مقالې او تبصرې

د شوروي ښکېلاک څخه د هېواد د ازادۍ (۳۵) مه کليزه

ازادي او خپلواکي د مسلمان دیني او فطري غوښتنه ده. د تاريخ ټولې پاڼې د ويناوو او مثالونو د  بيانولو څخه ډکې دي، که دغه تاريخ په پوره دقت سره وکتل شي دا به جوته شي، چې حالاتو په کې څه ډول بدلون خوړلی، دولتونه څه ډول زبرځواک ګرځېدلي او بېرته لمنځه تللي دي…  الله تعالی په قرآن کريم کې د تېر تاريخ په اړه فرمايلي دي:

ژباړه: آيا (کفار غفلت کوي) او په ځمکه کې (عبرتي) سير يا ګرځېدل را ګرځېدل نه کوي؟ چې وګوري د هغو کسانو (کفارو) عاقبت څنګه شو کوم چې د دوی څخه وړاندې تېر شوي دي؟ (لکه عاديان، ثموديان او نور).

هغوی د دوی څخه زيات قوي او کلک وه او ځمکه يې (د دوی څخه زياته) اړولې وه ( حاصلات يې ترې اخيستي وه) او (هم) يې ځمکه د هغه څخه زياته اباده کړې وه کومه چې دوی اباده کړې ده، او (په دغو مادي نعمتونو باندې علاوه) هغوی ته خپل پېغمبران په معجزاتو (او دلايلو) سره ورغلي وو.

نو الله تعالی نه وه چې په هغوی باندې تېری (او ظلم وکړي، لکن (پخپله) دوی وو، چې په خپلو ځانونو باندې يې تېری او ظلم وکړ. سورت الروم(۹ ايات)

تقريبا شل کاله د امريکا په مشرۍ غربي ټلوالې د افغانستان د پاکې خاورې ازادي سلب کړې وه، چې د دوی د دغه يرغل په پايله کې پانګې لوټ ، غربي کلتور په هېواد کې مروج، اخلاق او کړنې بدلې شوې.

که د اسلام مبارک دين لارښوونې په غور وکتل شي دا به ټولو ته جوته شي چې د اسلام مبارک دين په ټولو برخو کې د خپلواکۍ او ازادۍ حقيقي مفهوم وضعه کړی دی، موږ بايد په دې پوه اوسو چې د يوې ازادې او خپلواکې ټولنې لپاره خپل ځانګړي مصادر او تګلارې وي او کومه ټولنه چې دا تګلاره خپله نه کړي هغه کمزورې کېږي او مخالفتونه په کې رامنځته کېږي.

د اسلام مبارک دين د همدې لپاره راغلی دی، تر څو د مسلمانانو په ذهنونو کې د ازادۍ او خپلواکۍ مفهوم وکري، همدا وجه ده چې په اسلامي شريعت کې د شخص اړيکه يې يوازې د الله تعالی سره ګرځولې ده، الله تعالی په دې اړه فرمايلي دي:

ژباړه: مؤمنان دې بدون له مؤمنانو څخه کافران دوستان نه نيسي، او هر چا چې دغه فعل وکړ؛ نو هغه د الله تعالی د دوستۍ څخه په هيڅ شي کې نه دی، مګر هله چې تاسو د هغوی څخه ځان ساتنه کوئ. سورت آل عمران، ايت نمبر(۲۸)

 ځان ساتنه د دې خبرې د ثبوت لپاره چې اسلام مبارک دين د ازادۍ مفهوم کرلی دی، هغه د قبلې ګرځېدو مثال دی، چې الله تعالی د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» درغبت په نتیجه کې د بیت المقدس څخه بیت الله ته قبله بدله کړه، تر څو اسلام مبارک دين ځانګړې خپلواکي او ازادي ولري؛ ځکه د قبلې له بدلون مخکې به يهودانو ويل، محمد (صلی الله عليه وسلم) ته وګورئ، چې زموږ قبلې ته لمونځ کوي او دين يې جلا دی.

هماغه و چې د قبلې د بدلون په اړه الله تعالی په قرآن کريم کې آيت نازل کړ، الله تعالی فرمايلي دي:

ژباړه: بې شکه موږ ستا بيا  بيا مخ اړول اسمان طرف (وحې) ته ګورو.

نو ژر دی چې هغې قبلې ته به دې ورتاو کړو  چې ستا خوښه ده (زړه دې غواړي).

نو خپل مخ دې د المسجد الحرام طرف (جهت) ته ورتاو کړه.  )سورت البقرة، (۱۴۴.

که د نبي (صلی الله عليه وسلم) سيرت مطالعه شي، دا به څرګنده شي چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د ژوند په ټولو برخو کې ازادي او خپلواکي په بشپړ ډول مراعت کړې او مسلمانانو ته يې د دې امر کړی دی. رسول الله (صلی الله عليه وسلم) به خپل چاپيريال باندې نظر ساتلو او هر هغه څه چې د اسلامي شريعت خپلواکۍ او ازادۍ سره به په ټکر کې وو هغه به يې له منځه وړل،  آن تر دې چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) مسلمانانو ته امر وکړ، چې د خوراک په وخت کې خبرې کوئ، تر څو د يهودو سره مخالفت راشي؛ ځکه دوی به د خوراک په وخت کې خبرې نه کولې.

آن تر دې چې اسلامي شريعت په ويناوو او مفهومونو کې په خپلواکۍ زيات تاکيد کړی دی.  الله تعالی په قرآن کريم کې فرمايلي دي:

ژباړه: ای هغو کسانو چې ايمان يې راوړی دی! تاسو د (ايمان په زور خپل پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته) د راعنا کلمه مه واياست، (چې زموږ رعايت وکړه).

او تاسو (ورته د همدغې کلمې په ځای) د انظرنا کلمه وواياست (چې موږ ته ګوره) او تاسو (خپل پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته) ښه غوږ ونيسئ (خبرې) يې په دقت سره واورئ تر څو د دغې کلمې ويلو ته هم اړتيا پاتې نه شي.) (سورت البقرة، ايت نمبر(۱۰۴)

له پورته ټولو خبرو وراخوا د ازادۍ او خپلواکۍ فکره زموږ په فطرتونو کې نغښتل شوې، زموږ په رګونو کې يې جريان موندلی، که يرغلګر هر څومره هم زمونږ د اشغال هڅه وکړي، موږ بيا هم د خپلواکۍ سره فطري مينه لرو، د يو الله تعالی بنده ګي کوو.

که څه هم په اوسني وخت کې په فزيکي ډول (د اشخاصو حضوري ) استعمار پای ته رسېدلی، مګر په کلتوري او فکري لحاظ بيا اوس هم شتون لري. د همدې فکري استعمار له وجهې زموږ عقلونو او کلتور بدلون خوړلی او زموږ د تاريخ حقيقتونه يې ګډ وډ کړي دي.

دوی اوس هم په بېلا بېلو لارو، طريقو او دوکو سره زموږ د کلتور او فکر په اړه خپله مبارزه جاري ساتي.

دا خبره بايد موږ په علني ډول وکړو، چې تر څو موږ په علمي ډګر کې د یوخودکفا او په اسلامي او افغاني فکره سنبال نصاب ونلرو، د ژوند د مهمو برخو په اړتیاوو کې مو د پردو څخه استغنا رانه شي، د خپل هیواد او ولس څخه د دفاعي وسایلو او اسلحو مالکان ونه ګرځوو، د هیواد تعلیمي او تحصیلی ډګر مو په ځان بسیا او د نورو هیوادونو سره همسیال ونه ګرځي، زموږ خپلواکي يا ازادي به حقیقي معنا ونلري او هر وخت د فکري او پوځي استعمار لاندې راتلای شو.

 په اوسني وخت کې وېنو، چې کومه ټولنه په پورته برخو کې خپلواکي ونلري هلته هېڅ حقيقي خپلواکي وجود نلري.

حقيقي خپلواکي به هغه ورځ وي، چې کله موږ د هغو سرکشو او استبداديانو څخه په واقعي ډول ازاد شو، چې زموږ خيراتونه يې خوړلي دي، زموږ د ولس قاتلان دي، زموږ پانګه يې لوټ کړې ده . حقيقي خپلواکي به هغه وخت وي، چې کله زموږ له اخلاقو او کردار څخه په ټولنه کې  ظلم ختم شي، زموږ له طبيعت څخه فساد کوچ وکړي او د خپلو کړنو او کارونو څخه غفلت ته رخصت ورکړو . واقعي خپلواکي به هغه وخت ولرو، چې په ټولو ټولنو کې موږ خپله ټولنه په علمي او دیني لحاظ سره عزتناکه ټولنه وګرځوو.

د خپلواکۍ او ازادۍ د کلماتو شرحې ته هېڅ اړتيا نشته؛ ځکه موږ داسې يو امت يو، چې د همدې کلماتو د معنا له مخې تربيه شوي يو او په همدې مفهوم باندې رالوی شوي يو.

زموږ ګران هېواد افغانستان چې زموږ پلرونو د شوروي ښکېلاک څخه ازاد کړ او د دې په ازادولو کې په ميليونونو وګړو ژوند له لاسه ورکړی يا معلول او مهاجر شوي؛ نو موږ ته اوس په کار ده چې  د خپل هېواد سره زياته مينه ولرو.

يو واقعي مسلمان او افغان به هغه وخت جوړېږو، چې د خپل ټاټوبي او هېواد سره بشپړه مينه ولرو، د هېواد لپاره قربانۍ ورکولو ته هر وخت تیار اوسوو، د خپل هېواد سره مينه دا يو طبيعي خبره ده چې د انسانانو په طبيعتونو کې شتون لري.

هغه اشخاص کله هم د ګران هېوادسره په واقعي معنا د مينې دعوی نه شي  کولای، چې د هغوی په کړنو ، سلوک او اخلاقو کې  د وطن سره خيانت وي، د هېواد له دښمنانو سره کار کوي، دخپل ولس په مقابل کې د پرديو ګټې ساتي او د هغوی لپاره د خپل وطن او وطنوالوسره دښمني کوي.د خپل هېواد سره مينې په اړه بايد موږ جاپان په مثال کې ورکړو؛ ځکه د دويم نړيوال جنګ څخه وروسته جاپان هېواد ډېر زيات وران او ويجاړ شو او په هر لحاظ ډېر ښکته ولاړ، هماغه و چې دوی پنځوس کاله پرلپسې د خپل هېواد لپاره کار وکړ او خپل هېواد يې د پرمختللو علمي او اقتصادي هېوادونو په قطار کې ودراوه، په داسې حال کې چې افغانستان او جاپان په يوه ورځ آزادي اخيستې ده.

دا خبره بايد په ياد ولرو، چې د هېواد سره مينه يوازې د خبرو او شعارونو پورې اړه نلري؛ بلکې دا د شخص د سلوک سره تړلې ده.

د هېواد سره مينه داسې څرګندېږي، چې نوموړی شخص د هېواد قوانينو او ملي ګټو ته غاړه کېږدي. هېوادنۍ مينه په هېواد کې د فابريکو، کارخانو او نورو ټولګټو ځایونو په جوړونې او ساتنې سره څرګنديدای شي.

 همدارنګه د هېواد ښايست او پاکۍ ته په پاملرنې هم دا مينه معلومېږي، د هېواد سره مينه داسې

 معلومېږي، چې دولتي کارکوونکی په خپله دنده کې مخلص وي، د هېواد له پانګې او سرمايې څخه په هر حالت کې ساتنه کوي او دغه راز دې ته ورته بېلابېلې ګټورې کړنې د هېواد او هېوادوالو لپاره ترسره کوي.

ليکنه: الحاج شيخ عبدالباقي حقاني

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button