ټولنه او کلتوردینی لیکنې

د شرعي آدابو رعایت د هر مسلمان دنده ده

د آسماني او غير آسماني اديانو په ډله کې اسلام يوازينی سالم دين دی،چې د مسلمانانو لپاره يې د نیک بختۍ لپاره داسې تګلاره ټاکلې، چې د هر مسلمان دیني او دنیوي خیر او ښېګڼه په کې نغښتې ده، نو په همدې اساس کله چې اسلام مطالعه کوو، يوازې په عبادت ځان نه خبروو، بلکې له عبادت را نيولې بيا د ژوند تر ډېرو پراخو ابعادو،چې سياست، اقتصاد او ټولنيز مسايل په کې شامل دي

د آسماني او غير آسماني اديانو په ډله کې اسلام يوازينی سالم دين دی،چې د مسلمانانو لپاره يې د نیک بختۍ لپاره داسې تګلاره ټاکلې، چې د هر مسلمان دیني او دنیوي خیر او ښېګڼه په کې نغښتې ده، نو په همدې اساس کله چې اسلام مطالعه کوو، يوازې په عبادت ځان نه خبروو، بلکې له عبادت را نيولې بيا د ژوند تر ډېرو پراخو ابعادو،چې سياست، اقتصاد او ټولنيز مسايل په کې شامل دي، مطالعه کوو او تر علمي بحث او څېړنې لاندې يې نيسو، اسلام په خپل ذات کې هغه مقدس، کامل، شامل او د الله عزوجل لخوا د انسانيت د سمې لارښوونې لپاره غوره شوی دين دی،چې د الله تعالی له پلوه پر حضرت سرورکاینات جناب حضرت محمد مصطفی ص را نازل شوی او له نزول وروسته یې نور ټول اديان د الله تعالی په نېزد منسوخ ګرځول شوي او هغه پاک ذات ته له اسلام پرته په کوم بل دين کې اطاعت او بندګي د منلو نه ده ، نو ځکه ويلای شو،چې اسلام داسې مکمل دين دی، چې د انسان د ژوندانه ټول اړخونه يې په نظر کې نيولي او په تېرو څوارلس سوه کلونو کې يې د بشريت داسې سمه لارښوونه کړې چې هغه ته یې د دین دنیا ښېګڼې ورپه برخه کړې، په رښتیا هم چې له اسلامي اصولو په سمه پيروۍ د تقوا په لحاظ انسان لوړ معراج او آن د ملائکو له درجې څخه هم لوړ مقام ته رسېږي او د دنيا او عقبي برياليتوب، نېكبختي او آرامي ور په برخه کېږي او الله مکړه په مخالفت سره يې يو انسان د حيوان تر کچې هم راټيټېږي. که نظر وکړو د يوويشتمې پېړۍ نامسلمانو عناصرو لکه اسرائیلو د خپلو غيرانساني کړنو په واسطه د فلسطیني مسلمانانو په وړاندې داسې نادودې او غیرانساني کړنې ترسره کړې،چې اخلاقي پولې يې له یوې مخې ونړولې اوداسې ګنده نښې يې له ځانه پر ځای پريښودې چې ښايي انساني تاريخونو يې مثالونه نه وي ثبت کړي.

په هرصورت ، دلته هڅه شوې چې د اسلامي ارزښتونو او د پيغمبري اخلاقو او آدابو څو نمونې د بېلګې په ډول ذکر کړو ترڅو په خپل ژوند کې د جناب رسول الله صلي الله عليه وسلم د سپېڅلي سيرت او وينا مطابق خپل ځانونه عیار او په خپلو کړنو کې داسې مثبت بدلون راولو، څومو د ايمان د پوره  کېدو لامل وګرځي:

۱- مسکا: کله چې له خپل مسلمان ورور سره مخامخ کېږو ، نولازمه ده په ورين تندي او مسکا له هغه سره روغبړ وکړو او هغه ته دا احساس ورکړو،چې په ليدو يې خوشحاله شوو که د مسکا هغه رواني ارزښت چې اوس  ارواپوهانوکشف کړی په پام کې ونيسو بيا به د رسول صلي الله عليه وسلم د مبارک حديث اهميت ډېر ښه درک کړای شو چې په همدې اړه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي:

ژباړه: ((د نېکۍ هېڅ کار سپک مه ګڼئ اګر چې خپل يو مسلمان ورور سره دې په ورين تندي مخامخ کېږي)). يعنې له مسلمان ورور سره په ورين تندي مخ کېدل يو نېک کار دی او هر نېک کار ته بايد په درنه سترګه وکتل شي او همدارنګه هېڅ د ګناهګار بايد کوچنی ونه ګڼل شي.

۲- سلام: له خپل مسلمان ورور سره د مخامخ کېدو په صورت کې هغه بايد په نبوي ډالۍ چې عبارت له (السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته) څخه ده ونازوو دکومې په اړه چې پخپله جناب رسول اکرم صلى الله عليه وسلم فرمايي: ژباړه:  ((قسم په هغه ذات چې زما نفس (روح) د هغه په لاس کې دی تر هغو جنت ته داخل نه شي څو مؤمنان نه شئ او تر هغو مؤمنان کېدای نه شئ څو له يو بل سره محبت ونه کړئ، آيا زه تاسې ته داسې يوعمل ونه ښايم که عمل پرې وکړئ،نو يو له بل سره به مو محبت پيدا شي، هغه دا چې په خپلو کې سلام خپورکړئ)).

۳- دخبرو پر مهال د محاورې آداب

انسان يو ټولنيز موجود دی او په ټولنه کې له نورو افرادو سره د ګډ ژوند په ترڅ کې خبرو او ناستې او ولاړې ته اړتيا لري ، دا هم جوته ده چې په ټولنه کې د هر انسان د درک او پوهېدو کچه له بل انسان سره توپير لري،نو د فکر او نظر اختلاف هم يوه طبيعي خبره ده ، نو که چېرې کوم فرد له چا سره د خبرو پر مهال نظري او يا فکري اختلاف رامنځ ته کېږي، نو د محاورې آداب بايد مراعات کړي، يعنې د مقابل لوري حيثيت، وقار، شخصيت، او استعداد بايد په پام کې ونيول شي، لکه څرنګه چې خوږ نبي صلي الله عليه وسلم مهرباني کوي او فرمايي ژباړه : خلکو ته په مجلس کې خپل ځای ورکړئ ، يعنې له خلکو سره د هغوی د شان شوکت مطابق تعامل کړئ (خلک د هغوی د ديندارۍ ، عمر، مقام، حيثيت، شخصيت، علميت، شرافت، استعداد او برداشت په پيمانه وتلئ او له هغوی سره له نېکو اوښو الفاظو (نرمې لهجې او نرموخبرو څخه کار واخلئ او له سپکو، سپورو او بدو ردو او بي ادبه الفاظوله ويلو ځان وساتئ ځکه سخته لهجه او بد سلوک په ټولنه کې کينه او نفرت زېږوي اوله ټولنې د ورورګلوۍ ، مينې او محبت ټغر ټولوي او د دښمنۍ، حسد، کينې او نفرت فضا رامنځته کوي چې دا له اسلامي اصولو سره په ټکر کې راځي.

۴- د مشر درناوی او پرکشر شفقت:

د نبوي حديث او ارشاد مطابق مشران بايد پر کوچنيانو شفقت او مهرباني ولري او هر کوچنی بايد د مشرانو درناوی او عزت وکړي که، نه! د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د وينا مطابق د مسلمانانو له ډلې نه دی: ژباړه : ((څوک چې زموږ په ماشومانو شفقت او مهرباني ونه لري او د مشرانو احترام اوعزت ونه ساتي هغه زموږ له ډلې څخه نه دی.))

۵-  له خلکو سره له نرمۍ کار اخيستل او د انتقام حس له منځه وړل:

هرمسلمان بايد دعفوې، آسانۍ، تساهل او تسامح له صفت څخه برخمن او د قهر، غضب، غوسې او انتقام حس له ځانه لرې کړي او د ځان کنټرولولو قوت پر ځان کې پيدا کړي؛ ځکه په يوه ټولنه کې چې په هره اندازه د انتقام او کسات حس حاکم او مسلط وي په هماغه پېمانه ټولنه
د نا امنيو او بدبختيو ښکار کېږي او په هره اندازه چې يوه ټولنه کې عفو، تساهل او حوصله مندي حاکمه وي په همغه اندازه به په ټولنه کې امن او عدالت حاکم وي، رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: ژباړه (( الله جل جلاله دې په هغه سړي رحم وکړي چې د يو شي د اخستلو او خرڅولو او د پور غوښتنې په وخت کې له آسانۍ او نرمۍ کار اخلي))

۶- امر بالمعروف او نهي عن المنکر:

د ټولنې هر فرد او وګړی مکلف دی چې په خپله نېک کارونه وکړي او خلک په نرمۍ او حکمت سره نېکۍ ته را وبولي ، ځان له بدۍ وساتي او خلک په حکمت او نېک اسلوب سره له بدۍ منع کړي ، نو ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: ژباړه: ((په نېکۍ امر وکړئ او له بدۍ خلک منع کړئ، که، نه! نو الله جل جلاله به درباندې ستاسې له منځه بد عمله او شرير خلک مسلط کړي، چې بيا به ستاسې نېکان دعاګانې کوي او قبليږي به نه). البته په نيکۍ سره د امرکولو او له بدۍ څخه د منع کولو په اړه نبوي ارشاد داسې اصول بيان کړي دي ژباړه: (( که ستاسې څخه چا کوم ناروا کار وليد، نو بايد په لاس سره د هغې مخنيوی وکړئ او که د دې توان نه لرئ نو په ژبې سره د هغې مخنيوی وکړئ او که د دې توان يې هم نه درلود، نو بيا په زړه کې ورڅخه کرکه اونفرت وکړئ چې دا دايمان ډېره ټيټه اوکمزورې مرتبه ده)). د دې نبوي ارشاد په رڼا کې د منکر د مخنيوي اصول په لاندې ډول دي:

الف : په لاس سره د منکر مخنيوی:

البته له منکر (بدو) څخه مخنيوی د هغه چا مسئوليت دی چې د هغې د مخنيوي توان لري لکه د دولت مسئوليت د رعيت په اړه يا د پلار او مور مسئوليت د خپل اولاد په اړه، استاد په مدرسه او ښوونځي کې او که هر يو الله مکړه په خپل دغه مسئوليت کې ناغيړي کوي خائن شميرل کېږي، چې خيانت د نفاق له نښو څخه ده.

ب : په ژبې سره د منکر مخنيوی:

کله چې يو فرد په لاس سره د منکر له مخنيوي څخه عاجز وي،نو له دوهمې مرحلې د کار واخلي ، ګناهګار ته دې نصيحت وکړي او د الله جل جلاله له قهر غضب اوعذاب څخه يې د ووېروي البته د ګناه او د ګناهګار د طبيعت په نظر کې نيولو سره، چې په دې برخه کې کله يوازې اشاره بسنه کوي او کله به د خلکو پر وړاندې د صراحت او وضاحت ضرورت
وي.

ج : په زړه کې له منکر څخه کرکه او نفرت:

کرکه او نفرت په امربالمعروف او نهې عن المنکرکې درېيمه او وروستي مرحله ده، کله چې يو فرد له لومړۍ او دوهمې مرحلې څخه هم عاجز شو،نو بيا د له هغې ټيټې کمزورې او آخرۍ مرحلې کار واخلي چې د يوې مسلمانې ټولنې په هر وګړي فرض ده او هېڅ يو شخص د هغې په نه عملي کولو کې معذور نه ګڼل کېږي، يعنې هر مسلمان بايد له ګناه او ګناهګار سړي نه د شريعت په چوکات کې کرکه اونفرت ولري. کله چې دا مسئوليت له ټولنې په مکمله توګه لرې شي او يا الله مکړه د خلکو له پاملرنې وغورځېږي نو په ټولنه کې به حتمي فحشاء ، فساد او منکرات عام کېږي او ټولنه به د الله تعالی د قهر او عذاب د نازليدو تر تهديد لاندې راځي.

د پورتني نبوي حديثونو دا جوتېږي چې امر بالمعروف او نهي عن المنکرهغه واجب او ضروري حکم دی چې د هغې د نه ترسره کولو په صورت کې د مسلمانې ټولنې د چارو واګي به د فاسدو، غلو، قاتلينو او غاصبينو په لاس کې لوېږي ، د ملت وينې او زوې به زبيښي او ټولنه به د امن، امنيت او عدالت څخه محرومه او د ګډوډۍ او د نا امنۍ چاپېريال به حاکم
وي .

د يادولو ده چې د اسلام د سپېڅلي دين خپرېدل او د توحيد د بيرغ رپانده کېدل او دالله جل جلاله قوانين او د دين نافذېدل، د حق او عدالت د دعوت او اسلامي دين ملاتړ اوساتنه او له باطل سره مقابله او د محمدي امت پر نورو امتونو غوره والی له دې مسئوليت سره مستقيم تړاو لري. يعنې د دې رباني او الهي مسئوليت په ترسره کولو سره به د ټولنې د سلامتيا بيړۍ له ډوبېدو، نړېدو او شړېدو سالمه او خوندي د نجات ساحل ته راوځي او مسلمانان به پر خپلو دښمنانو غالب او د الله جل جلاله له عذاب نه به خلاصون او نجات مومي. البته د دې دروند مسئوليت د اهميت او ضرورت له امله په نيکۍ امرکوونکي او له بدۍ څخه منع کوونکي بايد د دې مسئوليت شروط او اړوند مسائل په ښه توګه درک کړي، ترڅو يې د خپلې دندې په ترسره کولوسره مثبته نتيجه تر لاسه کړې وي.

   حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button