مقالې او تبصرې

د شوروي اتحاد د ماتې ورځ ولې نمانځو؟!

له ننه پوره ۳۴ کاله مخکې په همدې ورځ، يعنې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ تمه د شوروي اشغالګرو وروستی عسکر له ګران هېواده ووت او ورپسې د ډاکتر نجيب الله د رژيم په سقوط سره افغانستان کاملاً د کمونيزم د ناولې مفکورې له لارويانو پاک شو. دا چې وروسته د مجاهدينو د خودخواهۍ او غلطيو له امله يو بل بحران رامنځ ته شو او جهادي ګوندونه د وطن له آزادۍ وروسته؛ د شهيدانو د دوهم ارمان (د اسلامي نظام قائمولو) په پوره کولو کې پاتې راغلل، دا يو جلا او اوږد بحث دی، چې هر ګوند ته يې په خپله اندازه پړه راجع کېږي.

 له ننه پوره ۳۴ کاله مخکې په همدې ورځ، يعنې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ تمه د شوروي اشغالګرو وروستی عسکر له ګران هېواده ووت او ورپسې د ډاکتر نجيب الله د رژيم په سقوط سره افغانستان کاملاً د کمونيزم د ناولې مفکورې له لارويانو پاک شو. دا چې وروسته د مجاهدينو د خودخواهۍ او غلطيو له امله يو بل بحران رامنځ ته شو او جهادي ګوندونه د وطن له آزادۍ وروسته؛ د شهيدانو د دوهم ارمان (د اسلامي نظام قائمولو) په پوره کولو کې پاتې راغلل، دا يو جلا او اوږد بحث دی، چې هر ګوند ته يې په خپله اندازه پړه راجع کېږي.

البته په مجموع کې، له دې ټولو مشکلاتو او نيمګړتياوو سره سره، د شوروي اتحاد ذليله ناکامي، د وطن آزادي او د کمونيزم ماتې تر ابده د افغان ولس لپاره د وياړ او افتخار ځای دی.

د جهادي ګوندونو له ګډوډۍ او بېلاريتوب وروسته، الله تعالی د طالبانو سپين سپېڅلی حرکت را پورته کړ،طالبانو په ټول هېواد کې فتنه او فساد ختم کړ، سپېڅلی اسلامي نظام يې قايم کړ، داسې پاک او مقدس نظام، چې په وروستيو پېړيو کې يې هيڅ ساری نه ليدل کېده.

د شوروي له ماتې وروسته، د امريکا په مشرۍ صليبيانو يرغل وکړ، ناټو ورسره ملګرې شوه او همدا راز ټولې نړۍ يې تر خپلې وسې مرسته وکړه، افغانستان ته را د ننه شول او په افغانستان يې يرغل وکړ. ځکه چې دوی اسلامي نظام نه شو زغملی، داسې نظام چې د اسلام حقانيت يې ټولې نړۍ ته وړاندې کړ.

د ۱۳۸۱ کال د تلې په ۲۵مه نېټه افغانستان د صليبي يرغلګرو له خوا اشغال شو، صليبيانو هم د شورويانو په څېرځان سره يو ناولې او باطله مفکوره راوړه.

شورويانو د کمونيستي مفکورې ته خلک بلل، هغوی هيله درلوده چې په افغانستان کې اسلامي نظام ختم کړي او پر ځای يې د مارکس او لېنن نظريه دلته رواج کړي. ټول دينداره خلک يې د اشرارو په نوم ختم کړل، خپل ايجنټان يې د همدې موخې لپاره پر افغان مسلمان ولس مسلط کړل، غلامانو يې هم ځانونه مسلمانان او هم کمونستان بلل،چې افغان ولس پرې دوکه او بېلارې کړي! مګر دغه مفکوره يې ګور ته يووړه، ټولې هيلې يې له خاورو سره خاورې شوې او خوار و ذليل له افغانستانه ووتل.

همدغه شان د امريکا په مشرۍ صليبيانو هم غوښتل چې د ديموکراسۍ ناولې او کاذبه مفکوره پر افغان ولس ومني، د همدې موخې لپاره يې ډېرې زياتې خوارۍ وکړې، بې حسابه ډالر يې مصرف کړل، په مختلفو نومونو يې دلته ټولنې رامنځ ته کړې، دلته يې يوه اداره جوړه کړه او بيا يې څو بې دينه افغانان د مشرانو او حاکمانو په توګه ورته وټاکل او د افغان حکومت نوم يې ورکړ.

دوی هم د شورويانو په څېر هيله درلوده چې اسلام ختم کړي او ځای يې ديموکراسي او سيکولريستي ونيسي، دوی هم مسلمانان د ترهګرو، وطن ورانوونکو او په نورو کاذبو او مصنوعي نومونو ونومول. هر ډول وسلې يې دلته استعمال کړې، په سلګونو زره خلک يې شهيدان، بنديان او تري تم ورک کړل. دوی ارمان درلود چې د افغانستان نوی نسل په خپله نظريه وروزي او په دې توګه افغانستان د دوی يوه تلپاتې مستعمره شي. ښکاره يې نارې وهلې چې د ښځو چادري (حجاب) به ختموو، افراطيت (دينداري) به له منځه وړو او دلته نور د ملا او طالب لپاره ځای نشته. خو الحمدلله دا ټولې هيلې يې له خاورو سره خاورې شوې، او حيثيت يې په نړيواله سطحه له منځه ولاړ.

هر يرغلګر چې يوه خاوره لاندې کوي، هغه هېڅکله د وتلو اراده نه لري، هغوی غواړي چې د مستعمره ولسونو اخلاق، کلتور او ارزښتونه بدل کړي، مالي او معنوي شتمنۍ يې وتروړي او نوی نسل يې په خپله نظريه وروزي، چې د تل لپاره هغوی غلامان واوسي.

خو ازاد او خپلواک ملتونه هېڅکله غلامي نه شي منلی، د خپلو وينو په بدل کې استقلاليت تر لاسه کوي او د خپلو معنوي ارزښتونو او ملي هويت ساتلو لپاره هر ډول سرښندنې ته چمتو وي.

افغان ولس هم په فطري ډول پر استقلال مين ولس دی، هېڅ وخت يې يرغلګرو ته غاړه نه ده ايښې، همېشه يې د استقلال ډېوه په خپلو وينو روښانه ساتلې. افغان مسلمان ولس ته خپلواکي تر خپله ژونده ډېره مهمه ده، دلته الحمدلله؛ خپلواکي وياړ او فخر بلل کېږي، همدغه راز بلواکي او غلامي داسې شرم دی، چې هېڅوک يې نه شي منلی او زغملی.

نو له همدې امله د انګرېزانو، شورويانو او صليبيانو ناکامي زموږ د تاريخ وياړ منې ورځې دي، په افغان تاريخ کې د اشغال موده تور باب ګڼل کېږي او همداراز د خپلواکۍ ګټلو ته د سهار راختل ويل کېږي.

نو څرنګه چې سپين سهار پر تورې شپې برتري لري او هېڅکله به سهار خپل مقام له لاسه ورنه کړي، همدغه شان ازاد ملتونه پوهېږي چې د استقلال ګټل همېشنی وياړ او عزت دی او له خپلواکۍ پرته ژوند د ذلت، شرم، ناکامۍ او بدمرغۍ ژوند دی او له داسې ژونده د عزت مرګ زر ځله بهتر دی.

سليمان سعيد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button