
د شوروي اتحاد د نړېدو يواځينی لامل پر افغانستان يرغل و
د سلواغې۲۶ مه د شوري اتحاد د ښکېلاکګرو ځواکونو د ماتې او د افغان مجاهدينو د بريا ورځ ده،چې هر کال په ټول هېواد کې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي، دغه ورځ د افغانستان په تاريخ کې له وياړه ډکه يادېږي، نو ځکه ټول مسلمان او مجاهد ملت ته د دغې ورځې مبارکي وايم.ريښتيا هم چې د هېوادونو آزادي او هويت د هغوی په همت او شهکاريو پورې اړه لري چې الحمدلله په تېرو سلو کلونو کې افغانانو درې ځله د خپل هيواد آزادي او خپلواکي ګټلې او ساتلې ده.
په دغه ورځ د پخواني شوروي اتحاد وروستي ماتې خوړلي پوځيان د جنرال بورېس ګروموف په مشرۍ پرحيرتانو پله د خپل زړه چاودلي لومړي اعلی سرقوماندان برېژنېف د آرمانونو او خوبونو خلاف آرمانجن پورې وتل .
د ۱۳۵۸کال د جدي په ۶ مه چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ، د هغه وخت کمونيستانو او خلقيانو دا تبليغات کول،چې روس نه ماتېدونکی قدرت دی،خو د افغان ولس مېړانې او د الله (ج) نصرت روسيه شرمېدلې ماته کړه، نه يواځې روسيه ماته شوه، بلکې اتحاد جماهير شوروي هم ړنګ او دړې وړې شو.
د روسانو څه د پاسه ۹کلن اشغال او د دوی د قوتونو وتل د افغانستان په تاريخ کې يو نوی باب پرانيست .
روسانو ته د نظامي ماتې تر څنګ ايډيولوژيکي ماتې خورا درنده تمامه شوه، د يو اسلامي هېواد وګړو په پوره اسلامي روحيه او انګېزه په بله معنی په اعتقادي توسل سره د نړۍ سوپر قدرت ځواک مات کړ، شورويان له کمونيستي عقيدې برخورداره وو، ځکه دعوا يې هم پر نړۍ دکمونيستي ايډيالوژۍ واکمن کېدل وو. يعنې اسلامي اعتقادات دکمونستانو په اعتقاداتو برلاسي شول،چې دا په حقيقت کې د نړۍ له مداره د کمونېزم د ټغر ټولېدل وو.
روسانو په ټوپ،ټانک او چورلکو افغانستان ته د اشغال لمن را وغځوله،خو افغانان يې په خالي لاس قوي همت او لوړ ايمان د روسانو د يرغل پر وړاندې مقابلې ته را ووتل او په پای کې له دې خونړۍ جګړې نه لويه لاس ته راوړنه امريکا وکړه. روس مات شو او اتحاد يې ړنګ بنګ شو، افغانان شهيدان او افغانستان له آزادۍ بې برخې شو، امريکا ته دا فرصت هم په لاس ورغی،چې د ويتنام د ماتې غچ له روسانو واخلي او د روسانو د اشغال په وروستيو کلونو کې يې جهادي احزاب د عربي مرستندويو ادارو له لارې تمويل او د سټينګر هوايي ضد توغنديو پر مټ يې د افغان مبارزينو جګړه په خپل نامه پای ته ورسوله.
افغانانو ته دا جګړه ډېره درنده تمامه شوه،يو نيم ميليون افغانان شهيدان شول، دری برابره هيوادوال مو ګاونډيو او بهرنيو ملکونو ته مهاجر شول، له څلور لکو زيات معيبوب، يتيمان او کونډې ورپاتې شوې، د روسانو ماتې امريکايانو ته لوی چانس په لاس ورکړ او په افغانستان کې يې د نيابتي جګړې زمينه برابره کړه، غرب ورو ورو خپل اشغالي اهداف برابرکړل،کله چې روسان له افغانستانه ووتل امريکا جهادي احزاب سره په جنګ کړل، په حقيقت کې يوه بله نوې نيابتي جګړه د ISIاو CIAترمنځ شروع شوه،آی اس آی غوښتل د افغانستان واګې حکمتيار ته ورسپاري،خو سي آی اې شمالي ټلواله غوښته چې په پای کې افغانستان يو ځل بيا په کورنۍ جګړو اخته شو .
د اتحاد جماهير شوروي په ۱۳۷۰ل کال کې کمونستي امپراتوري مخکې له دې چې خپله سليزه پوره کړي ړنګه شوه،دليل يې هغه اقتصادي،سياسي او نظامي ماتې وې،چې د افغانستان په اشغال کې يې ليدلې وې.
د پخواني شوروي اتحاد د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير ادوارد شيوارد چې يو وخت مجاهدينو ژوندی نيولی و او پاکستاني معامله ګرو چارواکو هغه شوروي اتحاد ته د امتياز له ترلاسه کولو وروسته بېرته ور وسپاره ، په ۱۳۸۹ لمريز کال کې ويلي وو؛چې شوروي اتحاد پر افغانستان د يرغل ډېره ستره اشتباه کړې ده. د شوروي اتحاد نورو چارواکو ويلي وو؛ افغانستان دوی ته يو ناسور زخم دی،چې وينې ترې څاڅي، خو ټپ يې نه جوړېږي .
په دغې ورځ د هغه وخت د نړۍ ستر نظامي زبرځواک او د وارسا د پکت علمبردار (پخواني شوروي اتحاد ) له خپلو باروتي فيلانو، هوايي ځواک او پرمختللې پوځي تکنالوژۍ سره سره د افغان، باتور، مسلمان، بې وسلې او بې دفاع ملت پر وړاندې په داسې حال کې وروسته له څه د پاسه ۹ کالو نا متوازنې جګړې شرمېدلې ماتې وخوړه،چې يوازې د خپلو پلرونو او نيکونو دانپور او چقمقي توپک او زړې زنګ وهلې تورې او تبرونه يې په لاسونو کې وو، خو افغان غيور ملت،چې له آره د قربانۍ او خود اراديت حس په ارثي توګه په کې ژوندی پاتې دی،خپلې سينې د يرغلګرو شورويانو غول پيکرو ټانکونو، چورلکو او ناپالم بمونو ته سپرکړې، مرګژوبلې او شهادتونه يې پرځان نذرانه ومنل، خو د تاريخ تور داغ يې خپلو راتلونکو نسلونو ته پرخپله سپينه ټنډه پرې نه ښود، ځکه خو يې د خپلې ديني او ملي وجيبې له مخې خپلو ټولو،ديني، ملي، تاريخي، اصيلو کلتوري ارزښتونو ته پرځاني او مالي قربانيو ترجېح ورکړه، ځانونه يې ور باندې شهيدان او ژوبل کړل،خو د پېغور او غلامۍ ټيک او پېزوان يې پر خپله سپېڅلې ټنډه او پزه را ونه ځړاوه. تر پايه په پوره باور، هوډ او رښتينې مېړانې تر شرمېدلې ماتې ورکولو پورې ورسره وجنګېدل او د پخواني شوروي اتحاد وروستی امپراتور (ګورباچوف ) يې دې ته اړکړ،چې نورخپل پوځونه د امريکايي رونالد ريګن په مشوره له افغانستانه وباسي . که څه هم د سره پوځ يرغل پرافغانستان د پخواني شوروي اتحاد او د امريکا د متحدو ايالاتو تر منځ په سيمه کې د ستراتېژيکو سيمو د خپلولو او لاندې کولو پر سر د دوی د خپلمنځي سيمه ييزو او نړيوالو سياليو يوه برخه وه،خو د نړيوالو قوانينو پر خلاف د شوروي واکمنو دغه پوځي هڅه په اصل کې د افغانستان مځکنۍ بشپړتيا، هوايي حريم، خپلواکۍ او قانون ته په ښکاره يو نه منونکی سپکاوی و،چې په کې ښکېل سره پوځيان يې مرتکب شول.
شورويانو بې دفاع افغانان په دغې نا انډوله تپل شوې جګړه کې په خپل کلي،کور،جومات، پټي، مدرسه، ښوونځي، پوهنتون او دفترکې شهيدان او ټپيان کړل، کورونه او ملي تاسيسات يې ور ړنګ کړل، د زندانونو تورو سلولونو ته يې ور ټېل وهل، شکنجې او عذابونه يې ورکړل.خو اېل يې ځکه نه کړل چې پخوانی شوروي اتحاد خپله ۱۵ ټوتې شو، تودې اوبه ترې پاتې شوې، خو د سره استعمار او ښکېلاک غديو افغاني او اسلامي ستر برم او عظمت ختم نه شو کړای .
په افغانستان کې شوروي ځواکونو د جګړو ترڅنګ فرهنګي فعاليتونه هم پيل کړي وو. دوی له افغانستانه زده کوونکي او ښوونکي په ملکي او نظامي برخو کې د نورو زده کړو په موخه شوروي اتحاد ته لېږل.
زرګونه افغان زده کوونکي يې د لوړو زده کړو لپاره شوروي ته ولېږل،د کتابونو او ورځپاڼو چاپ د دغه هېواد بل فرهنګي فعاليت يادولی شو،چې ډېرې يې په کابل کې چاپېدلې.
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د شوروي اتحاد علمي او کلتوري مرکز د دهمزنګ څلورلارې ته څېرمه فعال و. دا يوازېنی کلتوري مرکز و،چې په هغه وخت کې يې خپل فرهنګي فعاليت کاوه. له دې مرکزه به خلک د بورسونو له لارې روسيې ته د لوړو زده کړو لپاره تلل.
په دغه مرکز کې به کتابونه او ورځپاڼې چاپېدلې او له دې ځايه به نورو سيمو ته خپرېدې او فلمونه هم نندارې ته په کې اېښودل کېدل.
د روسانو د راتګ يوازې افغانستان هدف نه و، دوی د سيمې ډېر هېوادونه په ځانګړي ډول ګاونډيان لکه: ايران، پاکستان په پام کې لرل او غوښتل يې د هندوستان تر تودو اوبو پورې ورسېږي، په دغه وخت کې روس د سيمې يو داسې لوی ښامار جوړ شوی و، چې ازبيکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اذربايجان، ارمنستان او ماوراالنهر هيوادونه يې تر ستوني تېر کړي وو.
دغه سور ښامار يوازې آسيا نه غوښته،بلکې غوښتل يې چې پر نړۍ باندې خپله لويه امپراتوري جوړه کړي، دوی د خپل وخت موډرنې وسلې او قوي نظامي او تخنيکي وسايل په لاس کې لرل او د مځکني او هوايي ځواک په درلودلو سره داسې لوی قوت و،چې په نړۍ کې بل داسې قوت نه و چې د دوی مخه دې ونيسي.نورو قوتونو لکه امريکا او برېتانيې په خپلو کورونو کې له دې ښاماره وېره درلوده او حتی ټولې نړۍ ځان خوندي نه باله.
دې سور ښامار د نړۍ د ټولو قوانينو خلاف پر افغانستان يرغل وکړ، دغه تېري څه د پاسه نهه کاله وخت ونيو، افغانان د هېواد په لر او بر کې د دوی پر وړاندې راپورته شول، دوی داسې ظلمونه ترسره کړل چې؛ د بشر په تاريخ کې ساری نه لري،ډله ييزې وژنې يې وکړې، ماشومان، ښځې او سپين ږيري يې شهيدان کړل او لوی لوی کلي يې تر خپلو توپونو لاندې کړل، چې اوس په ځينو ولايتونو کې پر هغو خلکو چې په ډله ييز ډول شهيدان شول څلي ولاړ دي.
د روسي لښکرو پر وړاندې د افغانانو په بې ساري جهاد کې يو ميليون افغانان شهيدان، يو ميليون معلول او اووه ميليونه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته مهاجر شول چې په دومره لويه کچه د افغانانو قرباني به تل په نړيواله کچه د تاريخ په پاڼو کې ثبت وي.
دغه سره لښکر غوښتل افغانان د مځکې له سره ختم کړي، چې د پلټنو له مخې د هرو دوو افغانانو په سر دوی يو ماين زموږ په هېواد کې ښخ کړی دی، کله چې دغه سره لښکر زموږ په هېواد کې ماتې وخوړه، نو دا يې هم وويل چې زموږ ماينونه به زموږ له ماتې کلونه وروسته هم له افغانانو سره جنګېږي.
د دلوې ۲۶تمه هغه ورځ ده،چې افغانانو په کې د الله (ج) په مرسته د نړۍ لوی مادي زبرځواک راوپرځاوه او هم يې د خلق او پرچم حلقه بګوشان د نړۍ په وړاندې سرټيټي کړل.
زموږ پر ګران هېواد د شوروي اتحاد او د هغوی د کورنيو تالې څټو پوځي او فکري يرغل د تېرو ۴۲کلونو ناخوالو او بدمرغيو د پيل ټکی و، په دغې ورځ د نړۍ تش لاسي او بېوزله ولس د شوروي هغه وحشي ځواک اوبه کړ،چې خپلو اهدافو ته د رسېدو په مقصد يې په ټول وس زموږ په هېواد کې د څو بې ضميره ملګرو په مرسته داسې جنايات ترسره کول، چې ژبې يې له يادولو او غوږونه يې له اورېدلو عاجز دي.
دغه ستره او تاريخي ورځ او پېښه ثابتوي،چې پر افغانستان او افغان ملت د پرديو افکارو منلو او د دغه جهادپال هېواد د مستعمره ګرځولو لپاره هر ډول مادي هڅه، زر، زور او تزوير هېڅ نتيجه نه ورکوي.
زه يو ځل بيا د دلوې د ۲۶مې په پلمه خپل ټول متدين ملت ته مبارکي وايم، چې د روان جهاد په برکت د شهيدانو، يتيمانو، معيوبينو او مهاجرينو پاکې آرزوګانې پوره شوې او زموږ مېړنيو مجاهدينو يو ځل بيا د خپل پالونکي ستر رب تعالی په نصرت خپل هېواد د امريکايي يرغلګرو له منګولو وژغوره او د روسي لښکرو په شان يې شرمېدلې ماتې ورکړه او د شپې له لوري يې له کابل هوايي ډګره خپلې کنډې کپرې کډې بار کړې!
د شوروي لښکرو او امريکايي پوځيانو د شرمېدلې ماتې په مناسبت او د مجاهدينو د سترې بريا له امله د اسلامي امارت له چارواکو هيله کوم چې دا ځل د تېر وخت په شان هغه تېروتنې چې د پخوانيو مجاهدينو له لوري وشوې، تکرار نه کړي. د تېر او اوسني جهاد د شهيدانو د سپېڅليو ارمانونو د وارث په توګه دې سره متحد او يو موټی شي، زموږ څو لسيزې جګړه ځپلی ولس دې له اوسني بحران او سختيو وژغوري، دغه راز کورنيو او بهرنيو کړيو ته دې اجازه ورنه کړي، چې د هېواد په کورنيو چارو کې د لاسوهنو هڅې بيا ګړندۍ کړي، ځکه زموږ د خاورې ساتنه د هېواد په هر وګړي لازمه ده او دا حق لري، چې د يرغلګرو له منګولو د تل لپاره د غم خاوره خلاصه وي او نور چاته د دې اجازه ورنه کړي چې زموږ له خاورې دوی د خپل ځان لپاره ګټه پورته کړي!
رفيع الله ـ رؤفي