سرلیکنې

د شهيد امير ملا اختر محمد منصور کارنامې او شاهکارونه..!

مرګ يو داسې واقعيت دی، چې د انسانانو ترمنځ څه چې د ټولو ژونديو اجسامو تر منځ شريک دی، هېڅوک له دغه واقعيت څخه نه انکار کولی شي او نه ترې ژغورل کېداي شي.

مرګ يو داسې واقعيت دی، چې د انسانانو ترمنځ څه چې د ټولو ژونديو اجسامو تر منځ شريک دی، هېڅوک له دغه واقعيت څخه نه انکار کولی شي او نه ترې ژغورل کېداي شي.

خو فعاليت، کړنې او کارنامې بيا  جلا موضوع ده، ځينې خلک د نورو پر اوږو بار، محکوم او د ذلت ژوند کوي؛ خو ځينې نور يې بيا د ټولنې د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره هڅې کوي، د ذلت له اوږده ژونده د عزت څو ورځې ژوند ته ترجېح ورکوي او د جسم او بدن په پرتله فکر او نظريه ورته ډېره مهمه وي.

اسلامي امارت ته الله تعالی د تاسيس له ورځې داسې مشران ورکړي، چې په ژمنتيا، پر الله تعالی توکل، هيواد او دين سره مينه کې ساري نه لري او د ايثار او فداکارۍ ستر ستر داستانونه يې د تاريخ پاڼو ته سپارلي دي.

 امير المومنين شهيد ملا اختر محمد منصور- تقبله الله تعالی- هم د همدغو مشرانو له ډلې خورا مدبر، زړه سواندی او قاطع شخصيت و.

د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی له وفات څخه وروسته يې په خورا حساس حالت کې نه يوازې د هيواد د ازادۍ او د اسلامي شریعت د نفاذ لپاره د جهاد او مبارزې سنګرونه‌ تاوده وساتل، بلکې يو لړ سترې کارنامې يې هم ترسره کړې.

له ټولو ستره کارنامه يې دا وه چې د مرحوم اميرالمؤمنين له وفات وروسته يې د اسلامي امارت صفونه متحد وساتل او په دې برخه کې يې د لوېديځ او د هغوی د ملګرو ټول پلانونه شنډ او له منځه يووړل.

بله ستره کارنامه يې دا وه چې د دښمن په صفونو کې يې د نفوذي مجاهدينو پر فعاليت ډېر تمرکز وکړ او په دې سره يې وکړای شول چې دښمن وارخطايي خپره کړي او پر يو بل اعتماد او باور يې له منځه ولاړ شي.

او بله ځانګړې کارنامه يې دا وه، چې اسلامي امارت ته يې په سيمه ييزه او نړيواله کچه د ډيپلوماتيکو اړيکو سالم چاپېريال رامنځته کړ، له سيمه ييزو هيوادونو سره يې مشترکه ژبه پيدا کړه او هغوی يې له خپل هغه دريځ څخه خبر کړل، چې لوېديځو رسنيو يې په اړه ډېر ناوړه تبليغات کړي وو.

که څه هم د شهيد اميرالمؤمنين د واکمنۍ وخت ډېر لنډ و، خو په دې کم وخت کې يې تاريخي کارنامې ډېرې اهمې او مؤثرې وې.

همدا لامل و، چې مکار دښمن د ځان لپاره لوی خطر ګاڼه او د له منځه وړلو لپاره يې شپه او ورځ يوه کړې وه.

شهيد امير المؤمنين د اسلامي امت د نورو تاريخي اتلانو په څېر له خپل دين او عقيدې څخه د دفاع په لاره کې شهيد او  په دې سره يې د خپل خدای او دين په وړاندې ورسپارل شوی مسئوليت په ښه ډول تر سره کړ. که څه هم مرګي يې وجود ټوټه ټوټه کړ، خو کارنامې او شاهکارونه يې د تاريخ غېږ کې خوندي دي او هيڅ شی يې نشي  ورانولی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button