ګزارش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت:تر دې دمه (۶۳۸۹۵۴) تنه معلولین، کونډې او یتیمان ثبت شوي دي

اسلامی امارت (۱۳۵۹۳۸۵۰۷۶)افغانی  ،ملکي شهیدانو ، د تیرې ادارې، یتیمانو ، کونډو او معلولینو ته د بانکي سیستم د لارې توزیع شوي دي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې مسؤلې ادارې په توګه هڅه کوي چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ او د دولتي او غیر دولتي همکارو ادارو په مرسته د هیواد بې وزله کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د لوړ کیفیت او اغېزمن اقتصادي، فرهنګي، بیارغونې، فلاحي او کارموندنې خدمتونه وړاندې کړي. د ټولنیز ادغام په موخه د قوانینو، ستراتیژیو ، طرحو پراختیا او د رغنده مشورو په ورکولو سره د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ژوند د ښه والي لپاره د یو باثباته او ګټورې  ادارې په توګه د تثبیت، ثبت او میاشتني نغدي مرستو په برخه کې اغیزمن فعالیتونه په شفاف او خوندي چاپیریال کې وړاندې کړي.

۱-  د بې وزله کونډو، یتیمانو او معلولینو په برخه کې وړاندې کړل شوي خدمتونه: تر دې دمه (۶۳۸۹۵۴) تنه معلولین، کونډې او یتیمان ثبت شوي دي، چې (۱۴۹۶۷۲) تنه یې نارینه او (۳۰۷۷۷) تنه یی ښځینه معلولین، (۳۷۱۴۲۰) تنه یتیمان او (۸۷۰۸۷) تنه یې کونډې دي. (۱۵۰۰۰۰) تنه یې د اسلامي امارت دشهیدانو کونډې او یتیمان دي. همدا شان (۱۲۰۰۰۰)  تنه یې د تیرې ادارې کونډې او یتیمان ا و (۱۸۶۰۰۰) یې د ملکي شهیدانو کونډې او یتیمان دي. د ۱۴۰۱ کال اسد میاشتې څخه تر ۱۴۰۲ کال اسد میاشتې پورې (۱۳۵۹۳۸۵۰۷۶) دیارلس میلیارده پنځه سوه دری نوي ملیونه اته سوه پنځوس زره او شپږ اویا افغانې ، اسلامی امارت، او ملکي شهیدانو او  د تیرې ادارې،یتیمانو ، کونډو او معلولینو ته د بانکي سیستم د لارې توزیع شوي دي. نوي ثبت شوو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته بانکي حسابونه افتتاح او بانکي کارتونه په واک کې ورکړل شوي دي.

۲- د شفافیت تامینولو په موخه د مستحقینو سروې په برخه کې: د دې لپاره چې د بیت المال د ضیاع مخه نیول شوې وي، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ثبت شویو کونډو، یتیمانو او معلولینو سروې په لاره اچولې چې تر دې مهاله په حدود د (۱۲۰۰۰) کونډې او یتیمان او په حدود د (۷۵۰۰) معلولین غیر مستحق تثبیت او له سیستم څخه ایستل شوي دي. دغه لړۍ دوام لري.

  ۳- د ډیټابیس په برخه کې: د بریښنايي سیسټم په مرکز کې فعال او (۱۰) ولایتونو ته هم وغځول شو او په ۱۴۰۲ کال کې تر دې مهاله (۸) نورو ولایتونو کې هم سیسټم فعال شوی دی چې جمله(۱۸) ولایتونه شول.

تر دې مهاله  په ټوله کې ( ۷۷۶۹۹ ) بایومتریک او په سیسټم کې ثبت شوي چې (۴۳۹۹۵) معلولین او (۳۴۶۰۲) کونډې او یتیمان دي. تر دې دمه په سسټم کې (۱۰۷) تنه تکراري معلولین په ګوته شوي او له سیسټم څخه ایستل شوي. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې څخه د بریښنایي تذکرو لینک تر لاسه شوی، په سیسټم کې له ثبت څخه وړاندې تذکرې چک کیږي او د صحت په صورت کې دثبت لړۍ پر مخ وړل کیږي. په بریښناي سیستم کې له ثبت وروسته کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د سیسټم کارت توزیع کیږي.

۴- د مالي چارو د تنظیم او مدیریت برخه:  (۹۵۹۲۳۹۳) نهه میلیونه پنځه سوه دوه نوي زره دری سوه دری نوي افغانې د تیرو څو کلونو راپدیخوا په خصوصی بانکونو کې معلق ډول سره پاتې وې د امارت وارداتي کوډ ته انتقال شوي دي.

۵- د هوکړه لیکونو د عقد او د مساعدتونو د جلب کولو برخه: د بې وزله کونډو، یتیمانو او معلولینو لپاره د مرستو ( نقدي، خوراکي مواد، البسه،  معلولینو لپاره کومکي او د بیا ځواکمنتیا وسایل او داسې نور) د جلب کولو  په موخه د  (۲۳) ملي او نړیوالو مؤسساتو سره په ارزښت د (۸۲۱۸۱۰۶) ډالرو د ګډې همکارۍ هوکړه لیکونه لاس لیک شوي دي. یاد وزارت په تیر یو کال کې د مرکز په شمول د هیواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت اړوند ریاستونو په همغږې سره (۱۵۰۰۰۰) یولک او پنځوس زره تنو چی لدې جملې څخه په (۶۰۰۰۰) تنه یتیمانو ، کونډو او معلولینو ته شاو خوا (۳۵۰) دری سوه  پنځوس میلیونه افغانې نغدي مرستې، (۱۰۹۴) تنه معلولینو ته ویلچیرونه، (۲۰۳۶۸) معلولینو، کونډو او یتیمانو ته خوراکي توکي، (۲۳۰۹۵) تنو اړمنو کسانو ته البسه همدا راز (۲۸۳۴۹) تنو ته د لوی اختر په ورځو کې د قرباني غوښه او پاتې نورو  کورنیو ته د هغوي د اقتصادي ودی او بساینې په موخه د کوچنیو کاروبار، زمینه برابره شوې ده.

۶- د حج د فریضې د اداء کولو په برخه کې: د هیواد په کچه (۹۵۲) تنه په شرایطو برابر معلولین او د شهیدانو ورثه د حج او اوقافو وزارت ته د اسلام پنځم رکن (حج) د اداء کولو په موخه ورپېژندل شوي دي.

۷-  د فني او حرفوي زده کړه په برخه کې: په شرایطو برابر (۸۰) تنه معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته  (مبایل ترمیمولو، جامو ګنډلو، د بریښنایي وسایلو او کمپیوټرونو د ترمیم په برخه کې) (۴) میاشتنۍ فني او حرفوي زده کړې ورکول شوي، د  فراغت سندونه او کار وسایل او تجهیزات هم  په واک کې ورکول شوي دي.

۸- د معلولینو بیا ځواکمنتیا په برخه کې: (۳۷۰۰) معلولینو ته د فزیوتراپي، اورتوپیدي، مصنوعي اندامو جوړولو او ترمیم کولو، د غوږونو، او  ذهني درملنې په برخه کې خدمتونه وړاندې شوي دي. د کابینې د ۹/۵/۱۴۴۳ ه.ق. کال د (۱۴) ګڼې مصوبې (۳-۱) بند مطابق (۱۶۱) تنه معلولین، کونډې او یتیمان د معالجې او تداوۍ په موخه صحي مرکزونو ته ورپېژندل شوي دي.

۹- د معلولینو د کار موندنې په برخه کې: په (۱۹۸) تنه معلولین امارتي ادارو ته د استخدام په موخه ورپېژندل شوي دي.

۱۰- د نظارت او ارزونې په برخه کې: د شفافیت تامینولو په موخه، د منظور شوي پلان مطابق، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نظارت ریاست کارکوونکو د وزارت له مرکزي او ولایتي واحدونو څخه نظارت تر سره کړی، نیمګړتیاوې اوستونزې یې په ګوته کړي، د اړوند واحدونو کارکوونکو ته یې د پوهاوي په پار لنډ مهاله سیمینارونه وړاندې کړي.

۱۱- د تفتیش په برخه کې: د شفافیت تامینولو په موخه، د منظور شوي پلان مطابق د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند د تفتیش ریاست کارکوونکو له مرکزي او ولایتي واحدونو څخه پلټنه تر سره کړې، نیمګړتیاوې او ستونزې یې په ګوته کړي او د یادو ستونزو او نیمګړتیاوو  د مرفوع کولو په موخه یې ګزارش ترتیب او د وزارت د مقام له منظورۍ وروسته یې په رسمي بڼه له اړوندو واحدونو سره د پر وخت او اصولي اجراآتو په موخه شریک کړي دي.  (پنځه میلیونه پنځه سوه دولس زره اته سوه دیرش افغانې د کورني پلټنې ریاست لخوا د امارت وارداتو کوډ ته انتقال شوي دي.

۱۲- د دعوت او اسلامي ارشاد په برخه کې: د مرکز په کچه د وزارت په اړوند برخو کې د دعوت او ارشاد د ریاست له لوري د دینې زده کړه او اصلاحي موعظو وړاندې کولو چارې تنظیم او په ولایتي ریاستونو کې د کابینې د مصوبې مطابق د دعوت او ارشاد چارې پر مخ وړل کیږي.

۱۳- د وزارت د تشکیل د پراختیا په برخه کې : د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د پېرزوینې له مخې د وزارت تشکیل په ۱۴۰۱ مالي کال کې له (۶۳۸) بستونو څخه (۱۰۸۶) بستونو ته ارتقاء وکړه. همدارنګه د دعوت او ارشاد او د کابل ریاستونه نوي ایجاد او د (۳۳) ولایتونو آمریتونو ته د ریاست (۲) بست کچې ته ارتقاء ورکړل شوه، د دې برسېره د ولسوالیو په کچه (۲۵۸) بستونه هم ایجاد شول څو په لیرې پرتو ولسوالیو کې اړوند خدمتونه وړاندې کړي.  د(۸۸۳) بستونو وظایفو لایحې ترتیب شوي او همدا راز (۵۵۵) تنه نوي ایجاد شوي بستونو لپاره استخدام شوي دي . په تعداد (۲۷) برنامې د (۵۱۵) تنو کارمندانو ته د ظرفیت لوړولو په موخه سیمینارونه دایر شوي دي.

۱۴- د رسمي دفاترو د تامین په برخه کې: د شهیدانو او معلولینو وزارت د نورو ستونزو تر څنګ د رسمي دفتري ودانیو له کمښت سره هم مخ وو، چې د وزارت د وړاندیز او د امیرالمؤمنین حفظه الله حکم مطابق په ډیرو ولایتونو کې اداري تعمیرونه تر لاسه کړي، په تیره بیا  په مرکز کې دوه اداري تعمیرونه  تر لاسه شول چې د معلولینو د تګ را تګ لپاره د لاسرسي وړ او اړوند خدمتونه پکښې وړاندې کیږي.

د امیر المؤمنین حفظه الله فرمانونه، د کابینې پریکړې د اسلامي امارت صالحه مقاماتو احکام او هدایتونه او همدا رنګه د وزارت د رهبرې شورا پریکړې اړونده ریاستونو ته د شهیدانو ورثې او معلولینو د ژوند د لا ښه والي په موخه ابلاغ او تکثیر شوي دي.

د  پلان کې شامل عمده او بنسټیز فعالیتونه:

 ۱-د کونډو، یتیمانو، او معلولینو د ثبت لړۍ ته دوام ورکول، کوم چې تر دې مهاله نه دي ثبت شوي.

۲-کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د نقدي مساعدتونو منظور شوې طرحې مطابق، نقدي مساعدتونه اجراء کول.

۳-د بریښنایي سیسټم نورو ولایاتو ته غځول او د یتیمانو، کونډو او معلولینو بایومتریک کول او سیسټم ته شاملول.

۴-د حج بیت الله فریضې اداء کولو په موخه ارشاد حج او اوقافو وزارت ته په شرایطو برابر  معلولین او د شهیدانو وارثین معرفي کول.

۵. له کورنیو او نړیوالو مؤسسو او خیریه بنسټونو څخه د مساعدتونو جلبول او مستحقو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته یې توزیع کول.

۶. په شرایطو برابر معلولینو او د شهیدانو ورثه وو ته د کار موندنې زمینه برابرول.

۷-د شهیدانو او معلولینو بریښنایي سیسټم نورو ولایاتو ته د تطبیق په موخه غځول.

 ۸- اړمنو معلولینو ته د مصنوعي اعضاوو جوړول او ترمیمول.

۹- اړمنو معلولینو، کونډو او یتیمانو ته د  ذهني او رواني، غوږونو، سترګو، فیزیوتراپي، اورتوپیدي درملنې او کومکي وسایلو په برخه کې خدمتونه وړاندې کول.

 ۱۰- د تیرو څو کلنو را په دې خوا په بانکي حسابونو کې د راکد پیسو  د دولتي وارداتو حساب ته را ګرځول (تقریباْ ۶۰ میلیونه افغانۍ)                                                                                 توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button