
د شرعي حجاب ارزښت او ګټې..؟!
د اسلام مبارک دين مېرمنې ته په ټولنه کې لوړه درجه او حيثيت ورکړی. د مالکيت، ميراث کې برخه او نور ډول ډول حقونه يې ورکړي دي، که څه هم د اسلامي ښوونو له مخې مېرمن د نارينه په څېر مکلفه بنده ده؛ خو مسئوليتونه او دندې يې يو څه توپير لري او دغه راز اسلام د مېرمنو د عفت او ارزښت ساتلو په موخه پر هغوی يو لړ ځانګړي محدوديتونه هم وضع کړي دي، چې ددغو محدوديتونو له ډلې يو هم حجاب دی.
الله تعالی ميرمنې په دې مکلفې کړي دي، چې له پرديو نارينه وو، جلا او بېلې واوسي، له اړتيا پرته له کوره بهر ونه وځي او د اړتيا په صورت کې د بهر وتلو پرمهال بايد داسې جامه وکاروي، چې د بدن ټولې برخې يې د نارينه وو له سترګو پټې وساتي. که څه هم د شريعت حکمونه په حکمتونو ولاړ نه دي؛ خو بيا هم ځينو علماوو دغه کار کړی دی او د شرعي حکمونو لپاره يې يو لړ حکمتونه بيان کړي دي.
علماء ليکي، چې په شرعي حجاب کې يو حکمت دا دی، چې د خاوند او مېرمنې ګډ ژوند ښه او په خوښۍتېر شي؛ ځکه چې د حجاب په صورت کې مېرمن دا فکر کوي، چې خاوند يې له ټولو ښايسته دی او سړی هم دا فکر کوي، چې الله تعالی له ټولو ښايسته مېرمن ورکړې ده، چې ورسره ژوند په خوشحالۍ تيريږي او که خدای مه کړه شرعي حجاب مراعات نشي او ميرمن له پرديو سړيو سره راشه درشه و لري او خاوند له پرديو ښځو سره؛ نو د ميرمنې او خاوند تر منځ ستونزې راولاړيږي او ګډ ژوند خرابيږي.
ځينې د غرب له افکارو اغېزمن خلک دا فکر کوي، چې اسلام د حجاب په فرضيت سره مېرمنو سره ظلم کړی دی او له ازاد ژوند څخه يې بې برخې کړې دي؛ خو دا فکر ځکه بې ځايه دی، چې اسلام مېرمنو ته د حجاب لارښوونه ددې لپاره نه ده کړې، چې حقونه يې ترې واخلي، بلکې ددې لپاره ده چې ارزښت، عفت او مقام يې وساتل شي او د نارينه وو لپاره د ساتيري بې ارزښته وسيله ونه ګرځي.
په غيراسلامي ټولنو کې ميرمنې ته د سړيو د جنسي غوښتنو د پوره کولو د يوې آلې په سترګه کتل کيږي، د هغې له بربنډو عکسونو د تجارتي اعلانونو لپاره استفاده کيږي، په هوټلونو، هوايي جهازونو، بسونو او نورو کارځايونو کې يوازې ددې لپاره استخداميږي، چې د سړيو توجه ورجلب کړي او په دې توګه د هغې عفت او پاک لمني د يو څو روپيو په بدل کې پلورل کيږي؛ خو چې کله يې عمر تېر او بازار يې پيکه شي، بيا په ډېر تکليف ژوند تيروي او هيڅ ارزښت نه لري.
خو په اسلامي ټولنه کې مېرمنو ته ستر مقام ورکړل شوی دی، په کور کې د يوې مشرې حيثيت لري، د دې او د اولادونو د لګښتونو ټول بوج د خاوند په غاړه دی، د پرديو سړيو له جنسې ځورونې خوندي ده، او د زړښت په صورت کې يې هم ارزښت نه ختمېږي، بلکې درناوی يې د پخوا په پرتله څو ځله ډېريږي او هغه داسې چې اسلام خپل پيروان هڅولي، چې د ميندو درناوی وکړي او جنت ترلاسه کړي.