سرلیکنې

د شهید ملا اختر محمد منصور شهکارونه او کارنامې!

مرګ يو داسې واقعيت دی، چې د انسانانو ترمنځ څه چې د ټولو ژونديو اجسامو تر منځ شريک دی، هېڅوک له دغه واقعيت څخه نه انکار کولی شي او نه ترې ژغورل کېدای شي.

خو فعاليت، کړنې او کارنامې بيا جلا موضوع ده، ځينې خلک د نورو پر اوږو بار، محکوم او د ذلت ژوند کوي؛ خو ځينې نور بيا د ټولنې د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره هڅې کوي. د ذلت له اوږده ژونده د عزت څو ورځو ژوند ته ترجېح ورکوي او د جسم او بدن په پرتله فکر او نظريه ورته ډېره مهمه وي.

اسلامي امارت ته الله تعالی د تاسيس له ورځې داسې مشران ورکړي، چې په ژمنتيا، پر الله تعالی توکل، هيواد او دين سره مينه کې ساري نه لري او د ايثار او فداکارۍ ستر-ستر داستانونه يې د تاريخ پاڼو ته سپارلي دي.

 امير المؤمنين شهيد ملا اختر محمد منصور- تقبله الله تعالی- هم د همدغو مشرانو له ډلې خورا مدبر، زړه سواندی او قاطع شخصيت و.

د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی له وفات څخه وروسته يې په خورا حساس وخت کې نه يوازې د هيواد د آزادۍ او د اسلامي شریعت د نفاذ لپاره د جهاد او مبارزې سنګرونه‌ تاوده وساتل، بلکې يو لړ سترې کارنامې يې هم ترسره کړې.

له ټولو ستره کارنامه يې دا وه چې د مرحوم اميرالمؤمنين له وفات وروسته يې د اسلامي امارت صفونه متحد وساتل او په دې برخه کې يې د لوېديځ او د هغوی د ملګرو ټول پلانونه شنډ او له منځه يوړل.

بله ستره کارنامه يې دا وه چې د دښمن په صفونو کې يې د نفوذي مجاهدينو پر فعاليت ډېر تمرکز وکړ او په دې سره يې وکړای شول چې د دښمن په ليکو کې وارخطايي خپره کړي او پر يو بل اعتماد او باور يې له منځه ولاړ شي.

او بله ځانګړې کارنامه يې دا وه، چې اسلامي امارت ته يې په سيمه ييزه او نړيواله کچه د ډېپلوماتيکو اړيکو سالم چاپېريال رامنځته کړ، له سيمه ييزو هيوادونو سره يې مشترکه ژبه پيدا کړه او هغوی يې له خپل هغه دريځ څخه خبر کړل، چې لوېديځو رسنيو يې په اړه ډېر ناوړه تبليغات کړي وو.

که څه هم د شهيد اميرالمؤمنين د واکمنۍ وخت ډېر لنډ و، خو په دې کم وخت کې يې تاريخي کارنامې ډېرې اهمې او مؤثرې وې.

همدا لامل و، چې مکار دښمن د ځان لپاره لوی خطر ګاڼه او د له منځه وړلو لپاره يې شپه او ورځ يوه کړې وه.

شهيد اميرالمؤمنين د اسلامي امت د نورو تاريخي اتلانو په څېر له خپل دين او عقيدې څخه د دفاع په لاره کې شهيد شو او  په دې سره يې د خپل خدای او دين په وړاندې ورسپارل شوی مسئوليت په ښه ډول تر سره کړ. که څه هم مرګي يې وجود ټوټه ټوټه کړ، خو کارنامې او شهکارونه يې د تاريخ غېږه کې خوندي دي او هېڅ شی يې نه شي ورانولی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button