سرلیکنې

د شروفساد ډلې او وروستۍ غونډې؟

 هېڅ ټولنه له بدو، مغرضو، پرديپالو او بدمرغو انسانانو څخه پاکه نه وي، هر څوک ښې او بدې څېرې لري. که څه هم يوازې د بدو انسانانو شتون هم ټولنې ته د زيان رسېدو لامل کېږي، خو هغه ملتونه بيا ډېر بدمرغه وي، چې د چارو واګې يې د مفسدو انسانانو لاسونو ته لوېدلې وي.

 هېڅ ټولنه له بدو، مغرضو، پرديپالو او بدمرغو انسانانو څخه پاکه نه وي، هر څوک ښې او بدې څېرې لري. که څه هم يوازې د بدو انسانانو شتون هم ټولنې ته د زيان رسېدو لامل کېږي، خو هغه ملتونه بيا ډېر بدمرغه وي، چې د چارو واګې يې د مفسدو انسانانو لاسونو ته لوېدلې وي.

افغانستان کې تېرې دوه لسیزې د اقتدار واګې د پرديپالو او مفسدينو په لاس کې وې، دلته انسانيت خپله اصلي څېره له لاسه ورکړې وه، د اشغال د دوام لپاره هڅې کېدې، هره ورځ به په اوسط ډول ۳۰۰ افغانانو ژوند له لاسه ورکاوه، مرکزي حکومت نه و، هر لور ته ملوک الطوايفۍ حاکمې وې او افغانستان د نړۍ په کچه له ټولو لوی مفسد هيواد يادېده.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته اشغال پای ته ورسېده، ځواکمن مرکزي حکومت حاکم ، سرتاسري امنيت تامين او فساد له ټولو ټيټې کچې ته راکښته شو.

دا هر يو په خپل ځای ډېر لوی نعمت او لاسته راوړنه ده، افغان ملت بايد د دې خدايي لورينې شکر ادا کړي او له فعلي نظام څخه په ټوله معنا ملاتړ وکړي.

خو اوس هم د تېرو فاسدو او اجيرو نظامونو ځينې متعصبې او بدرنګه څېرې د اقتدار خوبونه ويني او کوښښ کوي، چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر افغانستان يو ځل بيا د بې ثباتۍ او تباهۍ پر لور روان کړي، د همدغو هڅو په دوام څه موده وړاندې په تاجکستان، ورپسې په روسیه او څو ورځې وړاندې د اتريش په پلازمېنه ويانا کې ځينې بې ضميره، د نشه يي توکو د قاچاق او مافيا سرلاري، پرديپاله او تش په نامه افغانان جرګه شوي وو او د افغانستان د بې ثباتۍ او اقتدارته د رسېدو لپاره يې سلا مشورې کولې.

که څه هم دوی د سياسي حل او پر اسلامي امارت د نړيوالو فشارونو د زياتېدو غوښتنه کوي، خو دا هسې د افغان ملت د غولونې هڅه ده، کنه اسلامي امارت څو ځله د دوی په شمول ټولو ته د خبرو او ډيالوګ وړانديز کړی، خو هر ځل د دوی له لوري رد شوی او په لوی لاس داسې غوښتنې مطرح شوي، چې منل يې ناشوني دي.

د دوی دغه ډول کړنې او فعاليتونه له دې پرته چې دوی نور هم په ملت کې بدنامه کړي، نوره هېڅ اغېزه نه لري؛ ځکه د اشغال پر مهال دوی ډېر بد تاريخ پريښی، د لسګونه زره بېګناه هېوادوالو په وينو يې لاسونه سره دي، د اشغال د دوام لپاره يې له هېڅ ډول کړنې لاس نه دی نيولی او د شخصي ګټو له پاره يې نه بخښونکي جرمونه کړي.

افغان ملت له دوی څخه د هيڅ راز خير تمه نه لري، دوی امتحان ورکړى او شل کاله يې په پرلپسې ډول د ملت وينې زبېښلي او شتمنۍ يې ور لوټ کړې دي.

دوی به ډېره هڅه وکړي چې اقتدار ته د رسېدو لپاره په يو او بل نامه افغانان استعمال کړي، خو دا هڅې به يې بې اغېزې ثابتې شي او ملت به په يوه خوله د «نه» ځواب ورکړي.

په تېر کې هم دوی دغسې غونډې کړې دي، خو هغه مهال هم افغانانو وغندل، اتريش مېشتو افغانانو د دوی پر خلاف پراخ لاریونونه وکړل او دغه ډول ناستې يې د افغانستان پر ضد دسيسه وبلله.

لوېديځو رسنيو ډېره هڅه وکړه، چې دغې ناستې ته تبليغاتي پوښښ ورکړي او يو ځل بيا د افغانانو په سترګو کې خاورې وشیندي، خو له دوی څخه د افغان ملت کرکې او نفرت د دوی دغه هڅې په اوبو لاهو کړې او په زغرده يې ورسره مخالفت وښوده.

داسې ښکاري چې دوی به خپله افغان ضد مفکوره او شخصي ګټې هيڅکله ارام کېناستلو ته پرې نږدي او بيا به هم په يو او بل نامه دغسې فعاليتونه کوي، خو افغان ملت يې بايد هر ځل په زغرده رد کړي او په وړاندې يې د مخالفت غږ پورته کړي. اسلامي امارت هم مکلفيت لري ، چې ملت نور هم ځان ته رانږدې کړي، مشروع غوښتنې يې له پامه ونه غورځوي او دغه راز نړۍ سره هم د تعامل او ډيالوګ په برخه کې رغنده او چټک ګامونه واخلي، تر څو د دغه ډول پرديپالو او پروژه يي څېرو افغانستان ضد کړنې او فعاليتونه په ټوله معنا له منځه يووړل شي او هيواد مو د تل لپاره له ثبات او امنيت څخه برخمن شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button