اقتصاد

د شبرغان _ مزار نللیکې سږکال پلان شوې چارې له وخت مخکې تکمیل شوي

له شبرغان څخه مزار شریف ښار ته د غځېدونکې نلليکې هغه چارې چې د سږکال پلان کې نیول شوې وې له وخت مخکې تکمیل او دراتلونکي کال پنځه سلنه چارې هم پر مخ تللي دي.

له شبرغان څخه مزار شریف ښار ته د غځېدونکې نلليکې هغه چارې چې د سږکال پلان کې نیول شوې وې له وخت مخکې تکمیل او دراتلونکي کال پنځه سلنه چارې هم پر مخ تللي دي.دغه نللیکه چې ٩٤،٥ کیلومتره اوږدوالي لري او د شبرغان ګاز مزار شریف ښار ته انتقالوي د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر له خوا یې د ٦٠٩ میلیونه افغانیو په ارزښت د غځېدلو چارې رسما پیل شوې وې،دپلان له مخې سږکال باید١٦کیلومتره نللیکه غزول شوې وای چې له نیکه مرغه دغه نللیکه ١٨،٥کیلومتره غزول شوې او دکال تر پایه به نوره هم وغزول شي. په سېمه کې د نللېکې کارکوونکي دمسؤلینو پوره همکاري،د ډاډمن امنیت شتون،او دمتخصصواومخلصو انجینرانو هلې ځلې د دې پرمختګ عمده لاملونه بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button