روغتیا

د شهید سردار محمد داوود خان په روغتون کې د نایتروجن ماشین پر کار واچول شو

 شریعت: د شهید سردار محمد داود خان روغتون مسوولین د شریعت ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې د ستر درستیز د روغتیایي چارو قومنداني هیئت رهبري په هڅو او په ځانګړې توګه د روغتیایي چارو قومندان ډاکټر محمد طاهر «احرار» د ځانګړې پاملرنې په پایله کې د روغتون د عصري او پرمختللیو طبي وسایلو سمبالولو سره دا ځل د روغتیایي چارو قومندانۍ د نایتروجن ماشین چې د ډېرې مودې راهیسې غیر فعال وو د روغتیایي چارو قومندان لخوا افتتاح او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
همدارنګه دا نایتروجن ماشین د اکسیجن او نایتروجن تولید وړتیا لري چې په اړونده برخو کې د اور وژنې لپاره کارول کیږي
یادې دستګاه د افتتاح مراسمو کې د روغتیایي چارو قومندانۍ رئېس ارکان اداري او اوپراسیون  مرستيال، د مرکزي روغتون قومندان، د لوژستيکي حمایې قومندان او يو شمېر مديرانو برخه اخيستې وه.
د یادولو وړه ده چې د اسلامي امارت په راتک سره نوموړي روغتون کې زیات شمير درملیز وسایل نوي رانیول شوي او غیر فعال ماشینونه رغول شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button