سیاست او دولت

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت :سږکال مو يوولس ميليارده افغانۍ د شهيدانو وارثينو او معلولينو ته ورکړي

هيواد : د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مرستيال شيخ عبدالحکيم حقاني د فراه ولايت له والي الحاج مولوي غوث الدين رهبر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

هيواد : د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مرستيال شيخ عبدالحکيم حقاني د فراه ولايت له والي الحاج مولوي غوث الدين رهبر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.په دې کتنه کې د شهيدانو او معلولينو چارو مرستيال د شهيدانو دورثه وو او معلولينو پر وړاندې د شته ستونزو د حل او هغوي ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په تړاو خبرې وکړې او زياته يې کړه: په ١٤٠٢ مالي کال کې دې وزارت يوولس ميليارده افغانۍ د شهيدانو وارثينو او معلولينو ته د مياشتنيو نغذي مساعدتونو په توګه  په شفاف ډول ورکړې دي. دا وزارت د يتيمانو، کونډو او معلولينو کره شمېره په اختيار کې لري چې د هغې پر بنسټ هر ولايت ته بوديجه ځانګړې کېږي. ده زياته کړه: د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت هڅه کوي، چې له ځينو خيريه بنسټونو او مؤسسو سره په همغږۍ د هيواد په ټولو ولايتونو کې د شهيدانو وارثينو او معلولينو باندې مرستې په مساويانه ډول وويشي.په دې کتنه کې د فراه والي د ياد ولايت د يتيمانو، کونډو او معلولينو د ستونزو او ننګونو په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه: يتيمان، کونډې او معلولين د دې ټولنې اړمن او ځوريدلي قشر دي او لازمه ده ، چې په دغه ولايت کې د دوي لپاره لازياتې آسانتياوې برابرې او د دوي ستونزو ته په بشپړه توګه رسيدګي وشي. ده همداراز د فراه ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست لپاره د اداري ودانۍ نه شتون، دغه رياست ته د بوديجې زياتوالي، د ياد ولايت د يتيمانو، کونډو او معلولينو لپاره د لا زياتو مرستو اختصاص او د معلولينو لپاره په فراه ولايت کې د فزيکي بياوړتياموندنې د مرکز جوړولو په هکله خبرې وکړې او په يادو برخو کې يې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د رهبري څخه د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.په ورته وخت کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مرستيال شيخ صاحب عبدالحکيم حقاني وويل: زموږ اساسي موخه د دې اړمن او ځوريدلي قشر خدمت کول دي او هڅه کوو، چې دې قشر ته لا زياتې مرستې راجلب کړو او هغوي ته لا نورې اسانتياوې هم برابرې کړو. ده همداراز په يو شمېر ولايتونو کې د شهيدانو او معلولينو چارو د رياستونو لپاره د اداري ودانېو د نشتون يادونه وکړه او ويې ويل چې دغه وزارت په ډېرېو ولايتونو کې د اداري ودانېو د نشتون له ستونزې سره مخ ؤ چې ياده ستونزه تر يوې کچې پورې حل شوې او د وزارت رهبري هڅه کوي تر څو دا ستونزه په بشپړه توګه حل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button