ګزارش

د شوروي يرغلګرو په وړاندې د افغان مجاهدينو د بري ۳۲مه کليزه ولمانځل شوه

د غويي اتمه، چې د پخواني شوروي اتحاد د زبرځواکونو په وړاندې د افغان مجاهدينو د برياليتوب له ۳۲مې کليزې سره برابره ده، پرون د يو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو په شتون کې په پلامېنه کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

د غويي اتمه، چې د پخواني شوروي اتحاد د زبرځواکونو په وړاندې د افغان مجاهدينو د برياليتوب له ۳۲مې کليزې سره برابره ده، پرون د يو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو په شتون کې په پلامېنه کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شېخ نورمحمد ثاقب په ياده غونډه کې وويل، چې افغان مجاهدينو په سترو قربانيو د وخت شوروي يرغلګرو ته کلکه ماتې ورکړه او جهاد يې وګاټه، خو وروسته د يو شمېر مشرانو ترمنځ د اختلاف او نورو فتنو له کبله ګټل شوي جهاد ونه ساتل شو او افغانستان د کورنيو جګړو ښکار شو. په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خليل الرحمن حقاني په دغې غونډه کې څرګنده کړه :هغه دښمن، چې د شوروي يرغل په وړاندې له بريا وروسته يې مجاهدين د ګوندونو، سمت، سخت دريځۍ او بنسټ پالنې په نومونو سره بېل کړل اوس هم په کمين کې ناست دي او په بېلا بېلو نومونو د افغانانو د وېشلو او بې اتفاقه کولو هڅې کوي. حقاني د افغانستان د راتلونکي نسل په ذهنونو کې د خپلو پلرونو او نيکونو د جهادي کارنامو د ژوندۍ ساتلو په موخه د ورته غونډو جوړول مهم او اړين وبلل او زياته يې کړه، چې افغانانو د تاريخ په اوږدو کې ثابته کړې، چې چاته به د غلامۍ سرټيټ نه کړي او د خپلو سرونو په بدل کې به له خپلې آزادۍ څخه دفاع وکړي.  د يادونې وړ ده، چې  ۳۲ کاله وړاندې په همدې ورځ افغان مجاهدين وتوانېدل، چې د سترو قربانيو له زغملو وروسته بريا ته ورسېږي او د هېواد د چارو واګي په لاس کې واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button