډېر سوداګريز نندارتونونه پرانيستل شوي،چې يويې د امام ابوحنيفه((رح)) نندارتون و.اوس د دوو نورو نندارتونونو لپاره چمتووالی نيول شوی،چې يو نندارتون په قطر کې او دويم يې په ننګرهار کې پرانيستل کېږي.په دې اړه د هيواد ورځپاڼې خبريال يو راپورتاژ چمتو کړی،چې خپرېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونود پرانيستلو رياست آمر محمد هادي((احمديار))د راروانو نندارتونونو پرانيستلوته په کتو سره وايي: يو نندارتون،چې «عاليست افغانيست» نومېږي د ننګرهار په ولايت کې پرانيستل کېږي او د هيواد فابريکه لرونکو او شرکت لرونکو ته بلنه ورکړ شوې،چې خپل توليدي توکي د نندارتون رياست له لارې ثبت او وړاندې کړي.سربېره پر دې يو بل بهرنی نندارتون،چې د شپږو مياشتو لپاره به دوام وکړي د قطر په دوحه کې پرانيستل کېږي

ده زياته کړه:«صنعت ملي ما قالين ما» نندارتون په نجيب زراب مارکېټ کې او همدارنګه «يازدهمين نمايشګاهء بين المللي بهار نو و تجليل ازهفته صنعت » نندارتون د لويې جرګې په ودانۍ کې پرانيستل شوي وو او همداسې يوولس نور نندارتونونه هم پرانيستل شوي وو.

احمد يار د نندارتونونو د پرانيستلو او په هغو کې د سوداګرو او صنعتکارانو د توليداتو وړاندې کولو بهير ته په اشارې سره وايی:د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو د پرانيستلو رياست دنده لري،چې د درنو سوداګرو او پانګوالو سوداګريز توليدي توکي د نندارتونونو له لارې وړاندې شي،چې هيوادوال او پېرونکي جذب او له کورنيو توليداتو څخه ګټه پورته کړای شي.د نندارتونونو رياست تل دا هڅه کړې او کوي يې،چې د کورنيو توليداتو لپاره ښه نندارتونونه پرانيستل شي.کورني نندارتونونه د سوداګرۍ او پانګونې خونې ، د صنعت او کانونو د خونې،د کرنې،مالدارۍ او اوبو لګولو خونې، د پيشه ورانو خونې او همدارنګه د سوداګرو ښځو د خونې په همکارۍ خپل توليدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي .د نندارتونونو رياست د دغو توليداتو په ورپېژندلو کې خپل کوشش کړی دی.نندارتونونه د افغانستان د اسلامي امارت په همکارۍ پرانيستل شوي دي،چې زموږ د هيواد سوداګر ، پانګوال او صنعت  وده او پرمختګ وکړي او د توليداتو بازار يې د هيواد په دننه او بهر کې مينوال او پېرونکي ومومي او ورسره بازار هم  تود شي.په روان ۱۴۰۱لمريزکال کې موږ ډېر نندارتونونه درلودل؛چې کولی شو د امام ابوحنيفه((رح)) او « توليد وطن ما » له نندارتونونو څخه يادونه وکړو.ديارلس نندارتونونه پرانيستل شوي دي. او دوه نوريې،چې يوه يې کورنی دی او بل يې بهرنی دی لومړی په ننګرهار کې پرانيستل کېږي او دويم يې د قطر په دوحه کې د شپږو مياشتو لپاره پرانيستل کېږي.سوداګريز نندارتون د بدخشان په ولايت کې پرانيستل کېده ؛خو د هوا د سړښت له امله دغه نندارتون د ننګرهار په ولايت پرانيستل کېږي.د ننګرهار په ولايت کې هوا توده ده زموږ هيوادوال او پانګوال کولی شي په دغه نندارتون کې ګدون وکړي.په دغه نندارتون کې د ټول هيواد توليدي توکي،لکه غالۍ،چې ښه بازار لري ، د موټرسيکلټ او غذايی موادو توليد نندارې ته وړاندې کېږي.په راروان نندارتون کې د هيواد هغه ۷۲ توليدي توکي هم شامل دي،چې پرځان بسياينې ته رسېدلي د  يوه هيواد توليدي توکي د نړۍ په سطحه وړاندې کېږي،نو د دغو توليدي توکو ارزښت لوړ دی.په دغه نندارتون کې مينوال او پېرونکي کولی شي د خپل هيواد له توليداتو څخه ګټه پورته کړي،چې زموږ د صنعت څرخ غښتلی شي.موږ  د بل نندارتون د پرانيستلو لپاره چمتووالی نيسو او د فابريکه لرونکو او پانګوالو همکاري اړينه ده،چې دوی  خپل توليدي توکي د نندارتونونو د پرانيستلو رياست له لارې ثبت کړي،چې موږ هم د هغو په وړاندې کولو کې همکاري وکړای شو.دغه نندارتونونه ،ځکه نږدې ځاي کې پرانيستل کېږي،چې پانګوال او نور هيوادوال وکولی شي په کې ګډون وکړي.

د نندارتونونو د پرانيستلو آمر وايي:په روان کال کې په ايران او پاکستان کې نندارتونونه پرانيستل شوي وو او په حضوري توګه زموږ سوداګرو خپل توليدي توکي په کې وړاندې کړي وو.

احمد يار  له سوداګرو هيله لري او  وايي:له درنو پانګوالو او شرکت لرونکو څخه دا غواړو،چې خپل توليدي توکي د نندارتون په رياست کې ثبت کړي او له همدې لارې دې راروان نندارتون ته وړاندې کړي.په دې بڼه به دوی وتوانېږي بهرته ښه صادرات ولري او ښه عوايد ترلاسه کړای شي.

د امام ابوحنيفه((رح)) له نړيوال نندارتون څخه ليدونکی ولي محمد وايي:دغه نندارتون،چې يوه مياشت مخکې جوړ شوی و ډېر په زړه پورې و،له شپږ سوو ډېرې غرفې سوداګروته ځانګړې شوې وې،چې په هغو کې بېلابېل توکي ځای پرځاي شوي و.له هغه نندارتون څخه وړاندې ما داسې توکي نه وو،ليدلي،چې هغه دې زموږ په هيواد کې توليد شوي وي،خو  ياد نندارتون دا وښوده ،چې افغانان هم لکه بهرنيان د کيفيت لرونکو توکو د جوړولو توان لري،خو په دې شرط ،چې ملاتړ يې وشي او ځاني امنيت يې هم خوندي شي.زه د يوه ښاري اوسيدونکي په توګه له ګرانو هيوادوالو غواړم،چې د خپل هيواد له توليداتو ګټه پورته کړي،چې زموږ صنعت او شرکتونه غښتلي شي او په راتلونکې کې پر ځان بسيا شو.زه راروانو نندارتونونو ته هم په ښه نظر ګورم او د افغانستان د توليداتود کيفيت او لوړوالي هيله لرم.

د افغانستان د اقتصادي بهير د غښتلي کولو له د نندارتون څخه ليدونکی سلطان وايی:دغه نندارتون،چې په قصر شيرين هوټل کې پرانيستل شوی و، د افغانستان توليدات په کې ښه وځلېدل. ماته دا پته ولګېده،چې افغانستان هم د صنعت په برخه کې د پرمختګ پر لور روان دی.اسلامي امارت هم  د افغانستان د صنعت په وده او پرمختګ کې خپل زيار اېستلی دی.که دغه همکاري او ملاتړ نه وي پانګوال هېڅکله پانګونې ته زړه نه ښه کوي.موږ هم دا مسئوليت لرو،چې ګران هيوادوال د خپل هيواد د پرمختګ لپاره بايد له خپلو کورنيو توليداتو ګټه پورته کړي.په دې توګه به د خصوصي سکتور نورې فابريکې هم جوړې شي،چې په کې زموږ وزګار خلک پر کار وګمارل شي.ټول په دې پوهېږو ،چې زموږ هيواد او خلک جګړه ځپلي دي اوله وزګارتيا او بېوزلۍ ځورېږي،خو د کار موندلو پرمهال به وتوانېږي ،چې خپلو کورنيو ته نفقه پيدا کړي.

                                                    ((نوري))

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button