سرلیکنې

د  شرعي احکامو تطبیق ته دې لومړیتوب ورکړل شي

مسلمان علماء او څېړونکي ټول په دې کې یو نظر او یوه خوله دي چې اسلامی شریعت کاملاً یوه شامله او واضحه تګلاره ده چې ګرد سره احکام یې اسمانې او د وحیې په واسطه ځمکې ته راغلې دي.

مسلمان علماء او څېړونکي ټول په دې کې یو نظر او یوه خوله دي چې اسلامی شریعت کاملاً یوه شامله او واضحه تګلاره ده چې ګرد سره احکام یې اسمانې او د وحیې په واسطه ځمکې ته راغلې دي. البته د نفاذ او تطبیق په لړ کې یې د لومړیتوبونو پېژندنه بیا د پوهانو او حکامو اجتهاد او بصیرت پورې اړه لري. مثلاً علماء باید معلومه کړي چې د مسلمانانو له یوې سیمې د کفري واکمنۍ تر شړلو وروسته تر ټولو مهم معروف څه دی چې د اجراء لپاره یې د حاکم له خوا تصمیم ونیول شي او همدا رنګه بیا ورپسې په دویمه مرتبه، دریمه او نورو کې څه او کوم اعمال دي. د منکراتو په هکله هم دغه راز فکر په کار دی چې لومړي سرکې ډېر خطرناک څه دي چې د مخنیوي لپاره یې ګامونه واخیستل شي. خوله دې سره سره بیا دې باریکي ته هم پام کول په کار دي چې ایا اوس خو به د یاد منکر د مخنیوي هڅې پریو بل فساد نه منتج کیږي ځکه په دې صورت کې بیا واکمنوته ښوونه شوې چې دیو مناسب فرصت انتظار وکړي.

مقصد دا دی چې د اسلامی نظام په تطبیق کې تدریج، مصالح او مناسب حالات کتل او په نظر کې نیول هغه څه دي چې، د احکامو اجراء اسانه کوي او د وخت او ځواک د ضایع کېدو مخه نیسي. په دې لړ کې د نبوي سیرت  او اسلامي تاریخ پاڼوکې خورا ډېر درسونه، عبرتونه او د ګټې بایلات زښته ډېرې تجربې زموږ پر وړاندې شتون لري. تردې چې همدې وروستیو پېړیو کې هم ډېری اسلامي هېوادو کې د شریعت د نفاذ هڅې له دې وجې ناکامې شوې دي چې اولیات او کمالیات یې نه وو سره جلا کړي او د لومړیتوبونو په تشخیص کې خطا شوي وو. کله کله داسې هم شوي چې د ځینو سیمو علماء او حکام د خپلو ولسونو له رواج او کلتوره اغېزمن وي او یا دځاني سلیقو په غوښتنه چلېدلي چې پایله یې طبعاً له نورو علماؤ سره  اختلاف دی. ځکه دا مهال چې زیاترو مسلمانو قومونو کې  اسلام ترڅوارلسمې او پنځلسمې پېړۍ رسېدلي او بیلابیل فرعی احکام یې ځینو سیمو کې د عوامو په ملي رسم و رواج بدل شوي، طبیعی ده چې ځینو به یو رسم خپل کړی او ځینو بل ټینګ نیولی وي. ما ناځینو به یوه فرعی مسأله فرضوته رسولې  او نورو به کوم بل جزیي حکم ان په عقایدو کې شمېرلی وي. چې دا ډول مثالونه موږ خپل هېواد کې هم زښته ډېر موندلی شو. دغه ډول فروعي مسایلو کې نښتل زیاتره وخت دجوماتونو شاړېدو، ورانېدو، جنګ جګړو او د امامانو او خطیبانو تر وژلو پورې هم رسېدلي او دا مو هم ولیدل چې یو او بل لوري د خپلو رقیبانو له ضده پردیو صلیبي لښکرو سره هم مرسته وکړه. مطلب دا چې اوس زموږ د  علماؤ مهم مسؤلیت دا دی چې لومړیتوب تشخیص کړي. یعنی د شریعت روح، اصلي مفهوم او د اسلامي نظام مقاصد وپېژني او هڅه وکړي چې د ژور سوچ او بنیادي څېړنې پرمټ د خپلو سلیقوي مزاجونو پردې څیرې او د الهي دین اساسي غوښتنې خلکوته په ښه ډول تشریح او تطبیق ته یې راوبولي. دا چې د اسلامي امارت زیاترو مشرانو تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې د پرمختګ او شاتګ، بري او بایلات خورا ډېر کنډوونه وهلي او بلا تجربې یې ترلاسه کړې دي، لازمه ده چې دویم ځل زړې خطا وې تکرارنه کړي، پر جزیاتو د اصرار له کبله دښمنانوته مناسبه موقع چمتو نه کړي او تر وروستي بریده هڅه وکړي چې افغان ځورېدلی ملت بیا هم خپلواکي او داسلامي نظام د اښکلی فرصت ضایع نه کړي. خدای (ج) دې نه کړي که یو ځل بیا هم زموږ مشران فروعي مسایلو کې نښتي پاتې او دا زرینه موقع له لاسه ورکړي نو دا به نه یوازې افغانانو کې د دیني قیادت رول او نفوذ صفر ته ورسوي بلکې د ټول امت لپاره به تر پېړیو پورې د ډار، بې زړه توب او ناکامۍ یوه ښکاره نمونه پاتې شي. چې بیا همدغه ناکامۍ پر مسلمانانو د لیبرالیزم او سیکولریزم تپلوته هم لاره اواروي. نو راځئ د یوه خپلواک، بسیا او مرفه اسلامي هېواد د استحکام او بقا لپاره فکر او پلان وسنجوو او خپل مهم لومړیتوبونه وپېژنو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button