
د صادراتو ډېروالی، د ښې راتلونکې پيلامه
د امريکا او لوېديځې نړۍ د اشغال پر مهال افغانستان ته په بېلا بېلو نومونو لسګونه ميليارده ډالره راوړل شول او آن ځينو کارپوهانو دا نغمې غږولې، چې په دغومره ډالرو له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته ټوله اروپا جوړه شوې ده.
د امريکا او لوېديځې نړۍ د اشغال پر مهال افغانستان ته په بېلا بېلو نومونو لسګونه ميليارده ډالره راوړل شول او آن ځينو کارپوهانو دا نغمې غږولې، چې په دغومره ډالرو له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته ټوله اروپا جوړه شوې ده.
اساسي پوښتنه داده، چې پر دومره پرېمانه ډالرو سربېره ولې افغانستان اقتصادي ثبات ته ونه رسېد؟ ولې د نادارۍ او فقر کچه دومره لوړه ده؟ ولې اوس هم افغان ناروغان په خپل هيواد کې له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي؟ ولې د بې روزګارۍ کچه دومره لوړه ده؟ او ولې افغانستان اوس هم وارداتي هيواد دی؟
د دې ټولو پوښتنو ځواب دا دی، چې اشغالګرو دغه ډالر د افغانستان د رغولو لپاره نه راوړل، بلکې دلته يې خپل لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله سياسي او اقتصادي پلانونه درلودل او بل داچې دلته کومه اداره واکمنه وه، هغه په ټولو برخو کې د بادار د امر او فرمايش تابع وه او د هيواد د ګټو او پرمختګ لپاره يې هيڅ مستقله ستراتيژي او پلان نه درلود.
خو له کومې ورځې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی او له هيواده د اشغال کرغېړن ټغر ټول شوی، د صادراتو په ډېروالي، د کورنيو عوايدو په کچه او د راټولولو په برخه کې ښه خبرونه اورېدل کېږي او داسې ښکاري چې اسلامي امارت د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره بنسټيز بدلون او سمون ته ژمن دی او همدا کولی شي افغانستان يو دايمې ثبات او پرمختګ ته ورسوي.
هيوادونه او ملتونه هغه مهال اقتصادي ثبات او ځان بسياينې ته رسيږي، چې صادرات يې د وارداتو په پرتله ډېر شي، د کورنيو عوايدو کچه يې لوړه شي او د راټولولو په برخه کې يې شفافيت رامنځته شي.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا داقتصادي مرستيالۍ د معلوماتو له مخې افغانستان دروان ۱۴۰۱ل کال دکب مياشتې تر شلمې نيتې د يو اعشاريه ۹ ميلياردو امريکايي ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر کړي دي، چې دا د افغانستان په تاريخ کې د صادراتو له ټولو غټ حجم دی.
نوي افغان حکومت د اقتصادي پرمختګ او ودې برخه کې مثبت ګامونه اخيستي؛ خو لا هم ډېر کار ته اړتيا ده، تر څو مو ګران هيواد پر ځان بسيا او د سيمې او نړۍ د هيوادونو سيال شي.