اقتصاد

د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې څه باندې یو ميليون ټنه بېلابېل توکي وارد شوي

د دغه بندر د کمېسارۍ مرستيال عبدالرحيم  مختار په ياد بندر کې د پخوا په پرتله د ځينو لاسته راوړنو ترڅنګ له ايراني چارواکو سره د ښو اړيکو خبر ورکوي او وايي، چې په دې بندر کې تر اوسه پورې د افغان حکومت او ګاونډي هېواد ايران د مسؤلينو ترمنځ د هېواد او نظام په کچه کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.

په فراه کې د شيخ ابونصر فراهي بندر له لارې افغانستان ته یو میلیون او ۶۰۰ زره بېلابېل توکي را وارد شوي دي.

د دغه بندر د کمېسارۍ مرستيال عبدالرحيم  مختار په ياد بندر کې د پخوا په پرتله د ځينو لاسته راوړنو ترڅنګ له ايراني چارواکو سره د ښو اړيکو خبر ورکوي او وايي، چې په دې بندر کې تر اوسه پورې د افغان حکومت او ګاونډي هېواد ايران د مسؤلينو ترمنځ د هېواد او نظام په کچه کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.

ورته مهال د فراه د شيخ ابونصر فراهي بندر د کميساري اداري مسؤل محمد عالم افګار بيا وايې، چې د روان کال په تېرو څو مياشتو کې له ايران څخه د پاسپورټ او ترانشيپ دروازو له لارې یو ميليون او ۶۰۰ زره ټنه بيلا بېل توکي وارد او دغه راز د افغانستان له لوري شاوخوا ۳۸۰ ټنه صادر شوي دي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د دواړو دروازو له لارې د ۵.۵ لکه تنو مسافرينو د تګ راتګ ترڅنګ ۲۸ زرو تنو ته د ايران له لوري برچسپونه ويشل شوي او په ورځنۍ توګه شاوخوا زره کسان په کار بوخت دي.

د افګار په وینا، د کميسارۍ مسؤلين د لرغونو آثارو د قاچاق د مخنيوي په برخه کې هم ګڼې لاسته راوړنې لري او په بشپړه توګه يې د قاچاق مخنيوی شوی، خو په وينا يې: «ځينې آثار چې تاريخي لرغونتيا يې کمه وه د مکتوبونو په وسيله معرفي او بيرته اړوند کسانو ته سپارل شوي دي».

بل خوا د وحيد محمدي او جواد علي په نومونو دوه تنه ايراني وګړي او ډریوران، چې يو ۱۲ کاله او بل يې ۱۵ کاله کېږي، چې د شيخ ابونصر فراهي بندر له لارې هېواد ته تګ راتګ کوي وايې: «د تېر نظام کار کوونکو به ډير ځورولو، هم به یې بډې راڅخه اخيستلې، هم به يې لاره نه راکوله او هم به څوک ځواب ويونکی نه و، خو په وينا يې: د اسلامي امارت له راتګ سره زموږ کارونو ته د رسيدنې ترڅنګ نه څوک اضافه پيسې راڅخه اخلي او نه مو هم حقوق تر پښو لاندې شوي دي».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button